تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي لومړۍ/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۶.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې شوې دي.
اقتصادي معاونیت نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې ۳۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له هراړخیز بحث وروسته ۲۱ پروژې منظورې او په ۱۲ نورو پروژو کې لازم تعدیلات هم تایید شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، په یوه پروژه کې ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د پروژې د بیې په اړه له ګټونکي شرکت سره خبرې وکړي او خپل راپور د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
د منظور شوو پروژو په ډله کې د کونړ د مناګي برېښنا بند بیارغونه، د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو پېرودل او د هلمند د کادري روغتون جوړول شامل دي.
همداراز د بدخشان په شغنان، میدان وردګ په چک او کندز په قلعهذال ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش یو شمېر پروژې هم منظورې شوې دي.
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د دغو پروژو مالي لګښت د افغانستان اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.