چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونه۱۵ میلیونه افغان اړمن د مرستو درېدو خطر سره مخ دي

۱۵ میلیونه افغان اړمن د مرستو درېدو خطر سره مخ دي

تاند: (سې شنبه، د وږي ۱۳ مه )   د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې( اوچا) افغان اړمنو سره د مرستو کمیدو خبرداری ورکړی.

دغې ادارې ویلي، سږ کال د بودیجې کمښت له امله یو میلیون ښځو او اوه لکه ماشومانو ته مرستې ونه رسېدې.

د اوچا ادارې د معلوماتو له مخې، د بودیجې د نه تامین په صورت کې به لږ تر لږه پنځلس میلیونه افغانان په ګڼو برخو په تېره بیا څښاک د اوبو او د حفظ الصحې په برخه کې له ستونزو سره مخ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له سخت ژمي سره مخ دی او په دغه موسم کې د ممکنه مرستو د رسولو بهیر هم د لارو د خرابوالي  له امله ستونزو سره مخ کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې تېره اوونۍ وویل، چې په افغانستان کې د بېوزلو شمېر په زیاتیدو، خو د مرستې لپاره یې ځانګړې بودیجه په کمیدو ده.

د هغې د معلوماتو په اساس، له افغانستان سره د بشري مرستو یوه لویه برخه لویدیځ هېوادونه تامینوي او د دوی شرط دا دی، چې طالبان د ښځو د حقونو نقض پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي په دې اړه د افغانانو او نړیوالو غوښتنو ته نرمي نه ښيي او ځينې بېوزله خلک دوی ورسره په ظلم او بې تفاوتۍ تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب