جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د (ملکنډ د سر توتي وی) له یونلیکه | دوکتور ازمون

د (ملکنډ د سر توتي وی) له یونلیکه | دوکتور ازمون

په تېر پسې …

ازموینې ته لا وخت پاتې و، زه ګرمۍ او تندې را اخستې وم، د انځور په لیدو مې تنده یو څه ماته شوه، خو د ازموینې نوم راباندې مړه خوله راماته کړه.

انځور چې زما تندې او پر مخ را ماتو خولو ته وکتل، نو د زنګ تڼۍ یې کېکاږه، سړی راغی، ور ته یې د اوبو وویلې: اوبه مې وڅښلې. د خولو تنده مې ماته شوه، خو د ازموینې مړه خوله مې پر تندي نه وچېده.

انځور اسمعیل ته وویل: ځئ له خیره چې ځو، چای به هلته وڅښو. له دفتر ووتو، یو په ونه برابر غوښن سړی چې د کمیس لستوڼي یې پاس په ولیو کې پراته وو، پر سر یې په شمار ویښته پاتې وو، مخې ته راغی، درویشي ته مې چې وکتل، نو د انځور په ډول وه، ما ویل کېدای شي ورور یې وي. انځور ور ته وویل:

ـ ته چېرته ورک شوې؟
هغه له ځانه سره موسکی شو:
ـ والله د نایبي دفتر ته تللی وم.

ـ ښه ته کېنه زه درس ته ځم، نن له دې خلکو یوه وړه ازموینه اخلم، بېرته چې راغلم، زه او ته به پر هغې مجموعې خبرې وکړو.

ما له ځانه سره وویل:
ـ نو تا خو هېڅ هم نه دي ویلي، یوازې اسمعیل در ته خپل چپټر ولوست. دا ازموینه څنګه ورکوې؟ راځه له دې ازموینې ځان وباسه، دا هلک خو لغمانی دی…

له ځانه سره بوخت وم چې د انځور را باندې پام شو:
ـ څنګه چرت وهې؟
ـ زه خو کله هم درس کې ناست نه یم، دا مې ړومبۍ ورځ ده، زه به درته پر پانه څه ولیکم؟
هغه له خندا شین شو:

ـ ته نور هېڅ هم مه لیکه، یوازې خپل نوم ولیکه!
عجب یوازې خپل نوم؟! دا نو بیا ازموینه نه ده؟
ما بیا ځان تاو را تاو کړ، اسمعیل را ته وویل:

ـ چرت مه وهه، دا ازموینې څه د ښوونځي ازموینې نه دي؟ اسانې دي.
ـ که اسانې هم وي، خو درس ور ته پکار دی. کاش چې تا را ته همدومره ویلی وای چې ما لیکوالو ټولنې ته ورسوه، دا کار مې کاوه، نو تا خو ما ته د ازموینې غږ هم و نه کړ، تا را ته وویل: هلته درس دی!
دی له خندا شین شو:

ـ مه ډارېږه، زه خو یم.
ـ ته خو یې خو هغه زما پاڼه کې دې خپل ځان رسم کړه.

زه او دی په همدې خبرو کې وو چې انځور صاحب سپینې پاڼې راوړې. ده، ممتاز ارمان او ملوک رغون خو ترې ژر واخستې، زه همداسې لاس تر زنې ناست وم. انځور صاحب را ته خندل او ویل یې:

ـ واخله دا عمومي پوښتنې دي، لږ څه خو به دې د کیسې په باب لوستي یا اورېدي وي.
ـ استاده زما خو له کیسې سره هېڅ مینه نشته، نو چې مینه نه وي، سړی به یې څه ولولي؟
ـ ځه توکل په خدای کړه
ـ اوس دې نو داسې څوک یاد کړ چې خامخا به سپینه پاڼه اخلم.
پاڼه مې واخسته، انځورصاحب لومړۍ پوښتنه داسې وکړه:
ـ تاسې تر اوسه څومره کیسې لوستي، یوازې نومونه یې ولیکئ؟
دې پوښتنې ته مې وخندل، انځور صاحب تر سترګیو لاندې را وکتل:
ـ څنګه چل دی، پوښتنه لکه چې در ته ګرانه او یا بېخونده ده؟!
ـ نورې پوښتنې خو مې لا نه دي لیدلي، خو دا پوښتنه مې ډېره خوښه شوه
هغه وموسل:
ـ ما در ته نه ویل چې ګرانې نه دي؟
ـ اوس دې خدای پاک باقي خیر پېښوي.
ـ باقي هم خیر دی.
دویمه پوښتنه ـ د لنډو کیسو څو کتابونه مو لوستي، د کتاب او لیکوال نوم یې ولیکئ.
دې پوښتنې سره مې پر څټ لاس تېر کړ. د هغه پر همدا ما پام و.
ـ څنګه دې په څټ لاس تېر کړ؟
ـ هسې
ـ نه بیا هم
ـ دا پوښتنه تر لومړۍ هغې یو څه زور غواړي.
ـ هېڅ زور نه غواړي تا چې کوم کتاب لوستی، هماغه ولیکه.
درېمه پوښتنه ـ د لنډې کیسې نوم باید څه ډول وي؟

دې پوښتنې سره مې وروځې پورته او شونډې په خوله کې ټینګې ونیولې، د هغه را باندې پام خو دا ځل یې و نه پوښتلم، ښه ، همداسې دوه پوښتنې نورې یې هم مخ ته را وغورځولې. زما غوږونه ورو ورو مړاوي کېدل او دې نورو همداسې ډینچکې وهلې.

ما د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې له یوه کتاب نه چې پښتۍ او د سر څو مخونه یې شلیدلي وو، د کیسو نومونه (سکروکان ـ ګوبین، ګیلې…) او له جرګې مجلې نه د انځور صاحب د یوې کیسې نوم تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې. هو رښتیا بل مې د خامار نوم ولیکه، دا هم یوه کیسه وه، انځور صاحب مې خوا ته راغی، قلم یې زما له ګوتو واخست، په زړه کې مې ګوړې ماتولې چې که خیر وي، اوس به در ته یوه پوښتنه خپله ځواب کړي، په تمه یم، د لاس ګوتو ته یې ګورم، شاوخوا یې وکتل چې دا نور په څه بوخت دي، ورو یې قلم د خامار په نامه کېښود او (خ) توری یې پر (ښ) بدل کړ. پر شا یې وټپولم، شابس کار وباسه.

د دویمې پوښتنې په ځواب کې مې ولیکل: شاړې کوڅې او دا سرونه دا رسمونه ـ لیکوال محمد زرین انځور.
دی بیا خوا ته راغی چې خپل نوم یې وکوت، نو موسکی شو:

ـ دغسې کار دې وایست.
قلم مې بند شو، دې وخت کې یې د زړه پر سر رازړېدلی قلم یې را کړ، خو سر یې ځان سره واخست:
ـ دا دی قلم مې هم درکړ.

ما ور ته ورو وویل:
ـ ښه نو هغه سر یې هم راکړه.
ده په کړس کړس وخندل:
ـ هلکه یې شینواری او پېښې …
پاتې جملې ته مې پرېنښود:
ـ لغماني سره راغلی یم.
هغه سر را هسک کړ او په خندا شو:
ـ انځور صاحب! ده له ما نه لغمان ډېر خوړلی دی.
ـ اوس خو ده را باندې چل وکړ، خو وار به اخلم.

انځور صاحب بیا پر شا وټپولم، ما له ځانه سره وویل: هسې مې ټپوي، نورترې خیر حرام دی، لکه چې بیا کوم توری بدلوي که څنګه؟

پاس مې ور وکتل، ده بیا را نه قلم واخست، لکه ترهېدلې هوسۍ، شاوخوا یې وکتل، ورو یې د سکرو کان او … کیسو مخ ته ولیکل: باجوړی

د باجوړي د نوم په لیدو مې ذهن ته له ماشومتوبه لوېدلو پوښتنو ځواب غوښت، لکه چې ځواب ویونکی پیدا شو، که خیر د خدای وي.

زه نو د خپلو پوښتنو د ځواب په لټه او چرت کې وم چې دی بیا راغی او را ته یې وویل:
ـ کومک مې درسره وکړ، ګوره!

ـ بېخي ډېر ههههه
ده هم وخندل
ـ بیا و نه وایې!
ـ نه یې وایم
ـ منې خو؟!
ـ هو، ولې نه
ـ څنګه؟
ـ ما سره د دې نوم په اورېدو پوښتنې دي، هغه لکه چې را ته ته حل کړې.
ـ هغه به درته همدا سړی حل کړي.
ـ کوم سړی؟
ـ همدا !
ـ نو هغه څوک دی؟
ـ هغه همدا دی.
ـ همدا یعنې..؟
ـ نوم یې مه اخله چې بیا در نه دا نور نقل کوي!
ـ چېرته دی؟
ـ نږدې دی.
ـ اوس یې کتلی شم؟
ـ هو تر ازموینې وروسته
بس دا پارچه ما ته ښه تمامه شوه.
ـ بس دا دی ما خو درسره مرسته وکړه.
ـ هو زما د خپلې پوښتنې ځواب دې راکړه؟
ـ کېنه! په خندا هههه
ما ور ته وویل:
ـ زه ستا نوره مرسته نه منم ځکه ستا پوښتنه دا وه چې یوازې دکیسو نومونه ولیکئ؟
ـ هو
ـ نو بیا د باجوړي اړتیا څه وه؟
ـ ته وګوره! کېدای شي، بل ځای کې دې په درد وخوري.
بل ځای ؟!
یو ځای خو هغه زما له ماشومتوبه راپاتې پوښتنې لکه چې حل شوې.
هو! رښتیا ته ودرې، اشاره مې ور ته وکړه، دا وخت دی له اسمعیل سره په خبرو و،
ـ درځم
شېبه وروسته مې خوا ته راغی:
ـ د دغو کیسو د کتاب لومړي مخونه نه وو؟
ـ ګیلې ښيي.
ـ هو
ـ څه پوښتنه پکې لرې؟
ـ هېڅ
ـ بیا هم

دې وخت کې ما د کیسې د نامه لپاره د اسمعیل د چپټر د اورېدو له مخې همدومره ولیکل:

نوم باید لنډ او څرګند وي، ټوله کیسه باید پر نامه را وڅورلي، یا نوم باید هغه غوټه وي چې لوستونکی یې ژر ژر د راسپړلو لپاره ولولي. دا څو کرښې مې ولیکلې، دی مې پر سر ولاړ و، پر شا یې وټپولم:

ـ شابس در ته مې نه ویلې چې ځوابولی یې شې
د دویمې پوښتنې په ځواب کې مې د ګیلې او لیکوال بریالي باجوړي نوم مې ولیکه.
مازیګر سلګۍ وهلې چې ازموینه خلاصه شوه. له انځور صاحب سره نېغ د هغه کوټې ته لاړوو، هغه سړی چې انځور ور ته ویلي وو:

زما تر راتګه اوسه، ناست و، انځور ما ته موسکی شو، په وروځو کې یې اشاره وکړه، زه پوه نشوم چې څه وايي؟ پر فنري څوکۍ کېناست، له ګوتو یې ټکاری وایست، بیا یې لاسونه سره ومږل، هغه کس یې مخاطب کړ:
ـ دا ځوان پېژنې؟

هغه په څنګ را وکتل:
ـ نه والله
ـ شه دا د خوشحال خان لېسې زده کوونکی دی، نور به نو دی خپله خپل نوم در ته واخلي.
ـ لعل پاچا نومېږم.
ـ ښه ښه، د کوم ځای یې؟
ـ ننګرهار
ـ ننګرهار کې د کوم ځای؟
ـ شینوارو
دې سره یې را ته وویل:
ـ خولی درباندې ګران دی، که دوربابا
ما هم ور ته په خندنۍ ژبه وویل:
ـ څه ووایم، که انځور صاحب ووایم، خو ته خپه کږې او که تا وښیم بیا انځور صاحب خپه کږي، نو خولی ده داسې اریان کړه لکه زه چې ده اریان کړم.

دې سره دواړو خټ وهل، انځور صاحب ته یې وکتل
ـ سړی خو د کار سړی دی.
ـ هو، دومره بېکاره هم نه یم؟!
ـ لکه
نېغ ورغلم
ـ لکه دا
بیا خټ شو، دا نه مې مطلب اسمعیل و.
ـ هغه څنګه؟
ـ خو سخت چل یې را باندې وکړ. ما ته یې وویل، درس دی. ځه چې ځو، سایکل دې راواخله، ده پر ما ځان را رساوه، خو ما هم پرې چپټر ولوست.

انځور صاحب را ته وویل:
ـ چپټر څه ګټه وکړه؟
ـ هو هغه د ښې کیسې ځانګړنې مې په غوږ کې وې.
ـ ښه نو بیا خو دې کار ایستلی.
یوه شېبه سکوت خور شو، ما انځور وپوښت:
ـ ما ته خو دې هغه باجوړی را پیدا نه کړ؟
ـ څه یې کوې؟
ـ پکار مې دی.
ـ بیا هم ؟
ـ نور یې څه په بلا وهم؟ خو…
انځور یو دم را غږ کړ:
ـ مخکې مه ځه
پوه شوم، هغه کس ورو ورو وموسېد:
ـ خپل غچ دې واخست.
پوښتنې ګدنې سر وخوړ. زوړنده سر له کوټې ووتلم او مخ په کور روان شوم.

د (ملکنډ د سر توتی وی) له یونلیکه| دوکتور ازمون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب