یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د دال خوړل افراطي سوي دي | محمدمعصوم هوتک

د دال خوړل افراطي سوي دي | محمدمعصوم هوتک

له دال څخه زما مراد هغه خواړه نه دي چي د هند ــ پاکستان په خاوره کي ئې خوړل ډېر عام دي او پښتانه ئې هم کله کله د کتغ په توگه له ماشو (میو) او عدس څخه پخوي. کندهاریان ئې “پاتی” بولي خو له ځینو پښتنو څخه مي د “پیاتي” په بڼه هم اورېدلی دئ. د “پاتي” یا “پیاتي” خوړلو اصطلاح اوس زیاتره پښتانه هغه چاته د پېغور په شکل کاروي چي د هیوادپه وړاندي ئې د پنجاب غوره سوې لاره نیولې وي. په عام اولس کي د”پاتي” یا “پیاتي” د خوړلو پلویان او مخالفین دواړه سته. دا چي وایي “د مېلمه جواب پاتی دئ”، گویا مېلمه ته پاتی پخول د جوابولو معنا لري. مېلمه ته خو په لومړیو شپو کي وریجي غوښي پخېږي. ورو ورو وریجي غوښي په سپوره ښوروا الیشي سي او کله چي ئې پاتی ورته پوخ کړ، گویا د حال په ژبه ئې ورته وویل چي:” کاکاجانه! ته به هم خپل کور و ځای لرې، دلته دي شپې تر اندازې زیاتي سوې”.

د دې اصطلاح په وړاندي بیا د پاتي پلویان وایي:” پاتی، د نس پتری، چي ئې نه خوري هغه سپی”. زما مقصدپه دې لیکنه کي دغه خواړه نه دي چي هم څوک په ښکنځل کېدلای سي او هم مېلمه په جوابېدلای سي. زما مقصد هغه فونیم دئ چي په عربي الفبې کي اتم توری، په پارسي کي لسم توری او په پښتو الفبې کي دیارلسم توری دئ او گرافیم ئې (د) دئ. د کلماتوپه سر، منځ اوپای کي راتلای سي. مثالونه ئې دوه، دروند، وردگ او نور دي.

په پښتو گرامر کي یوه ډول ترکیبونه سته چي اولنیو گرامر پوهانو اضافي ترکیبونه بلل او دا داسي ترکیبونه ول چي په هغوکي د یوه نوم (اسم) نسبت بل نوم یا ضمیرته سوی وي. لکه د توریالي قلم، د بریالي کور، د زمریالي لیکنه، د کندهار انار، د کابل توت، د ننگرهار نارنج، د پکتیا څېړۍ… او نور. په دغو مثالو کي راغلو دالونو ته د اضافت دال وایي. د اضافت دال که له دغو ترکیبو څخه وایستل سي، ترکیب سمه معنا نه ورکوي. توریالي قلم، بریالي کور، زمریالي لیکنه، (کندهار انار)، کابل توت، ننگرهار نارنج، پکتیا څېړۍ له دالونو پرته نیمگړي ترکیبونه باید وبلل سي. کله کله د دالونو بېځایه کارول هم تر سترگو کېږي. د ننگرهار پوهنتون که د یوه مستقل نامه په توگه مطلب وي، نو د دال اړتیا ورته نسته او ننگرهار پوهنتون باید ولیکل سي. خو که مراد ئې د ننگرهار پوهنتون محصلین وي، نو بیا د دال راوړل حتمي دي. ایسته کول (خوړل) ئې ترکیب ته تاوان پېښوي. د ډېرو دالونو راوړل هم لازم نه دي او د سپماله قانون څخه په استفادې سره ئې باید په شمېر کي کمی راسي. د مثال په توگه “د کابل د پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي محصلین” کي د دالونو په کارولو کي بې ضرورته زیاتوالی راغلی دئ او “د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصلین” ئې سمه بڼه کېدلای سي. دا هغه لارښووني دي چي موږ ته د ژبيپوهانو له خوا را ښوول سوي دي. خو اوس د دغو لارښوونو په پلمه د دالونو په خوړلو (لږولو) یا (ایسته کولو) کي خبره ورانه سوې ده. د مثال په توگه په یوه ویبپاڼه کي “د داعش په اړه ۲۶ خبري چې اوباما ئې پټوي” تر سرلیک لاندي لیکنه داسي پیل سوې ده:” متحده ایالاتو په مشرۍ د داعش پر ضد جگړه یو لوی درواغ دي….” دلته تر” متحده ایالاتو” دمخه یو دال خوړل سوی دئ چي دا کار له  گرامره سرغړونه ده. بل سرلیک داسي دئ:

” افغانستان ته روسیې پښه را اوږدېږي” دلته بیا تر روسیې دمخه یو دال خوړل سوی دئ چي له گرامره سرغړونه ده. په بل ځای کي راغلي دي:

” د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ خبري سږ کال جون کې پاکستان کې ترسره شوې، ….” دلته تر”سږکال” دمخه یو دال خوړل سوی دئ او تر “جون” او “پاکستان” دمخه “په” خوړل سوی دئ چي له جملې خو مطلب اخیستل کېږي مگر له گرامره څرگنده سرغړونه ده. “خبري ترسره کېدل” خو په هیڅ ډول پښتو کي نه ویل کېږي. “خبري کېږي” ئې سمه کارونه ده. د جملې سمه بڼه ئې باید داسي وای: ” د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ خبري د سږکال په جون کي په پاکستان کي وشوې”.

د”په” خوړل (حذفول) خو اوس د بي بي سي په خپرونو کي اپېډیمي سوې ده.

زما هیله دا ده چي د دال په خوړلو (ایسته کولو) کي له لږ څه احتیاطه کار واخلو.

آټاوا ــ کاناډا

۵ جون ۲۰۲۳ع

(دا لیکنه ما څه موده پخوا ترتیب کړې وه او مثالونه ئې د هماغه وخت له خپرو سوو مطالبو څخه راخیستل سوي دي. م . هـ)

5 COMMENTS

  1. د ګران استاد د پورته خوندوری او مهمی لیکنی څخه په مننی سره، رشتیا هم په جمله کی د ” دال ” توری ته نه پاملرنه د لیکنی پر پزه د ” کال دانه ” زیږوی او ښکلا او حتی مفهوم ته ئی زیان رسوی.
    د موضوع په هکله یوه خوږه کیسه را یاده سوه:
    د کندهار د ښار په هرات بازار کی د ” راز محمد او نظر محمد ” پنوم د مربا او اچار پلورلو یوه مغازه وه ( چی د محترم استاد او نورو کنداریانو به هم حتماً په یاد وی ) .
    زموږ یو دوست د نظر محمد خان له خولی کیسه کوله:
    د مغازی مخته مو دوه ایرانیان تیریدل او سترګی ئی د مغازی پر لوحه ولګیدلی کومه چی پر لیکل سوی وه
    ( د راز محمد او……… ).
    یوه ایرانی ها بل ته وویل چی ما تر اوسه د 《 دراز محمد نوم نه ؤ اوریدلی 》.
    د ” دال ” او ” راز محمد ” تر منځ فاصلی ته ئی پام نه ؤ او ګومان ئی کاوه چی دراز محمد لیکل سویدی او مستقیماً ئی دراز پخپل مغز کی په ” اوږد ” ترجمه کړ.
    محترم استاد دی را ته ژوندی او بریالی وی.

  2. سلام
    غلام حضرت قدرمن دراز محمد مثال هم ژور اړخ لری خوپه ډیره ابتدایی کچه زه هم دغه تبصره له لوستونکو سره شریکه کوم چې نیوکه نه ده
    دال دخوراک او دود پر مانا ټیک ده دداکترساپی محترم شکڼه هم سمه ده ولې «د» دکرامر په لحاظ possive فورم یاملکیت ښیی کله چې جمله پوښتنې ته اوړی. دفاعل کړنه او دحالت خبره ده دچا /دده/دهغه / دما اوتا cohessiveرامنخ ته کوی فلهذا اضافت نه دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب