دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهباوري سرچینې: عبدالله عبدالله نور افغانستان کې خپله ګوزاره ګرانه بولي

باوري سرچینې: عبدالله عبدالله نور افغانستان کې خپله ګوزاره ګرانه بولي

تاند: (چارشنبه، د وږي ۱۴ مه )  افغانستان ته د پرځیدلي جمهوري نظام د لوړپوړي مقام عبدالله عبدالله د نه ستنیدو له خبرونو سره هم مهاله، د نوموړي نږدې سرچینو تاند وېب پاڼې ته تایید کړه چې په افغانستان کې د هغه د ژوند شرایط ستونزمن شوي او دی هغلته له پاتیدو نور نهیلی شوی.

یوې سرچینې تاند وېب پاڼې ته وویل، چې عبدالله یو مخ له افغانستان سره د مخه ښې نیت نه لري، خو غوره بولي چې هلته د ډېرې استوګنې پر ځای بهر واوسي او وخت په وخت تګ راتګ ورته ولري.

سرچینه دا هم وایي، چې د عبدالله یو شمېر نږدې کسان هم له هېواده د وتو تیاری نیسي او په کابل کې له پاتیدو او یوه سیاسي جوړجاړي ته له رسیدو نهیلي شوي دي.

په کابل کې یوه بله باخبره او باوري سرچینه بیا وایي، چې د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو ترڅنګ د دوی د استخباراتو رییس او ځينې نور چارواکي، چې عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې زیاته راشه- درشه لرله، بیا- بیا یې دغو پخوانیو چارواکو ته هیله مندي ورکوله، چې طالبان به د جمهوري نظام دغو څېروسره یوې هوکړې ته ورسیږي، خو اوس ورته په دې اړه د خپلو مشرانو د نه راضي کیدو خبر ورکوي.

څو ورځې مخکې د جمهوري نظام یوه بل مقام او د حامد کرزي او عبدالله نږدې سیاسي ملګري حضرت عمر زاخېلوال د ښاغلي کرزي په اړه تایید کړه، چې طالبانو پرې د بهرنیو سفرونو قیودات وضع کړي، خو هغه د نورو قیوداتو ادعا تایید نه کړه.

  حامد کرزي او عبدالله عبدالله د طالبانو له لوري پر دوی د ادعا شویو قیوداتو په اړه څه نه دي ویلي.

کرزی او عبدالله د ۲۰۲۱ د اګسټ په پنځلسمه، په کابل کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په کابل کې پاتې شول او مخکینی ولسمشر اشرف غني یې له هېواده په تېښتې تورن کړل.

حامد کرزی بیا په پرله پسې ډول د اعلامیو له خپرولو سره غوښتنه کړې، چې طالبان دې په افغانستان کې د ملي روغې جوړې بهیر پيلیدو ته غاړه کېږدي.

د طالبانو د رژيم چارواکي بیا د کرزي د غوښتنو برعکس له بهر مېشتو سیاسي څېرو غواړي، چې افغانستان ته ستانه او د دوی د واکمنۍ تر سیوري لاندې له شرایطو پرته ژوند وکړي.

دوی پر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د قیوداتو ادعاوې رد کړې دي.

3 COMMENTS

  1. لکه چی تمه وخته چی نور چانس نلری نو کده یی بار کړه خو د کابلیان پخبره (راه ګنجشک ) یی ځان ته پریشی چی ان لاین به کار کوی

  2. ددې زن ستیزه حکومت څخه خو هغه ګوډ مات جمهوریت ښه و نجونې او ښځې خو ئې د زده کړو اوکارڅخه نه وي محرومې کړي والله چې د نسوارک ماد حسن اخوند پر ځای همدا اوس ډاکتر عبد الله کښینې په خوښه یم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب