پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد بشري مرستو کمیدو ته د طالبانو غبرګون؛ افغانستان ته یې بې...

د بشري مرستو کمیدو ته د طالبانو غبرګون؛ افغانستان ته یې بې له دې هم ګټه نه ده رسولې

تاند: (سې شنبه، د وږي ۱۳ مه ) په داسې حال کې، چې ډېر افغانان د نړیوالو بشري مرستو کمیدو سخت اندېښمن کړي، د طالبانو رژیم د دغو مرستو کمیدو ته بې تفاوتي ښودلې ده.

د طالبانو د اقتصاد  وزارت ویاند عبدالرحمان حیبب رسنیو ته ویلي، چې دا مرستې دوی سره له همغږۍ پرته ترسره کیدې او د هېواد اقتصاد ته یې کومه ګټه نه وه رسولې.

د نوموړي دا خبرې په داسې وخت کې شوي، چې یو شمېر شنونکي او بېوزله افغانان طالبان د خلکو پر برخلیک په لوبو کولو تورنوي.

د دوی په باور، په تېرو دوو کلونو کې همدا نړیوالې بشري مرستې وې، چې د بشري ناورین د تر ټولو بدو پایلو په مهارولو کې یې مهم رول درلود.

د ملګروملتونو د بېلابېلو ادارو ارقام ښيي، چې تر نېمایي افغانان کافي خواړه نه لري او د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.

تازه، د خوړو نړیوال سازمان ویلي، چې د بودیجې د کمښت له امله یې په روانه میلادي میاشت کې له دوه میلیونه افغان بېوزلو سره د مرستولړۍ دریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...