زرکینې سترګې
د خوشحال خان لېسې په یولسم ټولګي کې وم چې یوه ورځ محمد اسماعیل هغه وخت بې تخلصه او زموږ د شاعرانه بهیر سر لاری و، دی یو کال له ما نه په ښوونځي کې وړاندې و، را ته یې وویل:
ـ وهلکه! که د ادبیاتو کورس لولې، نو په لیکوالو ټولنه کې پیل شوی دی.
ړوند له خدایه څه غوښتې؟ دوه سترګې
ـ ولې یې نه لولم؟!
دا وخت زموږ کور د چهلستون په اقا علي شمس کې اړولي وو، له هغه ځایه به لېسې ته چې په ګذرګاه کې وه، پر سایکل راتلم، ده را ته وویل:
ـ په سایکل دې ګوتې ووهه
دی که د لغمان و، نو ما هم لغمان خوړلی و، خیر په دا ورځ مې ځان پسې شا ته کېناوه، ما ویل که دروند وي، نو ګرانه ده چې زما او دده دا یارانه وشي، ځکه تر لیکوالو ټولنې ښایسته لاره وه او بل زه پلار ښار کې پر سایکل ګرځېدو ته نه پرېښودم، د هغه وېره هم وه. خیر، اسماعیل شاته کېناست، سره معلومېده نه چې پر شا ته کنجوغه هم څوک ناست دي او که نه؟ ده به خپله مطالعه کوله او ما به پایډل واهه، ور ته به مې ویل:
ـ داسې مه کوه چې زه پایډل وهم او ته غلی ناست یې او مطالعه کوې.
ما خو یې شونډې نشوای لیدای چې خندل یې که نه؟ خو له خبرو نه یې را جوتېده چې په سپېږمو کې خاندي، ځکه دده سپېږمې به سر وکال بندې وې، غاړه یې تازه کړه:
ـ ښه سمه ده
دی را ته ګویان و او ما پایډل واهه، درس ټول د لنډې کیسې په باب و، د لنډې کیسې نوم، جوړښت، د کیسه لیکوالو او د کیسو نومونه یې را ته واخستل، نور نو له ځانه سره سڼېده، یو څه خو به یې له ځانه سره پرېښوده هم، لاره یې هم راښوده، ویل یې:
ـ ځه ښه دی بلد مې کړې.
لیکوالو ټولنه د نوی ښار پارک هغې څنډې ته پرته وه چې په یوه لیکه پرتو رستورانتونه د وریجو بوی او د کبابونو لوګي پرې را خواره وو.
له کوم چا مې اورېدي وو چې د دری ژبې وتلی شاعر عشقري به د رستورانت خوا ته ناست و، خپله وچه ډوډۍ به یې د کباب لوګي ته خوړه. د لیکوالو نصیب بې له دې هم خوار وي، ځه ښه دی چې ددې وریجو او کبابونو لوګي خو ورخورېږي.
د ودانۍ مخې ته د کچه سړک په یوه څنډه کې کتابپلورځی هم و، د ودانۍ دروازې پاخه او کچه سړک دواړو ته ماتې وې.
موږ د پاخه سړک په وره ننوتو، د لیکوالو ودانۍ انګړ ډېر پراخه او له ګلابونو ډک و.
اسمعیل مخکې و او زه ورپسې. یوې ودانۍ ته ننوتو، د دهلېز کیڼ لاس ته پر یوې دروازې یې لیکلي وو: د کره کتنې برخې ریاست
اسمعیل همدا دروازه بې له ټک ټکه بېرته کړه، یو په ونه برابر ښکلی سړی چې مېز یې د وره دېواله ډډې ته پروت و، په لیک اخته و، قلم یې کېښود، له ځایه راپورته شو، سترګۍ یې هم لرې کړې، تتو شنو سترګو یې د مینې او اخلاص غېږه خلاص کړه، د ستړي مشي الفاظ یې ډېر خواږه او پاسته وو، خړچکې اوړنۍ دروېشي چې لستوڼی یې له مړوندونو پورته پراته وو، پر تن وه.
اسمعیل ور وړاندې شو:
ـ مونږ خو نن لږ وخته راغلو.
ـ ښه مو وکړل.
ما ته یې اشاره وکړه، اسمعیل یې وپوښت:
ـ اسمعیل جانه دا ځوان څوک دی؟ دا خو دې را و نه پېژانده.
له اسمعیل نه وار پار خطا شو:
ـ ښه ما ویل ګوندې دا دې لیدلی دی!؟
هغه ددې لپاره چې زه خفه نشم، سترګې یې زما په مخ کې ښخې کړې:
ـ لیدلی به مې وي، خو …
له خو سره ما ور ته وویل:
ـ ما و تا نه دي لیدلي.
هغه موسکی شو:
ـ دغسې زړور سړی مې خوښېږي.
ـ ښه چې خوښېږي دې، نو زه به خپله ځان در وپېژنم چې بیا را باندې د اسمعیل احسان نه وي.
اسمعیل موسکی شو ،
ـ ما خو داسې فکر کاوه چې دی به درسره بلد وي!
ـ زه اوس خپله ځان ورسره بلدوم:
ـ زما نوم لعل پاچا دی، خوشحال خان لېسه کې یم.
ده وپوښتلم:
ـ څووم ټولګي کې؟
ـ یولسم
ـ افرین افرین
افریني یې پرته له کوم ازمېښته راکړه
ـ د کوم ځای یې؟
ـ ننګرهار
ـ ننګرهار کې بیا..
ـ ننګرهار کې د هسکې مېنې
ـ شینواری یې؟!
ـ هو
ـ شینواري عزیزان خو ډېر میلمه پال او غیرتي خلک دي.
ـ څه ووایم؟!
سړی موسکی شو:
ـ ولې، نه دي څه؟
ـ چې ته وایې، بیا خو دي!
د سړي ژبه ډېره خوږه وه، اوس دا اسمعیل خوار شوی، دی هم نه راپېژني او زه څنګه ووایم چې محترمه تاسې څوک یاست؟! دا خو ډېره لویه بې ادبي ده!
د خدای کارونه ګوره! اسمعیل کتابچه پرانسته، په لومړي مخ یې لیکلي وو، (د لنډې کیسې پېژندنه) تردې نامه لاندې یې لیکلي وو: زرین انځور
له ځانه سره مې وویل:
دا زرین انځور نه دی، ځکه په وره یې کره کتنه لیکلې وه او زرین انځور خو د لنډې کیسې استاد دی!
ما همدا کرل او رېبل چې د اسمعیل یون خوله خدای پاک مهربانه کړه او ور ته یې وویل: انځور صاحب نن دې ازموینه ده.
له ازموینې سره مې سپینې وتښتېدې، وه! اسمعیله ظالمه! تا خو ویل چې درس دی او دلته دې د ازموینې خبره وکړه؟! خیر خدای به مې وار راولي.
دا نو ۱۳۶۶کال و.
ازمون صاحب! زنده باد!
خو اسمعیل یون دی؟ که بل څوک؟
مننه اسمعیل یون دی