چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد کانکور ازموینې د پایلو اعلان؛ له زده کړو د نجونو پر...

د کانکور ازموینې د پایلو اعلان؛ له زده کړو د نجونو پر محرومیت بیا نیوکې وشوې

تاند: (سې شنبه، د وږي ۱۳ مه )  د  طالبانو رژیم په داسې مهال د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې، چې په دې ازموینه کې د ښځینه وو د نه ګډون او په ټوله کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله توندې نیوکې شوي.

د ازموینو د ملي ادارې لپاره د طالبانو سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني ویلي، چې په سږني کانکور کې نږدې ۸۵ زرو کسانو ګډون کړی و.

د هغه په وینا، په دغه ازموینه کې څه باندې ۴۴ زره تنه دولتي پوهنتونونو، څه کم ۳ زره تنه د نېمه لوړو زده کړو موسسو او ۳۱ زره تنه نور د خصوصي زده کړو موسسو ته بریالي شوي.

د نوموړي په وینا، په کانکور ازموینه کې د ګډونوالو شمېر زیات شوی او نږدې ټول ګډونوال یې بریالي شوي او د پخوانیو ازموینو برعکس لږ خلک نتیجې شوي.

له دې سره، خلکو دغه ازموینه د نارینه وو ازموینه ګڼلې او ویلي، چې طالبانو خپلو ملایانو ته پکې امتیازي ګډون  او پایلې ورکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

دوی له دې امله په ملي او نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ دي.

2 COMMENTS

  1. دا يوه نګه له تعصب، کرکې ډک چلند دی او اوسنۍ حاکمه اداره له نجونو د زده کړې او د مېرمنو له کار سره سرسخت مخالف دي او توپيري چلند ورسره کوي.

  2. په ملایانو هلکتوب تېر شویدی او له هلکانو سره مینه دوی ته په میراث پاته ده
    چړیان او ټالبان هلکان خوښوي . د دوی مسلک توپچی دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب