پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهتورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

تاند: (چارشنبه، د وږي ۱۴ مه ) راپورونه وایي، چې په تورخم کې د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.

ځایي سرچینو ویلي، چې نښته د پاکستاني لوري د یوې خپلسرې پوستې د جوړولو په سر شوې ده.

تر اوسه د دې نښتې په تړاو زیات جزییات نه دي ورکړل شوي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د دوی له بیا واکمنیدو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو سره د شاوخوا ۵۰ وسله والو نښتو خبر ورکړی او په دې نښتو یې ګاونډي هېوادونه ګرم کړي وو.

د دغو نښتو یوه لویه برخه له پاکستان سره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...