Homeخبرونهیوسف نورستانی هېواد ته ستون شو

یوسف نورستانی هېواد ته ستون شو

تاند: (سې شنبه، د وږي ۱۳ مه )  د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رییس ډاکټر احمد یوسف نورستانی نن کابل ته ستون شو.

د طالبانو یو شمېر چارواکو په کابل هوایي ډګر کې د نوموړي هرکلی کړی.

ښاغلی نورستانی په پرځیدلي جمهوري نظام کې د اوبو لګولو وزیر، د هرات والي او د مشرانو جرګې سناتور پاتې شوی و.

هغه د ۲۰۱۴ د ناندریزو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس و .

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، نږدې ۶۰۰ مخکیني دولتي منسوبین بیرته هېواد ته ستانه شوي، خو ځینې یې بیرته هېواد پرېښودو ته هم اړ شوي.

د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونه، د طالبانو لخوا د واک انحصار، اقتصادي او بشري ناورین او د راتلونکي وضعیت ګونګ د طالبانو د ځينو غچ اخیستونکو اقداماتو ترڅنګ له هېواده د میلیونونه افغانانو د وتو لاملونه ګڼل کیږي.

3 COMMENTS

  1. نورسانی زښته ډیری پیسې ټولی کړی وی، اوس یی وخت دی چی افغانستان کی یی له سیندونو څخه د لویو او کوچنیو ویالو او کانالونو په جوړولو مصرف کړی لکه د ناکامورا په شان کوچنی کانالونه وکاږی، هم به یی افغانستان ته خیر ورسیږی هم به یی وجدان ارام شی هم به نورو مفسدینو ته نمونه شی . په دی توګه به دوی ټول تبرئه شی. جناب حمیدالله زړور صاحب ډیره ښه خبره کړی ده موږ یی تاییدوو.

  2. دا د غل بچی خدای خبر د څه دپاره تللی، دا مستعمل پرزې د چا په ګټه نه راځي. اوازه وه چې د د یوې ځوانې انجلۍ سره واده کړی او هغه افغانستان کې پاتې وه امکان لري د همدې لپاره تللی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...