Home+د هندي سپوږمکۍ لارښوده ساینسپوهه مړه شوه

د هندي سپوږمکۍ لارښوده ساینسپوهه مړه شوه

تاند- هغه هندۍ ساینسپوهه چې څه موده پخوا یې سپوږمۍ ته د چاندریان – ۳ ستوربیړۍ تر توغول کېدو مخکې معکوسې شمېرې ویلې وې، د یکشنبې په ورځ مړه شوه.

د هند ستوربیړۍ، چاندریان-۳، دیارلس ورځې پخوا د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې په کښېناستو بریالۍ شوه.

دا ستوربیړۍ د جولای په ۱۴ مه د هندۍ ساینسپوهې ولارماتي په قومانده فضا ته وتوغول شوه.

د انډیا ټودې ورځپاڼې د راپور له مخې، ولارماتي د زړه په سکته مړه شوه.

سپوږمۍ ته د ستوربیړۍ لېږلو هند د هغو څو ګوته په شمېر هیوادونو په ډله کې شامل کړ چې فضا ته سپوږمکۍ لیږي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي پر سپوږمۍ د چاندرایان ۳ تر کښېناستو څو شېبې وروسته دا د خپل هیواد لپاره تاریخي ورځ وبلله.

د هند ستوربیړۍ وروسته له دې بریالۍ شوه چې سپوږمۍ ته ورسیږي چې د روسیې ستوربیړۍ سپوږمۍ ته له رسیدو سره سم وچاودېده.

تر دې وړاندې شوروي اتحاد توانېدلی و چې سپوږمۍ ته ستوربیړۍ ولیږي.

هند څلورم هیواد دی چې سپوږمۍ ته په بري ستوربیړۍ لېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...