Home+په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت
 د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو، څېړونکو، شنونکو، د پوهنتون استادانو، د فکر او قلم د ډګر د فعالانو په پراخ حضور کې په پلازمېنه کابل کې د مشک ادبي بهیر ادبي او فرهنګي فعالیتونه له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په رسمي ډول پیل شول.
دا شانداره او له معنوي ښکلاوو ډکه ادبي ـ فرهنګي ناسته د جمعې له لمانځه وروسته د ماسپښین په ۲:۴۰ بجو پیل او تر مازیګر ۵:۳۴ بجو پورې یې دوام وکړ. غونډه د ادب، فرهنګ، شعر، ترنم، هنر او فکري بحثونو له بېلابېلو برخو څخه په جوړښت سره داسې وځلېده چې د ګډونوالو لپاره یې د یوې خوږې او یادګارې فرهنګي ورځې انځور جوړ کړ.
په داسي حال کې چې د بهیر د بیا پرانېست غونډې چارې په دریځ کې د ثمر صاحب له خوا په مخ وړل کېدې. د غونډې د پیل په شېبو کې قاري صاحب ذبیح الله رحیمي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره غونډې ته معنوي ښکلا وبښله او د دې ادبي ـ فرهنګي سفر پیل یې د سپېڅلي کلام په رڼا کې وکړ.
ورپسې د مشک ادبي بهیر مشر نجیب الله جامع د پرانیستونکې وینا لپاره دریځ ته وبلل شو. ښاغلي جامع د غونډې له ګډونوالو څخه د هرکلي او مننې ترڅنګ، له غزني څخه تر کابله د مشک ادبي بهیر د ادبي ـ فرهنګي مخینې، د دې بهیر د رامنځته کېدو اړتیا، ادبي او فرهنګي لومړیتوبونو، کاري موخو او راتلونکې ادبي ـ فرهنګي لیدلوري په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي مشک ادبي بهیر د هېواد د بېلابېلو سیمو د ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګي فعالانو لپاره یو ګډ، خپلواک او هېوادشموله ادبي ـ فرهنګي کور وباله او ویې ویل چې د دې بهیر اساسي موخه د ادب او فرهنګ د ودې، د ځوان نسل د فکري او ادبي روزنې، د مطالعې او لیکوالۍ د فرهنګ د پیاوړتیا، د شاعرانو او لیکوالانو د هڅونې او د هېواد د ادبي او فرهنګي پانګې د راټولولو او پالنې لپاره د یوه اغېزناک ادبي چاپېریال رامنځته کول دي.
د ښاغلي جامع له وینا وروسته، د مشک ادبي بهیر د بیا پرانیستې په مناسبت د هېواد د ګڼو علمي، ادبي او فرهنګي مخورو له لوري رالیږل شوې ځانګړي انځوریز او غږیز پیغامونه ګډونوالو ته وړاندې شول.
په دغو پیغامونو کې د مشر لیکوال او فرهنګپال ډاکټر فاروق اعظم، استاد اسدالله غضنفر، د هند د جواهر لال نهرو پوهنتون د مشر پروفیسور ډاکټر عبدالخالق رشید، ډاکټر محمد زرین انځور، استاد او لیکوال محمد زمان مزمل، د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر نصیب الله سیماب، حاجي فضل الله رښتین او د پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند نیکې پیرزوینې، علمي او ادبي سپارښتنې او ارزښتمنې خبرې شاملې وې.
د هېواد د دغو علمي او فرهنګي څېرو په پیغامونو کې نه یوازې د مشک ادبي بهیر د بیا پیل هرکلی شوې وو، بلکې د ادب او فرهنګ د لا غوړېدو لپاره یې ګڼې مهمې، ارزښتمنې او عملي ـ علمي لارښوونې هم وړاندې کړې چې د غونډې د ګډونوالو له تود هرکلي او خوښۍ سره مخ شوې.
وروسته رسنیز فعال او د چارو شنونکی حبیب الله جانبدار دریځ ته وبلل شو. نوموړي د مشک ادبي بهیر د بیا پرانیستې له امله خپله خوښي څرګنده کړه او په هېواد کې روانې ادبي او فرهنګي هڅې یې د ټولنې د فکري بیدارۍ او پرمختګ لپاره مهمې وبللې.
جانبدار ځوانان د ټولنې مخکښان، د بدلون استازي او د ملتونو د پرمختګ ځواک وباله او هغوی یې مطالعې، فکري ودې، مثبتو هڅو او د ټولنې د فرهنګي او علمي پرمختګ په برخه کې لا ډېرو فعالیتونو ته وهڅول.
د غونډې په منځنۍ برخه کې د هېواد د ادب او فرهنګ د ډګر درو مخکښو څېرو استاد شفیع الله بابرزي، پرهیز شګېوال او د بریاه ادبي بنسټ مشر استاد نظم الدین ندرت هم خبرې وکړې. درو واړو ښاغلو د مشک ادبي بهیر بیا پیل د افغانستان د ادب او فرهنګ په ډګر کې یو مهم او هیله بښونکی ګام وباله، د بهیر د لا بریالي فعالیت لپاره یې ارزښتمنې لارښوونې او وړاندیزونه شریک کړل او له خپلو خوږو نظمونو سره یې د غونډې فضا نوره هم ادبي او هنري کړه.
وروسته د غونډې د ادبي مشاعرې برخه پیل شوه. چې د هېواد د ادب او فرهنګ د ډګر ګڼو شاعرانو، ترنم ویونکو، ممثلینو او هنرمندانو هر یوه احسان الله احسان اندړ، نبي الله ننګ، شیرداد احمدزي، الهام الله نیازي، وحیدالله فضلي، ذبیح الله رحیمي، انجینر شفیع الله ممتاز، فیضان الله فایز، عبدالرحمن سلطان او زبیر زمان پخپلو خوږو شعرونو، ترنمونو او تمثیلي ټوټو سره د غونډې ګډونوالو ته ځانګړې ادبي او هنري شېبې وړاندې کړې.
دغو شاعرانه، هنري او ترنمیزو اجراوو د مشک ادبي بهیر د بیا پرانیستې فضا د ادب پر خوږو وږمو، جادوګرو حنجرو او له مانا، احساس، خوند او فکر ډکو کلامونو داسې رنګینه کړه چې د غونډې ګډونوالو ته یې د یوې نه هېرېدونکې ادبي ورځې احساس ورکړ.
لعل الدین ملکزوی د بهیر د نن پیلزي ناستي ارزونه وکړه او په پای کې قدرمن ډاکټر سعیدالله مسلم غزنوي د دعا لپاره دریځ ته وبلل شو. نوموړي د افغانستان د سولې، ثبات، سوکالۍ، علمي او فرهنګي پرمختګ او د هېواد او د ولس د نېکمرغۍ لپاره دعا وکړه او په همدې سره د مشک ادبي بهیر د بیا پرانیستې دا شانداره او یادګاري ادبي ـ فرهنګي ناسته پای ته ورسېده.
مشک ادبي بهیر یو ځل بیا د خپلو ادبي او فرهنګي فعالیتونو په پیل سره دا پیغام وړاندې کړ چې ادب، شعر، هنر، فرهنګ، فکر او قلم لا هم د دې خاورې د معنوي ژوند نه بېلېدونکې برخې دي؛ او د دغو ارزښتونو د پالنې، پیاوړتیا او راتلونکو نسلونو ته د لېږد لپاره ګډې او دوامدارې هڅې د یوه روښانه فرهنګي راتلونکي بنسټ جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شطرنج | لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه...