یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستاني چارواکو بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر د موجودیت ادعا...

پاکستاني چارواکو بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر د موجودیت ادعا وکړه

تاند: (دوشنبه، د وږي ۱۲ مه )  په افغانستان کې د ترهګرۍ د خطر د موجودیت د ادعاوو په دوام، پاکستاني چارواکو په دې اړه بیا تازه څرګندونې کړي.

د دغه هېواد موقت صدراعظم انورالحق کاکړ ویلي، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پاکستان کې حالات د ښه کېدو پر ځای لا ترینګلي شوي دي.

هغه د دې ناامنۍ لامل په بېړه له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل او بېلابېلو ډلو ته له هغوی د پاتې شویو وسلو په لاس ورتلل بولي؛ هغه وسلې چې د پاکستان سرپرست صدراعظم یې د خپل هېواد په ګډون د سیمې هېوادونو ته لوی خطر بولي.

بلخوا: په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان ادعا کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د ترهګرۍ پېښو په پاکستان کې تر یو نیم زرو پورې کسان وژلي دي.

هغه د دغو پېښو علت په افغانستان کې د ترهګرۍ د خطر موجودیت ښودلی.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو  تر دې مخکې یې داسې ادعاوې بې بنسټه ګڼلي او ویلي، پاکستاني چارواکي دې د خپل هېواد امنیت خپله تامین او پر دوی بې ځایه تورونه نه لګوي.

د طالبانو دفاع او داخله وزیرانو بیا پاکستان ته په ضمني اشارې ویلي وو، چې یو شمېر هېوادونه پر دوی له تور لګولو سره غواړي طالب رژيم نړیوالو ته وعده ماتونکی وښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب