یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو په بغلان کې د خپل یوه مخالف وسله وال قوماندان وژنه...

طالبانو په بغلان کې د خپل یوه مخالف وسله وال قوماندان وژنه تایید کړه

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۳ مه) په بغلان ولایت کې طالب چارواکو د خپل یوه مخالف قوماندان له وژلو وروسته ویلي چې ژر به د دغه ولایت په اندراب ولسوالي کې تصفیوي عملیات پیل کړي.

په بغلان کې طالب چارواکو په یوه خبرپاڼه کې د وژل شوي مخالف قوماندان نوم قمرالدین بللی خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.

له بلې خوا د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوې وسله والې مخالفې ډلې ویلي چې د دوی قوماندان قمرالدین اندرابي د بغلان ولایت د بنو ولسوالۍ په خج دره کې د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

طالب چارواکي وايي چې ژر به په یاده سیمه کې عملیات پیل شي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم وسله والې ډلې په وروستیو ورځو کې د طالبانو پر ضد د حملو او هغو ته د مرګ ژوبلو اړولو پر له پسې ادعاوې کړي خو تراوسه پورې هیڅ خپلواکې سرچینې د دوی ادعاوې تایید کړي نه دي.

خو د قوماندان قمرالدین اندرابي وژل کېدا لږترلږه د دې جبهې حضور تاییدولی شي.

د سږ کال په لومړیو کې هم دې جبهې په سالنګونو کې د خپلو دوو قوماندانانو، اکمل امیر او بصیر اندرابي وژل کېدا تایید کړې وه.

اکمل امیر د ازادۍ جبهې تر ټولو مهم قوماندان بلل کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب