چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د جیلاني جلان درې نوي غزلونه

د جیلاني جلان درې نوي غزلونه

بېل مې مزاج دی بېل دې مزاج دی

زما قاتل دی ستا د سر تاج دی

په لاندې غره کې ښامار اوسیږي

خوري مو درګرده په مونږ یې باج دی

مونږ مهربان یو ډیر په زامنو

حق خورو د لوڼو دا مو رواج دی

غټ سترګې سپینې تللې سندرې

په ما دې اوس هم د مینې راج دی

زه فطرتاً یم جلانه داسې

دردمې مرض دی دردمې علاج دی

۱۴ وږی ۱۴۰۲

کابل

ته به راوګرځي خو زه به په دې حال نه وم

بیا به دې مینې ته په دا رقم  لیوال نه وم

دا خو کیدای شوه چې یوځلې دې وای ځان ته نږدې

خیر دی که وړ دې همیشه  د ګلجمال نه وم

پرما دې کاڼي راویشتل زه چوپه خوله ولاړم

اخر انسان ومه قربان دی شم دیوال نه وم

لږ به دې کړی و دخپلې پیرزوینې نظر

رنګ د بلال وم خیر دی غږ که د بلال نه وم

ستا د ښایست ستا دنازونو د اسونو پښو ته

ووایه چرته جلان ځمکه نه وم نال نه وم ؟

۱۴ وږی ۱۴۰۲

کابل

شاید چې زړه مې ودریږي درنه درب خطا شم

وبه یې ګورې چې د مړو په مذهب خطا شم

چې زه حالات ګورم بیا خپله بیوسي وګورم

لکه یرغه آس نه مخ ښکته لار کې جلَب خطا شم

غر یم تندرونه مې په سرلویږي پروا یې نکړم

جانان وطنه ستا د درد غم په سبب خطا شم

چې غریبۍ پسې مې خاندي داسې وشرمیږم

لکه په یخ واوره بې ابه، بې ادب خطا شم

د ویرلړلې زندګي خوسا ډنډونو ته به

د ژوند لاسونو نه جلانه لکه کب خطا شم

۱۲ وږی ۱۴۰۲

کابل

*جلَب د آس قېضه او هغه مزي چې آس پرې کنترولیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب