چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد هند د پنجاب پوهنتون په افغانستان کې له پاتې محصلانو څخه...

د هند د پنجاب پوهنتون په افغانستان کې له پاتې محصلانو څخه انلاین ازموینه اخلي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۳ مه) د هند د پنجاب پوهنتون پرېکړه کړې چې له هغو افغان محصلانو څخه، چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ وروسته په افغانستان کې بند پاتې دي، انلاین ازموینه واخلي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له یوې خوا د افغانستان او هند ترمنځ الوتنې ودرېدې، له بلې خوا هند پر افغانانو ویزې بندې کړې. له دې کبله ګڼ شمیر هغه افغان محصلان چې په هند کې یې زده کړې کولې او د دوبي د رخصتیو لپاره خپل هیواد ته تللي وو، په افغانستان کې بند پاتې شول. د دوی په منځ کې داسې محصلان هم شامل دي چې یوازې یې له پوهنتون څخه د فراغت وروستۍ ازموینه پاتې وه.

افغان محصلانو په تیرو دوو کلونو کې ډېرې هلې ځلې وکړې چې هند اجازه ورکړي چې دغه هیواد ته لاړ شي او زده کړې بشپړې کړي خو د دوی له بیا بیا غوښتنو سره سره هند مثبت ځواب ورنه کړ.

په عین حال کې هندي پوهنتونونو انلاین زده کړې او ازموینې، چې د کرونا په مهال یې پیل کړې وې، لغوه کړي او ویلي یې دي چې افغان محصلان باید پوهنتونونو ته حاضر شي.

 اوس د هند د پنجاب د چاندیګړ پوهنتون اعلان کړی چې د افغانانو ستونزو ته په کتو له هغو افغان محصلانو، چې د ویزې له کبله هند ته نه شي ورتللی انلاین ازموینه اخلي.

افغان محصلان هیله لري چې د هند د نورو پوهنتونونو چارواکي هم د افغانانو ستونزه په پام کې ونیسي او د پنجاب پوهنتون په شان له دوی څخه انلاین ازموینه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی