پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+خالد بن ولید د بیزانس لښکرو ته ماته ورکړه

خالد بن ولید د بیزانس لښکرو ته ماته ورکړه

تاند- ۱۳۸۱ کاله پخوا په دې ورځ د ۶۴۳ ع کال د اګست په شلمه خالد بن ولید د طبریې د جهیل په جنوب کې د فلسطین په برموک دره کې د بیزانس امپراتورۍ لښکر دړې وړي کړ.

په برموک دره کې په همدې نوم جګړه کې د خالد بن ولید په قومانده د مسلمانانو د لښکربری سبب شو چې د بیزانس امپراتورۍ ختیځې دروازې مسلمانانو ته پرانستل شي.

په خراسان او بین النهرین کې له سوبو وروسته د مسلمانانو د لښکرمخه د فلسطین او سوریې لور ته واوښته چې په هماغه وخت کې د بیزانس امپراتورۍ برخې وې.

د مسلمانانو د پرمختګ له کبله د بیزانس امپراتورۍ مجبوره شوه چې په خپله خاوره کې د مسلمانانو د نور پرمختګ د مخنیوي لپاره دفاعي هلې ځلې وکړي.

د مسلمانانو خلیفه حضرت عمر(رض) ته خبر ورسېد چې یو شر مسلمان ځواکونه د سوریې د دمشق په جنوب کې د بیزانس امپراتورۍ د پوځ له لوري له خطر سره مخامخ شوي دي. ده خالد بن ولید ته امر وکړ چې د بیزانس له لښکر سره د مقابلې لپاره هلته لاړ شي.

خالد بن ولید په پنځو ورځو کې مسلمانان جنګ ته چمتو کړل او ویې پتېیله چې پر دښمن حمله وکړي. د بیزانس د امپراتورۍ د لښکرو قومانده د جنرال تیودوروس په غاړه وه.

وروستۍ جګړه په برموک دره کې او د برموک په نوم د سیند په غاړه ونښته او سره له دې چې د مسلمانانو د لښکر شر د بیزانس امپراتورۍ د ځواکونو په پرتله په ځلونو کم وو، سوبه د مسلمانانو په برخه شوه.

په دې ډول د ۶۳۶ ع کال د اګست په شلمه د مسلمانانو لښکر د بیزانس امپراتورۍ پوځ دړې وړې کړ او د بیزانس امپراتورۍ ختیځې دروازې د مسلمانانو پرمخ پرانستل شوې چې په نتیجه کې یې مسلمانانو درسته سوریه او فلسطین ونیول.

2 COMMENTS

  1. نو څه غول یې وکړل ټول یې مورزادي جاهلان کړل او په هغه وخت کې دوی په ښځو عشقونه وکړل ! ګټل اسانه خو ساتل علم غواړي نه ملا جاهل !

  2. مسلمانانو هر وخت په نورو ملتونو يرغلونه کړي او د کاميابۍ په صورت کې يې ځانونه فاتحان بللي، خو چې کله د دوۍ د يرغل پر وړاندې څوک راجګ شوي دي، نو دوی بيا ځانونه مظلومان بللي دي. د اسلام نه د کرکې لپاره د مسلمان خپل کړه وړه کفايت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب