شنبه, مې 18, 2024
Home+فنلنډ ډیجټل پاسپورټونه پیل کړل

فنلنډ ډیجټل پاسپورټونه پیل کړل

تاند- په نړۍ کې په لومړي وار په فنلنډ کې له ډیجټل پاسپورت څخه کار واخیستل شو.

د دغه هیواد د پولو د کنټرول اداره وايي چې دا ډول پاسپورټونه د فزیکي یا کاغذي پاسپورټونو په شان باوري دي.

د یورو نیوز د راپور له مخې، له دې ایسته فنلنډیان په خپل ډیجټل پاسپورټ بریتانیا ته تګ راتګ کولی شی.

دوی یوازې په خپلو موبایل ټېلفونونو کې ډیچټل آی ډي یا د هویت کارت ښيي چې هلته یې د عادي کاغذي پاسپورټ په شان نوم، تخلص او د پېژندنې نور موارد ثبت دي.

هغه فنلنډیان چې ډیجټل پاسپورت لري، نور مکلف نه دي چې په اوږدو کتارونو کې د پاسپورټ ښودلو لپاره ودریږي، یوازې د خپل مویابل له لارې ډیجټل پاسپورټ د کمپیوټر سکرین ته ښيي او تیریږي.

د فنلنډ د پولو د کنټرول اداره وايي، دا لومړی ځل دی چې دوی ډیجټلي پاسپورټونه مني. په نړۍ کې هم دا لومړی وار دی چې په یوه هیواد کې ډیجتلي پاسپورټ منل کېږي.

تر دې وړاندې له ډیرو کلونو راهیسي په اکثرو هیوادونو کې د الوتکو، بسونو او ریلګاډو او همداراز د سینما او تیاتر دیجټلي ټکټونه رواج شوي خو د پاسپورټ پر ځای تراوسه نه و کارول شوی.

تمه ده چې ژر د اروپا نور هیوادونه هم د فنلنډ په پل – پل کښېږدي.

د فنلنډ پولیسو ډیجټلي پاسپورټونو ته د اجازې ورکولو لپاره د خپل هیواد د پولو د کنټرول د ادارې له چارواکو، د فنلنډ له هوايي شرکت او همداراز بریتانیا سره مخکې تر مخکې خبرې کړې وې او د اګست په ۲۸ مه په لومړي وار ډیجټل پاسپورټ لرونکو فنلنډیانو لندن، ادنبرا او مانچستر ته د فاین ایر هوايي شرکت په الوتکه کې سفر وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب