جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د طالبانو تر واکمني لاندې زموږ دوه کلن ژوند

د طالبانو تر واکمني لاندې زموږ دوه کلن ژوند

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

په لاندې ليکنه کې د ماضي په جرياناتو هيڅ نه ليکم بلکې له سقوط څخه وروسته د نوي حاکمیت د حکومتولي په مثبتو او منفي اړخونو باندې راڅرخيږم. د يادونې وړ ده چې زه په دغه ليکنه کې د طالبانو د فکري او نظرياتي اړخونو پلوي يا مخالفت هدف نه ګڼم، بلکې غواړم په هېواد او ولس باندې د هغوى د حاکميت مثبتو او منفي اغيزو باندې رڼا واچوم

د طالب حاکمیت مثبت اړخونه؛

1.  د نظم او امنیت تأمين؛

واک ته د طالبانو له لاسرسي وړاندې افغانستان له بهرنیو يرغلګرو سره او په  خپلمنځي جګړه ښکېل او په سياسي تاوتريخوالي کې لتاړ هېواد ګڼل کېده. طالبانو په چټکى سره وکولاى شول د هېواد په هره برخه کې امنيت د پخوا په پرتله ټينګ کړي، عامه نظم رامنځته کړي، د واک جزيرې له منځه يوسي، د جنګسالارانو، زورواکانو بدماشانو، اوباشانو او د خپل سرو وسلوالو د  غويمنډ مخه ونیسي او ولس ته د هغوى له شرارتونو څخه د نجات احساس ورکړي.

2.  د فساد مخنیوى؛

طالبانو په نسبي ډول د فساد د سرطاني ويروس د جرړو ختمولو په موخه چې وبائي شکل يې غوره کړى وو او د ټولنيز ژوند په هره برخه کې يې ريښې غځولې وې د ټول هېواد په کچه ځينې سخت  طرزالعملونه او جدي قوانين عملي کړل. طالبانو په خپل حکومت کې د شفافیت د رامنځته کولو او له فساد سره د مبارزې په موخه د رشوت او فساد په نورو ډولونو کې ککړ افراد که څه هم په نرمو سزاګانو باندې محکوم ګرزولي دي، خو بيا هم د فساد ګراف ښکته شوى دى.

3. په جنائي پيښو کې کموالى؛

زموږ د مشاهداتو او د رسنيزو راپورونه پربنسټ په افغانستان کې د طالبانو له تسلط وروسته د جرائمو په ګراف کې د پام وړ کمى راغلى دى. د طالبانو لخوا پلى شوي سخت اسلامي قوانين د ولسي سلامتيا په برخه او د جرائمو په کمښت کې اغيزمن رول لرى.

4-  د فرصتونو شتون؛ 

د طالبانو حکومت له استثنا پرته د افغانستان په هره سيمه او هر انچ خاوره باندي تسلط لري، پیاوړى او ټولواک مرکزي قيادت لري، د هر ډول بغاوت د ځپلو لپاره د چټک غبرګون پياوړى ځواک او وړتیا لري. لکه د پخواني حکومت په شان وېشلى او پاشلى نه دى.

البته د طالبانو همدغه ځانګړتياوې دا ايجابوي چې د مسلکي خلکو لخوا د ترتیب شوي او منل شوي اساسي قانون تسويد او د اړونده مراجعو لخوا تصويب شي، د ولسونو دمشارکت پربنسټ ولاړ، په نړیوالو معيارونو باندې د برابر نظام او له نړيوالې ټولنې سره د ستونځو د ژر تر ژره حل رامنځته کړاى شي، خو متأسفانه په څرګند ډول د پورته يادو شويو نيمګړتياو د سمون لپاره هيڅ ګامونه نه پورته کيږي.

د طالبانو د دوه کلنې دورې منفي اړخونه؛

1.  د حکومتولي نيمګړتياوې؛. 

طالبانو په تيرو دوو کلونو کې د کورنيو ستونځو د حل او نړيوالې ټولنې سره د حساسیتونو رقابتونو او نزاکتونو په پام کې نيولو سره د اړيکو د رغولو او دهېواد د اساسي اړتياو د پوره کولو په برخه کې د خورا مهمو او سترو فرصتونو له شتون سره سره ونشو کړاى دغه ترينګلي اړيکې ورغوي، اساسي قانون تصويب کړي، د واک انحصاري بڼه ختمه کړي، د اهليت لپاره منل معيارونه وټاکي، د پاکو مسلکي او متعهدو افغانانو سره د واک شريکولو له لارې د ټول ګډونه حکومت بنسټ کيږدي او بالاخره مشروعیت ترلاسه کړي.

2.  د بشري حقونو نقض؛ 

د انجونو په مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړل د ښځو په کار کولو، د سياسي ګوندونو او رسنيو په فعاليت باندي بنديز او د بيان د ازادي په تړاو محدوديتونو په کور د ننه او په نړيواله کچه د طالبانو د حکومت په وړاندې جدي ننګونې را وپارولې او مخالفتونو ته يې لاره پرانستله چې د طالبانو د حکومت په منزوي کيدو کې ستر رول لري.

3.  د سياسي مخالفت نه زغمل؛ 

طالبان د سياسي مخالفت په وړاندې د سخت چلن او د مخالفینو د  زغملو په برخه کې خورا تياره شاليد لري. په سياسي ګوندونه بنديز لګيدلى، ازاد رسنيز فعالیتونه وګواښل شول، بند شول او يا هم له هېواد څخه بهر ته لاړل او سياسي بهير د طالبانو په نظام کې سخت ټکان وخوړ، چې نتيجتا اوس موږ په افغانستان کې ازادې رسنۍ سياسي ګوندونه او سياسي ازادي نلرو.

4-  د ژمنو ماتول؛

طالب مشرانو د دوحې د مذاکراتو په مهال او په نورو نړيوالو غونډو کې په رسمي ډول د انجونو د زده کړو په وړاندې د خنډونو نه جوړولو او همدغه شان د ټول ګډونه اسلامي حکومت په جوړولو باندې په تکراري ډول ژمنې کړې دي، خو اوس په څرګند ډول له خپلو ژمنو څخه شاته شوي. دي. د طالبانو لخوا د خپلو د ژمنو ماتول نه يوازې هغوى د نړيوالې ټولنې باور له لاسه ورکړ بلکې په کور د ننه افغانان هم ورڅخه خوابدي دي او همدغه شان د اسلامي حکم له مخې په ژمنو باندې د عمل نه کولو له امله هم پړه ګڼل کېږي.

5- نامعلوم راتلونکى؛ 

دوه کاله تير شول خو طالبان نه يوازې د سرپرستانو ترعنوان لاندې حکومت کوي بلکې لاهم معلومه نه ده چې سرپرست حکومت به نور څومره وخت دوام ولري. اوس زموږ هېواد منل شوى او په معيارونو برابر اساسي قانون نه لري د نظام نوعيت او اړين جوړښتونه لاهم معلوم نه دي. له جنګي طالبانو پرته نور ملت په پريکړو او په حکومتولي کې له هر ډول مشارکت څخه بې برخې شوى دى.

6-  د قول او عمل ترمنځ توپير؛ 

طالبان د خبرو په مهال  وايي چې تګلارې يې متوازنې اقتصاد محوره دي او هغوى په دوه اړخیز تفاهم باور لري، خو شايد متوجه نه وي چې د حکومت د شديد انحصاري جوړښت او د انجونو په زده کړو باندي له بنديز څخه يې د تګلارو د توازن کچه له جدي پوښتنو لاندې راځي، اقتصاد محوره تګلارې يې له نړيوالو بنديزونو، د هيواد انزوائي حالت، د کادرونو او ځوانانو د هېواد پريښودو له ډله ايز بهير څخه په ښه توګه معلوميږي. زما سر په استخباراتي شاخصونو نه خلاصيږي او نه پوهيږم چې په همدغه ډګر کې څه جريان لري، خو په سياسي او حقوقي ډګرونو کې په يقين سره ويلاى شم چې په تېرو دوو کلونو کې په کور دننه او له نړيوالې ټولنې سره نه يوازې د تفاهم او تعامل بيلګي نه لرو، بلکې وضعیت ورځ تر بلې وخامت مومي او پيچلى کيږي.

7-   اقتصادي بحران؛
د طالبانو د مټکورو تګلارو له امله زموږ په هېواد باندې بنديزونه ولګيدل او د مطلقې انزوا په حالت کې قرار لري. دغو نيمګړتياو په افغانستان کې شديد اقتصادي بحران  رامنځته کړى دى، د بيکاري ګراف له پخوانیو اټکلونو او د تصور له کچې څخه هم لوړ دى، دولتي او خصوصي سکتور له ستونځو سره مخ دي او د ولسي ژوند د اړتیاو ګراف ورځ تر بلې پورته کيږي. له دوه کاله تيرېدو وروسته هم هيڅ بهرنى هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، اقتصادي او سياسي بنديزونه په ټولیزه توګه د طالبانو په پرتله ملت ته زيانونه اړوي.

طالبانو د نسبتاً ښه امنيت رامنځته کولو، د فساد او جرايمو ګراف د کمولو په برخه کې د ښې کارکردګي له وړاندي کولو ورهاخوا د جګړو په ډګر د کلک مقاومت او لوړې حوصلې له ښودلو سره سره متأسفانه په تيرو دوو کلونو کې له فرصتونو څخه ګټه پورته نکړاى شوه. د بشري حقونو د نقض له انجونو څخه د زده کړو د حق سلبولو، د اقتصادي رکود، انزوا او د ټول ګډونه حکومت جوړولو په هکله د خپلو ژمنو په عملي کولو او د مشروعیت په ترلاسه کولو کې په بشپړ ډول ناکام دي.

افغانان له جګړو څخه کرکه کوي او په مسلسل ډول د حکومتونو او نظامونو له نسکورېدو څخه ستړي شوي دي. طالبان په اوسنيو شرايطو کې بديل نه لري. نړيوال هم په ازمويل شويو جنګي ډلو او  د فساد په مخکښانو باور نه کوي. که اوس هم د  طالبانو په نظام کې له امتيازاتو څخه برخمن او په لوړو پوستونو  ناست مشران دَ مصلحتونو ترعنوان لاندې چوپتيا غوره کوي، د مشورو بهير نه پيلوي، يوازې نندارې کوي، غږ نه پورته کوي، د سمون او بدلون اړتيا نه احساسوي او خپله چوپتيا نه ماتوي، نو نه يوازې دغه رکود او بن بست به حتما ماتيږي افغانان او نړيواله ټولنه به د بديل په رامنځته کولو ته مجبور شي او پايلې به يې يقيناً هېواد ولس او طالب مشرتابه ته بوږنوونکې وي. که خبره د بديل تر موندلو رارسيږي نو اوسني محافظه کار حاکمان به نه يوازې داچې د تاريخ له سخت قضاوت سره به مخ شي بلکې د ولس په نزد به هم د موجوده او راتلونکو توپانونو د رامنځته کيدو عمده لامل ګڼل کېږي.

4 COMMENTS

  1. سلام
    له عباس ستانکزی حخه په مرکه کې پوښتننه وشوه چې ولی تاسې طالبانو ټول مهم مقامو نه انحصاری کړی حتی دشپږم اونهم فارغان مو دمعین په توګه مقرر کړی. دنوموړی ځواب داوه چې دغه ډول مقرری په ټولو هېوادونو لکه امریکا اور لوېدیځ هېوادونو حاکمه ډله خبل کسان مقرروی. عباس ستانکزی دبهرنیو چارو سیاسی معین دی چې ددغه مقام اهلیت اولیاقت هم لری خو دتحصیل او دتجربې پرمحور له ملا متقی او نورو معینانو سره مځکه او آسمان توپیرلری دا یو عینی حقیقت دی چې ټول ملت ورته ګوری. اوس دعدالت په چوکاټ کې کوم یو دغه انحصار ته جواز ورکوی امارت ، اسلامی او که دواړه؟
    راځم دستانکزی ځواب ته: امریکا ، لویدیځ کوز او برټول هېوادونه خو قانون ،پارلمان، بهرنی او کورنی سیاست لری. تاکنې اوانتخابات ښه یابد خو لری یی. په سیاسی ګوندنو کلک باور لری نوستانکز ی داسلامی امارت کومه برخه له نورو سره دادول مقایسه کوی چې په سیاسی علومو کې له موږ ورک دی. داخبره یو شمیر کوڅه ډبه میلمانه تکرا ری وایی باور وکړی نوم به یې نه اخلم امنیت ته امونیت وایی.
    اسلامی امارت هسې په ځان مین دی کوم کار یی دحکومتولی بڼه اوڅیره لری؟ کومه برخه کې کوتلی ګامونه اخیستل شوی له ملت سره به کومه زبه دڅه دول تعامل ژمنې ته چمتو دی. اسلامی اصول ، اهداف ، اوجهان بینی يوازې اسلامی او امارت کلیمه نه ده ته یو دانشمند،مجقق، په اسلا م پوه اومتدین عالم نوم واخله . کباړی[ هههه] ! هم دلته برګ اتڼ کې لګیا دی.
    کړکېچ کې درې لوری دخیل وه الف: دامریکا او ناتو مزدوران جمع دمتکور کاسه اولګن او ور سره مرداخور جهادی تش به نوم شخصیتونه او طلباء نو روسانه خبره ده چې سیمه یوازې یوې ډلې ته پاتې شوه نو نظم او امنیت نور ښکر نه لری. اصلی هدف تتته راشو هغه داچې درې برخې ولس له تباه کن حالت لوږه، غربت، قحطی او نور ………..
    بهرنی لاړل ووتل ولې موږ څه کوو؟ ولې دترکستان په لور روان یو، ولی د نیوکې پوهه او سواد نه لرو؟ ولی په سمو کسانو اعتماد او باور نه شو کولی. دامیلمانه خو هم دتکراری ګونګسیو ګوډی دی . ددې ټولو کړکیچونو اصلی عاملین موږ دقدرت تږی یو.

    • سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
      يقيناً همداسې ده. زه ستاسو له نظر سره موافق او د ليکنې په متن کې مې همدغه ټولو نپمکړتياوې بربنډې کړي دى.

  2. استاد غضنفر مور تریسا راپيژنی خو افغانستان له میندوتریسا وو دک دی څوک حال وایی اوڅوک یی نه ځکه :
    وخت بدل شو،معین بدل شو
    تاریخ بدل شو. وزیر بدل شو
    مطرب بدل شو. سروذ بدل سو
    مټکور بدل شو، تنویر بدل شو
    مدیر بدل شو ، تصمیم بدل شو
    ستا احساس او لیکنه متمرکزه ده ،خواخوږې او همغږی دی تل دملی او اسلامی فرهنګ پر محتوا ولاړه ده . ته باور وکړه ما د ماشوم احمد مسعود کلیپ په استریا کې ولید پکول یی وړاندې او وروسته تبل واهه په وار وار یی عدالت په کسر تلفظ کاوه چې تراوسه ما دهيڅ ژبې به قاموس کې لیدلی نه دی عیدالت یعنی څه؟
    دریم کلی کې ناست دی دبلاستیک مقاومت تکبیرونه وایی. دا دافغانستان زعامت، برخلیک ، سیاسی نړیوال موقف، ضرورت او موجودیت مسخره کول ، کته راوستل او بې اهمیته کول دی دستوانو امپراتورچې دروسانو اجنت وه اوس یې میراث خور بیداشو. شرم او حیا خو هم انسانی اخلاق دی!
    په هر حال ستا دې کور ودان وی موږ مشترک مثبت او دملت په ګټه ملی او اسلامی اهداف لرو اوبس.

    • نړۍ مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه!

      اصلا د تيرو پنځو لسيزو کږو وږو تګلارو، په پردي دسترخوان باندې راپورته شويو سياستوالو او په پرديو لمسونو دلته راوړل شويو سياستونو زموږ هېواد ويجاړ او ولس يې په ړوند تقليد عادت کړ. متأسفانه موږ که ځانونه ژوندى ملت ګڼو نو نوره د پنځه زره کلن تاريخ وياړونه ګټه نه لري. موږ مجبور يو خپل ويده شعور او ړوند تقليد دود بدل کړو او دغه کار اسانه هم او ارزانه هم نه ده. ستونځې ګالل غواړي او قرباني ورکولو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب