شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهجرمني افغانانو ته اجازه ورکړه چې خپله دوهمه ښځه دغه هیواد ته...

جرمني افغانانو ته اجازه ورکړه چې خپله دوهمه ښځه دغه هیواد ته وغواړي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۱۳) د جرمني حکومت هغو افغانانو ته، چې په افغانستان کې یې د جرمني له پوځیانو سره همکاري کړې وه، اجازه ورکړه چې خپله دوهمه ښځه او ماشومان یې جرمني ته راولي.

د جرمني رسنۍ وايي چې دا اقدام د دغه هیواد د قوانینو خلاف دی او له همدې کبله د دغه هیواد حکومت له شاوخوا دوو کلونو وروسته دې پېچلې قانوني ستونزې ته یوه لار پیدا کړې ده.

په جرمني او نورو لوېدیځو هیوادونو کې څوک دوې ښځې نه شي لرلی.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته جرمني هغو ټولو افغانانو او د هغو د کورنیو نژدې غړیو ته د ویزې ورکړه پیل کړه چې په افغانستان کې یې د دوی له پوځیانو یا موسسو سره کار کړی و. خو په دې پرېکړه کې هغه افغانان له ستونزو سره مخامخ شول چې دوه ودونه یې کړي وو.

د جرمني د ویستفالینپوست ورځپاڼې د راپور له مخې، په وروستیو ورخو کې لږترلږه د دوو تنو دوهمو ښځو ته اجازه ورکړل شوې چې جرمني ته لاړ شي. ورځپاڼه وايي چې دا موضوع د (Hochsauerland) د سیمې د مهاجرت د ادارې چارواکو تایید کړې ده.

په یو مورد کې مېړه له یوې ښځې او درو اولادونو سره اوسي خو دوهمه ښځه یې له خپلو ۷ ماشومانو سره په یوه بل اپارتمان کې دېره ده.

همداراز ویل کېږي چې یو بل سړی له خپلو دوو ښځو او ۹ ماشومانو سره یوځای اوسي.

د جرمني په قوانینو کې د دوو ښځو لرل منع دي خو حقوقپوهانو ویلي چې که واده د بل هیواد د قوانینو پر اساس شوی وي، هغه مهال هغوی ته اجازه ورکول کېدای شی چې په جرمني کې واوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب