دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد طالبانو ویاند د پاکستان د صدراعظم وروستۍ څرګندونې رد کړې

د طالبانو ویاند د پاکستان د صدراعظم وروستۍ څرګندونې رد کړې

تاند: (چارشنبه، د وږي ۱۴ مه )  په افغانستان کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د موقت صدراعظم انورالحق کاکړ هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې وسلې او تجهیزات د سیمې د ترهګرو ډلولاس ته لوېدلي او هېوادونه پرې ګواښي.

ذبیح الله مجاهد د نوموړي په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوې وسلې او پوځي تجهیزات دوی خوندي کړي او نورو هېوادونو ته یې د قاچاق مخنیوی کړی دی.

د پاکستان له صدراعظم څخه مخکې هندوستان او یو شمېر نورو سیمه ییزو هېوادونو هم په افغانستان کې د پاتې شویو امریکایي وسلو او تجهیزاتو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی، خو طالب چارواکو په دې اړه اندېښنې بې اساسه بللي دي.

د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت تېره اونۍ په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، نه پوهیږي چې د ټولو ورپاتې امریکایي وسلو او تجهیزاتو ارزښت به څومره وي، خو د امریکايي ځواکونو له ورتلو وروسته ټول دوی ته په لاس ورغلي او دوی پرې کنټرول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب