فکر وکړئ د ژوند ټولې ناخوالې مو وزغملې. سهار چای مو له وچې ډوډۍ او یو ګیلاس اېشېدلو اوبو سره پیل کړ. په دنده کې مو د همکارانو سختې خبر په سړه سینه ورغملې. په غرمني کې مو د دې لپاره چې کم خوړونکي ښکاره شو، لږ څه وخوړل. د پېرېدونکو منت مو له دې امله په سر واخیست چې یو څه ډېر وپلورو.
ماښام کور ته د تلو پر وخت د موټر چلوونکي دا خبره چې مخکې به دې غږ کړی وه، اوس له مطلوبې کوڅې شل ګامه تېر یو، ومو زغمله او بې له څه ویلو ښکته شوو. د راډیو خبرونه مو بې له دې چي څه ووایو واورېدل او یو ډول مو ومنله چې ټول سم دي.
کېدای شي پورته ټولې چارې ژوند وبولو او ووایو: څه یوه له لاسته راوړنو ډکه ورځ وه چې په ښه چلند کولو تېره شوه.
آیا د ژوند ماهیت همدا دی چې د هر څه منونکي واوسو؟
یو له هغه چارو چې وګړي یې په پېژندلو کې پاتې راځي هغه بېګار دی. موږ خپلو مسؤولیتونو په هغه اندازه نه یو ستړي کړي، لکه د پردیو احسان پالنې. ډېری وخت په ټولنه کې هغه چارې تر سره کوو چې زموږ له مزاج سره جوړې نه وي او نه پر موږ پورې اړه لري، خو تر سره کوو یې؛ دا ځکه چې غواړو په ټولنه کې له ټکر څخه ځان وساتو تر څو ژوند مو له ستونزو خالي وي او په خوښۍ تېر شي.
که یو څوک تل په یو حال د پاتې کېدو هڅه کوي، په وچه کې د ماهیانو نیولو غوندې په خیال کې لوېدلي دي. انسان به غوسه کیږي، خبرې به ورباندې بدې لګیږي، ژبنی او یا فزیکي غبرګون به ښيي خو دا په دې معنی نده چې ټولنه دې ترک یا وګړي دې ورټي. همدارنګه په دې معنی هم نده چې د هرې خبرې او بېګار په وړاندې دې غلی پاتې شي.
د مسؤولیتونو په اړه دوه ډوله تیوري شتون لري، یو هغه چې زموږ د ژوند په ښه والي کې رول لري بل بیا په ټولنه او ملت پورې تړلي دي. که موږ خپل ورځني مسؤولیتونه په ښه توګه تر سره نه کړو، کېدای شي هوسا ژوند مو نه وي درلودلای خو که په ملي او ټولنیزو مسایلو کې بې پامي وکړو، د ټولنې د نړېدلو لومړنۍ خښتې مو ایښي دي.
په ملي کچه که نظر وکړو په تېرو شلو کلونو کې هغه چا ته چې انتقادي فکر یې درلود د قدر په سترګه کتل کېدل په داسې حال کې چې په ظاهر شاهي دوره کې چې حتی یوه لسیزه یې د دموکراسۍ وه، د انتقادي فکر لرونکي کسان به زندان ته وړل کېدل.
یعني د ټولنې عمومي حالت هم ځینې وخت بېګار او هر څه منلو ته لار برابروي.
څه وکړو چې له نقد سره سره مو خپل ارزښتونه ساتلي وي؟
له بده مرغه په هېواد کې د هرې حکومتي اډانې په بیړه بدلون او د بېلابېلو نظریو لرونکو ډلو حاکمیت موږ دې ته نه یو پرېښودلي چې خپل اسلامي او ملي ارزښتونه په سم ډول وپېژنو. هرې چا د خپلې واکمنۍ پر وخت د ځان پایښت لپاره هر هغه څه ویلي او خپاره کړي دي چې باید نه ویل شوي وای او نه کول شوي وای. او په دې هر څه ټینګار د نورو کړکېچونو د زېږون سبب کیږي.
اسلام د هېواد رسمي دین دی، د اصولو عملي کول او په نفلو کې د وس په اندازه له نورو مخکې والی یې اساس جوړوي، که اعمال وي که اعتقادات، ټول باید په هغه اندازه تر سره شي چې په شریعت کې ورباندې امر شوی دی، په دې کې زیاتوالی او کموالی کول لار ورکي ده چې پایله یې په دواړه نړیو کې زوال او تر ټولو بد پای دی.
البته ځینې فضیلتونو د شرعی اصولو د عملي کولو لپاره د چاپېریال په جوړېدو او پرهېزګاري کې مرسته کوي، که څوک له دې سر غړاوي کوي په دې معني چې د لامبو وهنه یې خوښیږي خو له اوبو یې ښه نه راځي.
ملي ارزښتونه زموږ د پېړیو پېړو ژوند، جګړو، ستړیاوو، خوښیو او منډو ترړو پایله ده، موږ نه یوازې د دې ساتنې ته بلکې ځان قربانولو ته هم تیار یو، تر هغه چې د اسلامي ارزښتونو په تقابل کې نه وي درېدلي.
موږ چاپېریالي شرایطو د دین او کلتور په پوره معنی درک کولو ته نه یو پرېښودلي، یا مو غربي او مستشرقي تمایلات د آبادۍ او ټولنې ته د خیر رسولو په مسایلو کې ښکاري او یا د کوچنیو ګناهونو له امله په یو چا بېلابېل نومونه ږدو او د ټولنې ترک ته یې مجبورو، چې په دواړو کې د ټولنې زیان دی.
په وروستیو کلونو کې چې زورواکو له سیاست څخه ناوړه ګټه واخیسته، امکانات یې تر لاسه او مجلل ژوندونه یې جوړ کړل، عوامو یو ډول سیاست ته د دانګلو ذهنیت واخیست تر څو د ښه ژوند په درلودلو کې ورسره مرسته وکړي. یا حکومتي کړیو په واک کې د پاتې کېدو له کوچنیو ژبنیو سمتي او نژادي اختلافونو ګټه واخیسته او یو پر بل یې ډول ډول تورونه ولګول چې پکې ملي ارزښتونه تر پښو لاندې شول.
انتقادي نظریات د اصلاح په نیت او له اصولي تګلوري سره د ملت جوړولو پر معنا ده، که خوږه ژبه او ملي ګټې پکې په نظر کې ونیول شي د معنویاتو انډول به مو د غوره والي پر لور بیولی وي.
نو بیا هغه متل چې: غوړي، لا غوړي، په باور سره ویلای شو.