یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملا حنفي: په ۲۰ کلنه جګړه کې ښکېل هېوادونه دې د لویو...

ملا حنفي: په ۲۰ کلنه جګړه کې ښکېل هېوادونه دې د لویو اقتصادي پروژو خنډ نه ګرځي

تاند: (دوشنبه، د وږي ۱۲ مه )  د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي نن پرته له دې، چې کوم هېواد یا لویې اقتصادي پروژې ته مشخصه اشاره وکړي، له هغو هېوادونو چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ښکېل وو، غوښتي چې په دغه هېواد کې د لویو اقتصادي پروژو پر وړاندې خنډ نه شي.

نوموړي په یوه غونډه کې دغه راز ټینګار کړی، چې د دوی رژیم کې خصوصي حریم او د خلکو حقونه خوندي دي او په هېڅ صورت یې څوک د نقض حق نه لري.

ملا حنفي، چې له منځلارو طالب چارواکو ګڼل کیږي، له خپلو چارواکو غوښتي چې د پرځیدلي جمهوري نظام له منسوبینو سره د غچ اخیستنې فکر ونه لري او په دې اړه د خپل عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده د بښنې فرمان عملي کړي.

طالب چارواکو نه دي روښانه کړي، چې کوم هېواد، په څه ډول د کومې اقتصادي پروژې پر وړاندې خنډ شوی.

په وروستیو کې طالبان په پرله پسې ډول په هېواد دننه د قوشتیپې کانال د جوړولو او له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه د ټاپي او یو شمېر نورو لویو اقتصادي پروژو د پلي کولو خبر ورکوي.

2 COMMENTS

  1. باید خنډ وګرځي ځکه افغانستان د نړۍ برخه ده او تاسو یرغمل کړې. ولې څوک خپلې پیسې د یو بیسواده، نا اهله او بې تجربې په لاس ورکړي. نړۍ باید د هغه څه ملاتړ وکړي چې عامو افغانانو او دې خاورې ته یې ګټه ورسیږي نه چې یو څو د مدرسې نه راوتي او په غر کې لوی شوي جاهلو او پردیپالو ته یې ګټه ورسیږي. تاسو اوس هم خپلو اهلو افغانانو ته د خدمت موقع نه ورکوئ او مسلکي خلک مو د پاکستانه د ای اس ای په خوله راوستي او غواړئ چې دا هیواد په پاکستان لوټ کړئ بس دی چې دا پنځوس کاله یې وران کړ.

  2. د پنجابیو له خوا تربیه شوۍ خوګ حنفی ددرواغو ادعا د شلو کالونو جګړی کوی دا تربیه شوی خوګان دوه ځلی کابل ته د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس له خوا د پنجابی پاکستان په همکاری کابل ته راوستل شول او دوهم ځل ددوی راوستل ډیر بی شرمانه وو او دی تربیه شوو ته نورو تربیه شوو غلامانو په اتفاق سره کابل او نور ښارونه تسلیم کړل !!! غلیسه امریکا او شیطان انګلیس د تاسو چټلو خوګانو تر شا محکم ولاړ دی غلیسه امریکا تاسو ته مسلسل ملیاردونو ډالر درکوی او دا غلیسه امریکا په عینی وخت کښی د تاسو رسمیت پیژندلو او د تاسو کومکونو مقابل کښی مخالف ځان ښکاره کوی او غلیسه امریکا پدی پلیت عمل سره جهان ته ځان د افغان ملت او نجونو مکتبونو او پوهنتونونو تللو طرفدار ښکاره کوی اما دا غلیسه امریکا د پنجابی پاکستان او ددی پنجابیو له خوا د امریکا په ډالرو تربیه شوی غلامان کاملآ حمایه کوی !!!!
    تر څو چی ملی قیام ددی قاتلو غلامو خوګانو او په هدایت تښتیدلو چور کوونکیو قاتلو غلامانو پر ضد شروع نشی نو د افغان ملت بدبختی به همداسی پلانیزه جریان ولری او دا موجود دردناکه غم د خودخواه محمد داؤدخان کمونیستی کودتا راهیسی د افغان ملت په برخه دی ! دی ملی خائین او تام احمق افغانانو ته په افغانستان کښی دوزخی اور راوړۍ دی او ددی ملی خائین مدافعین یوازی خرڅ شوی کمونیستان دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب