دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهبغلان: ترافیکي پېښې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

بغلان: ترافیکي پېښې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند: (چارشنبه، د وږي ۱۴ مه )  د بغلان لپاره د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په خنجانو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند مولوي شېراحمد برهاني رسنیو ته وویل، چې تېره شپه یو دوهزا ډوله کرولا موټر چې له بغلان څخه د  کابل په لور  روان و او  د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې سالنګ ته نژدې په ۱۹ مه ګرارۍ کې له سړک څخه وتلی او چپه شوی، چې په پایله کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ تنه مړه او د موټرچلوونکي په ګډون ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ورته ترافیکي پېښو خبرونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب