پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهکلیسا / اجمل پسرلی

کلیسا / اجمل پسرلی

 د یکشنبې په ورځ د رخصتۍ لپاره د پراګ پر سړکونو بیروبار لږ وي، نو بسونه داسې تنظیم شوي چې په ځنډ راځي. زه بس ته ولاړ وم او د بس له رارسیدو سره زما د پخواني کور څښتنان، باره له خپل میړه سره تمځي ته راورسیدل. باره په انګلیسي پوهیږي. دوه کاله چې په ناد ژلیفکو سړک کې  د دوې په کور کې اوسیدم خبرې به مې له دې سره وې.

نن یې میړه نکټایي تړلې وه او دې لمن اغوستې وه، دستمال یې هم په غاړه کې تړلی و. ما ورته وویل:

– کوم محفل ته ځئ؟

باره مسکۍ شوه، مصنوعي غاښونه یې په خوله کې لوی وایسیدل، بیا یې وویل:

– یکشنبه ده کلیسا ته روان یوو.

په چک کې د ځینو احصاییو له مخې شپیته په سلو کې خلک په څه باور نه لري او د پراګ ښایسته زړو کلیساو ته چې دا ښار یې ښکلی کړی، له ګرځندویانو پرته لږ خلک سر ورښکاره کوي.

له باره مې پوښتنه وکړه چې کومې کلیسا ته ورځې؟

– تر وړم کال پورې هغه په ( لیسولیې) کې د لوړې غونډۍ پر سر کلیسا دې لیدلې ده هلته ورتلو موږ ویل چې هم به سپورت شي او هم به عبادت کوو خو اوس زړښت زور کړی دی د ښار په منځ کې یوې کلیسا ته ورځو.

– نو اوس پیاده تګ پاتې شوی؟

– نه تر کلیسا یو تمځی مخکې کوزیږو بیا یو لس دقیقې لاره پلې وهو خو په لوړه اوس راته ختل سخته دي شینګرۍ مې خوږیږي.

 

1 COMMENT

  1. کاشکې موږ هم جوماتونو ښکلا، پاکوالي او عظمت ته لا زیاته توجه وکړو. اسلام په بمونو او انتحاري واسکټونو نه بلکې په کلتور، هنر، منطق او اخلاقو خپرېدلای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب