شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeسپورتهند نیپال ته ماتې ورکړه

هند نیپال ته ماتې ورکړه

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۲) د اسیايي جام د نن ورځې مسابقه د هند او نیپال ترمنځ وه چې هند په لوی توپیر وګټله.

پچه هند وګټله خو غوره یې وګڼله چې لومړی نیپال بیټنګ وکړي. نیپالي لوبغاړي مخکې تر دې چې ټول اورونه ولوبوي وسوځېدل او ټولټال یې ۲۳۰ منډې وکړې.

د هند د بیټنګ په مهال شدید ورښت پیل شو او له اوږدې وقفې وروسته لوبه درویشت اورونو ته ارټیټه شوه.

هندي لوبغاړو ټاکل شوی هدف، چې ۱۴۱ منډې وې، په داسې حال کې پوره کړ چې هیڅ لوبغاړی یې ونه سوځېد او ۱۷ توپونه لا ورته پاتې وو.

دې بري د هند د امتیازونو شمېر ۳ ته ورساوه، پاکستان هم درې امتیازه دی خو نیپال په دوو سیالیو کې هیڅ امتیاز نه دی ترلاسه کړی. د هند او پاکستان لوبډلې د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ووتل.

سبا به د افغانستان او سریلانکا لوبډلې د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغالي کې مخامخ شي.

که سریلانکا دا لوبه په ډیر توپیر ونه بایلي، بل پړاو ته وځي خو افغانستان بل پړاو ته د بري په صورت کې هم زیات چانس نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب