دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبباغي امجد! - ډاکتر ځلاند

باغي امجد! – ډاکتر ځلاند

انسان له هر ډول قید سره په مخالفت کې ژوند کول غواړي، کله چې هم د انسان د کړنو، اخلاقیاتو، خیالاتو او تفکر په وړاندې خنډونه را ولاړ شوي یا یې ددې ټولو ارزښتونو ماتولو ته زړه شوی، انسان مجبورآ بغاوت ته لاره باسلي او د خپل سر په قرباني یې د بغاوت یوغ رپانده ساتلی دی.

ټولنیز بغاوتونه هم د فردې خنډونو په وړاندي یو ټولیز غبرګون دی، چې کله کله د حکومتونو په وړاندې د انقلابونو په توګه رامنځته کیږي، جابر او ظالم حاکمان د ځآن په وړاندې باغیان وژني او دهغوي په ځپلو کې د هیڅ ډول رحم او کرم څخه کار نه اخلي، داسې بغاوتونه کله کله د هیوادونو، ملتونو او ټولنو په ویش او بربادي او کله هم په سمه لاره کې د ښکلي بدلون سبب ګرځي. په تخلیقي هنر بیا په ځانګړي توګه په شاعرې کې بغاوت بیا بیل خوند او رنګ لري، مونږ د سترو نوښتګرو شاعرانو په شعر کې د تغزل، شعریت، موسقیت او ورته نورو ځانګړنو تر څنګ ښکلی بغاوت هم وینو، د ټولنې له دودنو بغاوت، د خپل دور د سرکار له قانونو بغاوت، د ښکلو له نازونو بغاوت ، د طبیعت له رنګونو بغاوت، د شعر له چوکاټه او جوړښته بغاوت، د ژبې له ګرامرې وزن او تول څخه بغاوت او بلاخره د ټولنیز فکر او خیال په وړاندې بغاوت. همدا بغاوت دی چې د خوشال بابا رح شاعرې یې ښکلي کړي، د غنی بابا رح ته یې د باغي بابا لقب ورکړی او په دې توګه یې د شاعرې په وړاندې د ټولنیزو بندونو، رواجونو او خنډونو بندونه له منځه وړي. امجد شهزاد پخپلې شاعرې کې همداسې یو سلوک اختیار کړی، شهزاد خپله ټولنه ښه مطالعه کړی، د ټولنې بد رواجونه او بندونه يې پيژندلي او بیا یې په وړاندې د بغاوت غږ په ډیر ښکلي انداز پورته کړی دی:

نور د کاڼو د خدایانو بندګي نه کوو

راځه چې ځو جانانه! دلته زندګي نه کوو

مونږ لیونو په خپل خلوص باندې نقصان موندلی

سر پکې بایلو خو د چا سره ټګي نه کوو

په امجد خپل وطن له هر څه ډیر ګران دی، هغه د خپل وطن سره دمینې په پار له هر ډول نظام، قانون، سرکار او راج سره چې ددې مینې په وړاندې خنډ کیږي مخالف دی، هغه د وطن په مینه کې دبغاوت تر حده رسیدلی شاعر دی، د هغه د شاعرۍ ښکاره مضمون د وطن مینه ده او په دې مینه کې هغه د فرهاد، مجنون او ادم خان په څیر له سره تیر دی:

نه به ته نهر یې نه به زه له تندې مرم

ما ته اباسین پریږده ته واخله خپل چناب

ستا دی رنجیت سنګهـ زما اتل دی باچا خان

ستا نصاب دی ځانله زما ځانله دی نصاب

 یا دا چې وایې :

دی ځان زما زړګی زما ګوګل افغانستان

ودان دې وي ښېرازه دې وي تل افغانستان

هر څو که د ملي اردو ځوانان مې پردی بولي

زما نه به پردی کړي څنګه خپل افغانستان

بغاوت له بې حده زیاته مینې څخه را پیدا کیږي، کله چې زمونږ مینه زمونږ د ژوند له ټاکلي هدف، فکر، رنګ، خوند او لار سره وي، نو بیا د بل هدف، فکر، رنګ، خوند او لار سره مخالفت کو، همدا مخالفت او همدا مقاومت په بغاوت بدلیږي، امجد له خپلې ژبي (خوږې پښتو) سره، له خپل قام (پښتون) سره همداسې بې حده مینه کوي، او د خپلې مینې له برکته مجبور دی چې د قام او ژبې د پیاوړیتا او سرلوړې دپاره  باغي پاتې شي:

د زور خلاف مزاحمت ژوندی دی

که نور دې وس نه رسي شور جوړ کړه

امجده! نن خو دې په هر شعر کې

د قام د زړه د درد انځور جوړ کړه

یا دا چې :

د زندګۍ هر یو هنر رانه تروړي ولاړ دي

په هره لار، په هر ګوټ پېر کې تور سړي ولاړ دي

څه د تور مخو شوکمارانو په لاس کیوتمه

زما کلتور، زما تاریخ زما نه وړي ولاړ دي

په اخر کې، د امجد په شاعرۍ کې د بغاوت ډیر نور څرکونه هم تر سترګو کیږي، چې لوستونکي کولای شي د هغه د وروستۍ شعري ټولګۍ ( سندره مه وژنئ ) کې ولولي. په ریښتیا، بغاوت د امجد شهزاد د شاعرۍ په روح کې نغښتی او هغه د خاموشۍ خلاف خپله د بغاوت غږ کوي او داسې ښکلي بغاوت ته ژوند وایې:

شور خو بغاوت دی، بغاوت د ژوند دلیل دی

وي د مرګ استازی نښاني د خاموشۍ

مرې که هم امجده خو د ژوند سندرې وایې

ته جوړې دښمن یې ازلي د خاموشۍ

1 COMMENT

  1. ځلاند صاحب نوره لیکنه مې دې ونه لوسته ځکه لږ یو قسم یې ډپرس کړم بس همدا د یوغ کلمه مې چې ولیده پوه شوم چې منظور دې توغ دی چې بیرغ ته وایي او یوغ په پښتو کې جغ ته وايي چې د غویانو په شا یې ږدي او ایوه پرې کوي.

    وبښه نو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب