Home+سپېس ایکس د امریکا د فضايي ځواک ۱۳ سپوږمکۍ مدار ته ولیږلې

سپېس ایکس د امریکا د فضايي ځواک ۱۳ سپوږمکۍ مدار ته ولیږلې

تاند- سپېس ایکس په یو وار د امریکا د فضايي ځواک یو شمېر پرمختللې پوځي سپوږمکي د مځکې مدار ته ورسولې.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، فالکن ۹ توغندي د امریکا د فضايي پراختیا ادارې ۱۳ سپوږمکۍ په کلیفورنیا کې د وندریرګ له فضايي مرکزه فضا ته ولېږلې.

د سپېس ایکس یوه انجینیر زاکاري لوپن په دې اړه وویل، دا په روان ۲۰۲۳ م کال کې د سپېس ایکس یو شپېتم ځل دی چې فضا ته سپوږمکۍ توغوي.

سپېس ایکس په لومړیو کې غوښتل چې دا ماموریت د اګست په ۳۱ مه اجرا کړي، د فالکن ۹ توغندي د لومړي بوسټر د یوه انجن د نیمګړتیا له کبله دا ماموریت د سپټمبر لومړۍ ته وخنډول شو خو د سپټمبر په دوهمه هم د توغندي تر لیږلو صرف ۱۲ دقیقې مخکې د تخنیکي ستونزې له امله ماموریت بیا وځنډول شو.

بالاخره د سپټمبر په درېیمه سپېس ایکس د امریکا د فضايي ادارې ۱۳ سپوږمکۍ د مځکې مدار ته ولیږلې.

سپېس ایکس د سږ کال په لومړیو کې د امریکا د فضايي ادارې ۱۰ سپوږمکۍ د فالکن ۹ توغندي په وسیله د مځکې مدار ته وړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...