جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهپه یونان کې په ناحقه بندي شوي افغان ته غرامت ورکړل شو

په یونان کې په ناحقه بندي شوي افغان ته غرامت ورکړل شو

یوه افغان کډوال ته، چې نژدې ۳ کاله ناحقه د انساني قاچاق په تور بندي و، زرګونه ډالره تاوان ورکړل شو.

۲۵ کلن عاکف رسولي په ۲۰۲۰ م کال یونان ته له رسیدو سره سم ونیول شو او په دې تورن شو چې له ترکیې څخه یې په یوه وړه بیړۍ کې غیرقانوني کډوال د یونان لیسبوس ټاپو ته بیولي دي.

د عاکف رسولي مدافع وکیل وايي چې محکمې منلې چې نوموړی یوه موده ناحق بندي شوی و.

څارنوالان وايي چې عاکف ته ۱۷ زره ډالره غرامت ورکړل شو.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۲ په دسمبر کې یو بل افغان پناه غوښتونکی ته، چې په ورته جرم په ۵۰ کاله بند محکوم شوی و، د لیسبوس استیناف محکمې برات ورکړی و.

رسولي له محکمې څخه تر وتلو وروسته وویل:«ما په محبس کې د هغه جرم په خاطر چې نه مې و کړی، زیات کړاو ولید. پیسې په هیڅ صورت هغه وخت بېرته راستنولی نه شی چې زما څخه یې اخیستی دی.»

د یونان د هغه قانون پر اساس چې په ۲۰۱۴ کې یې تصویب کړی، هر کډوال چې د پناه غوښتونکو بیړۍ د یونان خاورې ته وروړي، حتي که دا ثابته هم شي چې دا کار یې د پیسو لپاره نه دی کړی، لږترلږه په ۱۰ کاله بند محکومېدای شي.

رسولي یوازینی کس نه دی چې په دې جرم محکوم شوی دی. په یونان کې د کډوالو د قاچاق په تور زرګونو کسانو ته دوسیې جوړې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب