Homeخبرونهسویس: په ځینو شرایطو کې د افغان کډوالو بېرته ستنول ممکن دي

سویس: په ځینو شرایطو کې د افغان کډوالو بېرته ستنول ممکن دي

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۹ مه) د سویس فدرالي اداري محکمې پرېکړه کړې چې په ځینو ځانګړو مواردو کې افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنول کېدای شي.

د سویسي رسنۍ «SWI» د چهارشنبې د راپور له مخې، محکمې د یوه ځوان افغان د ایستلو پر وړاندې د استیناف غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې د مناسبو انفرادي شرایطو په صورت کې افغانستان ته ستنول ممکن دي.

محکمې د پرېکړې تر کولو مخکې په افغانستان کې امنیتي او بشري وضعیت بیا ارزولی او ټینګار یې کړی چې بېرته ستنول باید محدود پاتې شي، خو د هغو کسانو، چې مناسب شخصي شرایط ولري، د شړلو امکان شته. دا پرېکړه د افغانستان په ټولو سیمو کې د تطبیق وړ ده.

په دې قضیه کې یو ځوان افغان شامل و چې کاري تجربه لري او ویل شوي چې په کابل کې د خپلې کورنۍ له شبکې څخه د ملاتړ امکان هم لري. د سویس د کډوالۍ ادارې د ۲۰۲۵ کال په پای کې د هغه د پناه غوښتنه رد کړې وه او له سویس څخه د وتلو امر یې ورته کړی و.

دا پرېکړه افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د سویس په تګلاره کې بدلون بلل کېږي؛ ځکه تر دې مخکې د بېرته ستنېدونکو افغانانو د امنیتي او بشري وضعیت په اړه جدي اندېښنې موجودې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...