Homeکلتورسپین بولدک کې په لومړي ځل د دوو کتابونو مخکتنه وشوه

سپین بولدک کې په لومړي ځل د دوو کتابونو مخکتنه وشوه

تاند: (سې شنبه، د وږي ۱۳ مه )   د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په لومړي ځل د دوو کتابونو د مخکتنې غونډه جوړه شوې.

دا غونډه د تورپېکۍ ادبي بهیر له لوري جوړه شوې او ځایي لیکوالو پکې د حیات الله لاروي د ناول( مېږی څنګه فیلسوف شو؟) او د شرف الدین شاکر ( د سپین بولدک هنري څراغونه) په نوم د ادبي تذکرې ارزونه کړې ده.

 د راپور له مخې، په دغه غونډه کې د کندهار د یو شمېر لیکوالو ترڅنګ د سویلي پښتونخوا یو شمېر فرهنګیانو هم ګډون کړی و.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په ټوله کې فرهنګي هڅې کمرنګه شوي، خو په لرې پرتو سیمو کې، چې مخکې نا امنۍ ځپلې وې، د ورته فرهنګي هڅو زمینه برابره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد،...