تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي لومړۍ/ د افغانستان د ازادو مبارزاتو لوبغاړي جاوید بشارت، خپل روسي سیال موسار ابراګیموف ته ماتې ورکړه.
بشارت نن سهار (یکشنبه) د PFL سازمان په سیالۍ کې د ابراګیموف پر وړاندې د مبارزې پنجرې ته ولاړ او په پای کې یې د لوړو نمبرو په ترلاسه کولو خپل روسي سیال مات کړ.
دا د جاوېد بشارت د مسلکي کارنامې ۱۶مه بریا ده.
نوموړي تر دې دمه دوه ماتې هم لري.
بشارت په دې بریا سره په PFL سازمان کې خپل حضور په بریالۍ پایله پیل کړ او د ازادو مسلکي مبارزو په سیالیو کې یې د بریالي حضور د دوام پر لور یو بل ګام واخیست.
بل لورته بیا نصرت حقپرست نن سهار د UFC سازمان په سیالۍ کې د امریکايي مبارز کریس پادیلا پر وړاندې د مبارزې پنجرې ته ولاړ، خو په درېیم پړاو کې یې ماتې ومنله.
دا د نصرت حقپرست د مسلکي کارنامې اوومه ماتې ده، په داسې حال کې چې دغه ۳۰ کلن افغان رزمي لوبغاړي تر دې وړاندې ۱۸ بریاوې هم ترلاسه کړې دي.
حقپرست له دې مخکې د خپلې تېرې ماتې د جبران لپاره دې مبارزې ته راغلی و، خو خپل هدف ته ونه رسېد او د پادیلا پر وړاندې له ماتې سره مخ شو.