دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهملا خیرخواه: که نور هېوادونه مو په رسمیت نه پېژني، اسلامي هېوادونه...

ملا خیرخواه: که نور هېوادونه مو په رسمیت نه پېژني، اسلامي هېوادونه خو دې وپېژني

تاند: (چارشنبه، د وږي ۱۴ مه ) پر افغانستان له دوه کلنې واکمنۍ وروسته، د نړیوالو له لوري د طالبانو د رژیم نه په رسمیت پېژندلو د دوی چارواکي له نړیوالو؛ په ځانګړي  ډول اسلامي هېوادونو څخه ګیله من کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه په تخار کې د یوې غونډې پر مهال له اسلامي هېوادونو ګیله کړې، چې که نور هېوادونه یې په رسمیت نه پېژني، دوی خو دې وپېژني.

 د هغه په وینا، اسلامي او ګاونډیو هېوادونو یې هم په دې اړه غوښتنې ته ارزښت نه دی ورکړی.

 د اسلامي او ګاونډیو هېوادونو په ګډون نږدې ټولې نړۍ طالبانو ته د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره یې واضح شرطونه ایښي.

د ټول ګډونه حکومت جوړول، د بشري او په ځانګړي ډول ښځینه حقونو تامینول، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د نه فعالیت تضمینول او  یو شمېر نور له طالبانو څخه د نړیوالو غوښتنې دي، خو طالب مشران په پرله پسې ډول ادعا کوي چې رژیم یې ټول شموله، د ټولو افغانانو حقونه تامین او افغان خاوره د هیچا خلاف نه کارول کیږي.

5 COMMENTS

  1. سمه ده تاسی هم ځان د نور اسلامی هیوادنو په څیره جوړ کړی چی هفوی ته دلیل جوړ شی چی تاسی په رسمیت و پیژنی

  2. اول تاسو داسلامی هیوادو نو په لار ولاړشی بیا بین المللی قانون ومنی ټول هیوادونه مو په رسمیت پیږنی تاسو د ای اس ای غلامی منلی او د دنیا ټول مسلمانان تاسوته کافر معلومیژی صرف ای اس ای ستاسو هر څه دی نو په دی اساس له نړی کومه تمه مه لری

  3. ګرانه ملا خيرالله خيرخواه،
    اګر چې ما هم ستا په شان په افغانستان کې له انقلاب مخکې نجم المدارس مدرسه لوستې. بيا مې په اتيايمه لسيزه کې په پاکستان کې لوستې او اوس دلته په بهرنۍ نړۍ کې هم مدرسه لولم چې د مدرسې زده کړې مې لا خلاصې نه دي.
    حامد مير چې په ۱۹۹۵ ز کې له بې نظيرې سره د ملګرو ملتونو د پنځوسمې لسيزې نمانځنې غونډې ته تللی وو او هلته روبين رافيل له بط نظيرې سره کتلي وو او هغه ورته ويلي چې تاسې ولې د طالبانو ملامتړ نه کوئ. تاسې بايد د طالبانو ملاتړ له همدې ځايه اعلان کړئ چې بيا دا اوږده کيسه ده، خو د کيسې يوه برخه يې داسې وايي چې :
    She asked her dear minister Naseerullah Baber by the way in those days Shabqadar Musa was also part of the people party. But he was not in that play. So, when the interim minister asked to grief/breve me. Why Taliban are good for Pakistan?

    So, we reached to Pakistan and after two days another colleague of mine Nasrat Jawid so in the interim minister organised a BP for me and Nasrat Jawid and they explained that “we are using Taliban as the pipeline police.” We want a gas pipeline from Uzbekistan to Pakistan and there is nobody who can protect the gas pipeline. Because the government in Kabul the Northern Alline supported by the Indian and the Iranian and they may destroy the gas pipeline. So, it will come to/through in area where the Afghan Taliban can protect the gas pipeline so “that why we are promoting this militia that they will help for our economic interests.” So, then I said “OK”. “I would like to meet you now.”

    نصرالله بابر او امثالهم خو تاسې ته د ګاز نيلليکې د پوليسو په سترګه ګوري، نو تاسې د پاکستان اقتصادي پروژه او د هغې اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو لپاره ولې دا شل کاله د مذهب نوم جګړه وکړه؟ نړۍ خو تاسې پېژني او د حامد مير مرکه له هغوی سره شته او پاکستان افغانستان ته د خپلې يو مقبوضې سيمې په سترګه ګوري او داسې ګڼي چې افغانستان زموږ يوه فتحه شوې سيمه ده، نو نړۍ مو ولې په رسميت وپېژني؟ تاسې بايد اوس له ځانه وپوښتئ چې تاسې په رښتيا د مذهب د بريا لپاره جګړه کړې او که د بل څه لپاره؟
    د حامد مير مرکه دا ده چې دلته يې اورېدلی شئ.

    https://www.youtube.com/watch?v=tMn6otJ0VP4&t=189s
    نو لنډه دا چې فلا تلوموننا ولا تلومونهم بل لوموا انفسکم.

  4. 🇦🇫 ای کاش چی په تاسو کی داسی پوهه راشی چی د اکوړه خټک د خنځیرو ملایانو له خوا ستاسو خچن شوی مازغه وینځل شی او دغفلت له خوبه راویښ شی چی ځان پخپلې هینداره کی ووینی نو بیا تاسو ګورې چی ستاسو د بربادې اور ته تاسو پخپله تیل شیندي .

  5. دا ستونزې خو تاسو په خپله زېږولي دي . تاسو د خپلو افغانانو او هېوادوالو غوښتنې ، مشورې نه اورئ . د پنجاب ملایان او مشران تاسو ته غلطې مشورې درکوي.
    د خپلو خویندو ، لوڼو ، ښځینه هېوادوالو په حقوقو مو پښې ایښې دي. د علم او کار دروازې مو د هغوی او نژدې ټولو افغانانو پرمخ تړلي دي .
    د تاسو شعار که ملا او چړي او د عثمانیه او حقانیه مدرسې شاګرد وي ، ژېړې بوشکې یې چوولي وي ، هغه د مقرر شي ( د ملا نډیم نقل قول ) .
    که یو بل افغان د لیسانس ، ماستري او دوکتورا دیپلوم په لاس کې وي ، د هغوی پرمخ د ټول افغانستان د ادارو دروازې تړلي دي .
    دا ټول د بشریت ضد اعمال دي او تاسو د بشری حقوقو تر پښولاندې کوونکي او ناقضین یاستئ . بنا څوک دا جرئت نه کوي چې د بشري ټولنې ضد عاملین په رسمیت وپېژني .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب