تاريخليكوال په ماضي غور كوي؛ خو الماني فيلسوف ماكس وبر پوښتنه كوي چې پر کوم بنسټ تاريخليكوال د اروپايي دولتونو ترمنځ جنگونه تاريخي پېښي ګڼي؛ خو د امريكا د سورپوستو قبايلو ترمنځ جنگونه يا د افريقا د تورپوستو قبايلو ترمنځ جنگونه بیا غيرتاريخي پېښې دي؟
پهدې ليدتوگه كې يوه ډېره مهمه بېلگه اروپامحور ليدتوگه ده او هغه د هیگل د تاريخ فلسفي درسونه دي. هیگل د تاريخلرونكیو ملتونو او د تاريخ نهلرونكیو ملتونو ترمنځ توپير كوي. دا دوه تعبيرونه هیگل را منځتهكړل او بيا وروسته فريد ريش انگلس هغه وكارول. هیگل تاريخ يو امر يا عيني وجود (ابژكتيو روح) بللو چې كومې پېښې تاريخي دي او كومې پېښې غيرتاريخي دي. هیگل پهدې عقيده و چې ځېنې ملتونه ځکه تاريخ نهلري چې له تاريخي خبرتيا نه بېبرخې دي. د تاريخ د مسير په اهميت نهپوهېږي او ځانته تاريخي موقعيت ته نه قايلېږي. په پايله كې د هغو د زمان په جريان كې د هغو ژوند كول (د هغو زماني واټن) د تاريخي او تكاملي سير كې د موجودیت په مانا نهده. يوازې هغه ملتونه ـ چې تاريخي شرط رعايتوي يانې تاريخي خبرتيا او سوبژكتيو روح ولري او حاكميتلرونكی دولت جوړ كړي ـ تاريخ لري . هغوی ماضي د اسنادو، مداركو او ليكنو په ډول لري او خپله د تاريخ د تكامل اجزا گڼل كېږي. “ ب.احمدي. رساله ى تاريخ ٢٤ مخ
همدارنگه دلته پورتنۍ طرحه پهخپل ځاى پرېږدو او د پښتون ولس پر برخليك خبرې كوو. پهدې ليكنه كې د ”پښتون ملت “ گړنه نه كاروو؛ كومه بله اصطلاح هم ورته ځكه نه را اخلو چې يو عام فرهنگي مفهوم ”پښتني ټولنه“ مفهوم شته او همدا به ځکه وکاروو چې اوسمهال پښتانه قومونه او قبايل، ولسونه په يو واحد جغرافيوي قلمرو كې نهدي مېشت. د دوی ژوند په يو پلرني قلمرو كې ډياسپورا ته ورته دى چې مخکینۍ فلسفي شننې سره مطابقت هم كوي .
انگرېزي استعمار چې كله د افغان – انگليس په لومړۍ جگړه كې ماتي وخوړه. ١٦ زره پوځيان يې د جگدلك په لار له لاسه وركړل او دلويس دوپرې د يوې مقالې په حواله وايي چې د انګرېز په دې تلفاتو کې دوه زر هندۍ او بنگالۍ بدلمنې هم له تلف شوې. دا پېښه استعمار ته د سختې عقدې او ژورې كينې سبب شوه. لومړى يې په ناروغ باركزي امير ”يعقوب خان “ د گندمك تړون لاس ليك كړ او بيا يې ييورنډ لاين فرضي كرښه تحميل كړه؛ خو وروسته یې بيا د فرضي كرښي هاخواته پښتون ولس په اوو گونو پوليټيكل ايجنسيو ، فاتا، او محكومو ښاري سيمو ووېشلو او قبايلي رياستونه يې وروسته تر خپلي قبضي لاندې راوستل. سره لهدې چې د استاد حسن كاكړ په نظر د ډيورنډ لاين په مسوده د وخت د امير كوم لاسليك نهشته او نه هم تاييد لري؛ خو له بلې خوا چې کله مساله عامه ذهنيت ته اوړي؛ نو بيا ټول پښتانه قبايل د خط په امتداد كې بغاوت او پاڅون كوي. د افغانستان حكومت هم د امانالله خان تر دورې پورې هېڅ بهرني خپلواكي نهلرله، بلكې يو ”بفر ستيت “ او بيا لاسپوڅی حكومت و. خو د مشروطه نهضت د تحرك او امانالله خان د درايت لهمخې افغانستان په ١٩١٩ كال بېرته خپلواكي واخېستله.
اوسمهال ”كه څه هم كره احصايوي شمېرې نهشته؛ خو اټكل كېږي چې په افغانستان او پاكستان كې د ۴۰ او ۵۰ ميليونو ترمنځ پښتانه ژوند كوي .اټكلېږي چې د افغانستان د نفوسو نيمه برخه پښتانه جوړوي چې شمېر يې (٢٥.٥) ميليونو ته رسېږي؛ خو پاكستان كې پښتانه لوى لږكي دي چې د٢٠١٠ كال د شمېرو لهمخې له ١٧٤ ميليونو نفوسو څخه ”١٥-٢٠“ سلنه پښتانه دي. پښتانه له اره د مركزي افغانستان د هندوكش د غرونو او هندو سيند ترمنځ اوسېدل، خو اوس پښتانه په خورا پراخو سيمو كې اوسيږي. په تېره يوه پېړۍ كې پښتانه د افغانستان په شمال كې د مركزي اسيا ترڅنگ پروت امو سيند پر غاړه مېشت شويدي. د پاكستان سويل كې بندر لرونكي ښار كراچۍ د عرب سمندر ترڅنگ پروت دى چې د سيمې د بل هر ښار په پرتله په کې ډېر پښتانه اوسېږي. دې ښار ته د پښتنو د ورتگ اساسي دليل اقتصادي كاروبار دى .د كراچۍ له شلو مليونو نفوسو نه څلور مليونه پښتانه دي. “ (ابوبكر صديق. ٢٠ مخ پښتانه د افغانستان او پاكستان د راتلونكي ناحل شوي مساله.)
بايد ووايم چې پورتنۍ تبصره زموږ د اساسي بحث لپاره د یو مدخل په ډول وړاندې شوه: اصلي خبره په بحرانونو كي ده. اوسمهال پښتني ټولنه په څو ټاپوگانو وېشل شوېده. په پښتونخوا كې د پاكستاني طالبانو تحريك يو وسلهوال حركت دى. پخواني ملي يا نشنليست گوندونه؛ لكه پښتونخوا عوامي نشنل پارټي او نشنل عوامي پارټي او نور… . همدارنگه د ځوان نسل استازی تحريك يا (پي ټي اېم) یو بل خورا ستر او بانفوذه حركت دى.
له بلېخوا په افغانستان كې يا د افغانستان لپاره تبليغېږي چې طالبان پښتون توكم پورې اړه لري. دا تبليغ له دوو خواوو كېږي.
يو په افغانستان كې د نورو ډلو يا اتنيك گروپونو د تعصبي عناصرو لهخوا كېږي چې له يوې خوا پښتانه وحشي، ترقيضد او فرهنگضد وښيي او لهدې لارې په نور اتنيك ډلو كې د پښتنو پر ضد كركه را وپاروي.
. له بلې خوا د طالبانو د بهرنيو مرستندویو او لمسوونكیو اصلي اجنډا همدا ده چې په افغانستان کې د پښتنو پر وړاندې د نورو قومونو ضد او نفرت راپيدا کړي او له هرې لارې دې اور ته د پکي وهلو اسبابو نه کار اخلي. دا پروپاگنده كېږي چې گويا اوسنۍ حاكمه ډله له یوه سره پښتانه دي. له بل پلوه په افغانستان كې له حاكم مذهبي او توتاليتار ځواك پرته عام ولس او پښتانه دي چې هغوی اوس يو خاموش اكثريت دي. دوی څه له ډار و ترهې غږ نهشي كولی او څه له ډار و ترهې په تېښته كې دي. په دا منځ کې یې بیا ځېنې داسې عناصر هم شته چې ارتودوكسه متعصب او د نورو اتننيك ډلو ضد او ملي ضد عناصر دى چې موجوده واكمنو ته بوڅ ـ بوڅ كېږي.
په هر صورت كه دا ټول ځواكونه وارزول شي؛ دې پايلې ته رسېږو چې پخوانيو ملي حركتونو خپل اصالت او د پښتنو د حقوقو رسالت له لاسه وركړی دى. ورځ په ورځ خپل نفوذ له لاسه وركوي. سره له دې چې دوى په مشهورو شخصيتونو د ازادۍ په قهرمانانو ـ چې اساطيري نقش يې لرلو ـ تكيه كوي؛ خو عملي يې وينو چې هماغو اساطيري شخصيتونه د خپل ماهيت او اصالت لهمخې هېڅكله په كورنيو پورې اړه نهلرله، بلكې زړونه يې په اكثريت پښتون ولس پورې تړلي وو. بايد وويل شي چې هغه اساطيري شخصيتونه د بېلگې په توگه ستر باچاخان پهدې پوهېدلو چې له هنده راجلا شوی پاكستان هېڅكله پښتنو ته صادقه نهو او نهدی. له بلېخوا د هغه مړینې پاتې نسلونو ته پيغام پرېښود چې پښتانه يو وجود او يو تن دى.
راځو اوسني جريان ته: په افغانستان كې د تېرو څو لسيزو راپهدېخوا پېښې د دې سبب شوېدي چې هاخواته پښتانه په افغانستان كې خپله تكيهگاه او ملاتړ له لاسه وركړي. د افغانستان د بېثباتۍ يو لامل دا هم و چې پښتانه تيت و پرك پاتې شي او د ملتجوړېدنې انگېزه يې وركه شي. مذهبي فرقې پهكې وده وكړي، افراطيت پهكې اوج ته ورسېږي او د وژنو او ترور لړۍ په کې ښه پرېمانه وي. د مجاهد او بيا طالب په نوم ډلو تشكيلېدل په واقعيت كې اسلامي انگېزه نهوه، بلكې يو سياسي هدف و او هغه هدف دا و چې څرنگه پښتني ټولنه په افتراق او وېشلي ډول وساتلی شي؟
اوس هغه مشهوري خبرې ته راځوا چې وايي : تاريخ هغه څه مطرحوي چې د حلولو وس يې ولري. د همدې اړتيا لهمخې د”پښتون ژغورنې غورځنگ“ وزېږېد. د دې زېږون اراده د تاريخ اراده ده، نه د اشخاصو غوښتنه. دا يو غبرگون دی. د پښتنو د ژوند او پاتې كېدو لپاره د قومي لاشعور په بستر راټوكېدلی يو ارمان دى. دا كومه نوې پېښه نهده، بلكې كله چې په ولسونو كې د هغو د بربادۍ توپان راپورته شي؛ ارو مرو د هغو له تېر تاريخه او ماضي كې موجود حركتونه بیاځلي راپيدا کېږي.
شك نهشته چې په برو پښتنو كې امپراتورۍ جوړې شوېدي، پادشاهیانې جوړې شوې دي؛ خو لهدې انكار نهشي كېداې چې ولسي غورځنگونه د كوزو پښتنو لهمنځه راپورته شوي. بايزيد روښان گورو، خوشالخان خټك گورو، بيا خدايي خدمتگار او سور پوشان او پاچاخان گورو، فقير ايپي ميرزاعليخان گورو چې د تاريخ په مقاطيعو كې يې غورځنگونه او جنبشونه رهبري كړيدي او د ظلم، استبداد او وحشت پر ضد راپورته شويدي.
كه تېرې ماضي ته گورو. دې ته ورته شرايطو كې بايزيد روښان پهداسې حالاتو كې سر راپورتهكړ چې مغلو د هند په پښتون مېشتو سیمو یرغل وكړ او پښتنو خپل بچيان پهخپله وژل چې د مغلو لاس ته ورنهشي. بايزيد روښان له هنده په هماغو حالاتو كې پښتونخوا ته راغی او لهدې ځايه يې د گورگاني امپراتوري ضد معتدله صوفيانه مبارزه پيل كړه.
د بايزيد روښان دا مکالمه ډېره مشهوره او مهمه ده چې په كابل كې يې د قاضيخان سره په يوه مناظره كې ویلې وه:
”قاضيخان ورته وايي، راشه او زموږ ملگری شه! لهدې جاهل قوم سره څه كوې؟
روښان ورته وايي، زه خداې پاك د همدې ”جاهل “قوم لارښوونې ته پيدا كړی يم.“
(كليمات دليكوال دي . دا مناظره متن په حالنامه كې شته )
د خداىى خدمتگارو غورځنگ په ډېر سولهييز ډول را منځته شو او د مهاتما بده په څير يې د خپل قوم د بيدارۍ لپاره د اسرافيل شپېلې وغږوله. په قوم كې يې د ازادۍ او خپلواكي لپاره ناره وكړه او په میليونونو انسانانو د جواهر لال نهرو په قول ـ چې په هند كشف كتاب كې يې اشاره كړې ـ له پاچا خان سره ودرېدل او سولهييزه مبارزه يې پيل كړه. نهرو وايي:
جواهر لال نهرو ـ چې د پښتون له کرکټر سره ښه اشنا دى ـ د پاچا خان کارنامه يوه معجزه بولي او په حاضره مقطع کې يا د هغه وخت د قبايلي جوړښت په اډانه کې پښتون گوري؛ خو دقت یې دا وي چې د پښتون ولس رواني او روحي ظرفيت ته د قومي تحتالشعور له زاویې ورگوري. هغه پهخپل اثر کې د منفي غبرگونونو په اړوند يادونې کړې دي او ویلي یې دي:
« په وروستيو وختونو کې په هند کې له هغو ټولو پېښو هېڅ بل شی دومره د حيرانتيا وړ نه وو چې عبدالغفارخان څنگه وکړاى شول د دې سيمې کمحوصله او جگړهمار خلک يې دې ته اړ کړل چې له سولهييزو روشونو نه پهخپلو سياسي فعاليتونو کې کار واخلي. پهداسې حال کې چې دا ډول مبارزه د رنځونو له زغملو او د زياتو کړاوونو له گاللو سره يوځاى وه. په واقعيت کې دغه کړاوونه وو چې ډېرې ترخې خاطرې يې پرېښودې. همدارنگه په خلکو کې په خپل نفس باندې لاسبري او انضباط د دې سيمې په خلکو کې پهدې اندازه وو چې پښتنو ان په يو قهراميزه اقدام سره د حکومت د قواوو پرضد له نورو مخالفانو سره شخړه ونهکړه. که ياد ته راوړو چې يو پښتون ته خپل ټوپک له ورور نه زيات گران وي، په اسانۍ په قهرېږي او تل يې داسې شهرت لرلو چې په ډېرې لږې هڅونې سره خپل دوښمن وژني؛ دغه انظباط او قيود ـ چې له دوی وليدل شول ـ له یوې معجزې سره شباهت لري.» (جواهر لال نهرو .كشف هند : ۶۳۶)
فقير ايپي ميرزاعليخان صوفي او عارف شخص و. كله چې د استعمار ضد د غزا او د هېواد د خپلواكي لپاره اړتيا شوه. هغه خپله لنگرخانه وتړله اوسرفروشه مريدانو يې مبارزې ته ودانگل؛ خو د پاكستان له جوړېدو نه پس او د خدایي خدمتگارو د غورځنگ نه پس يوه جدي تشه را منځته شوه. سولېدلو او كليشهيي گوندونه ـ چې د پښتنو د داعيې دعوهدار وو، ورو ـ ورو په استعماري اداره كې منحل شول. همدا شرايط و چې د پښتونژغورنې غورځنگ یې راوزېږولو.
د دې غورځنګ د لایحې لومړۍ او دویمه ماده پهدې ټینګار کوي چې دا غورځنګ نه سیاسي ګوند دی او نه د کوم سیاسي ګوند او جریان برخه ده؛ خو د هر ګوند او ټولنیزو، خیریهتنظیمونو افراد پهکې را ټولېدای شي.
دویمه ماده یې ولسواکۍ او پارلمان ته د درناوي ترڅنګ د تحریک پر قوميتوب او ناپارلمانيحیثیت ټینګار کوي.
پارلماني سیاست د پاکستان په څېر هېواد کې د لږهکیو لپاره پاموړ نتیجه نهلري؛ له همدې امله د غورځنګ قومي رنګ ساتل په قوم او ټولنه کې د هغه د بقا ضمانت کوي.
په همدې اساس:
* د منظور پښتین خولۍ د حقغوښتنې پر سېمبول بدلېږي. نجوني اوهلكان يې په يوشان پر سروي او پر دې سېمبول وياړي.
د تحریک له مرکزي کمېټې نه د پارلماني غړیو اېستل د دې ګوند د مشرتابه خورا ځیرکانه او سنجول شوې پرېکړه ده او د دوو مهمو پارلماني غړیو غبرګون یې هم خورا معقول او سنجیده دي.
دا تجربې د پښتونخوا د سیاسي تاریخ په مطالعه کې هم د درک او مشاهدې وړ دي.
ماركس د لوی بناپارت د اتلسم برومر اثر په لومړي مخ كې ليكي:
”انسانان خپل تاريخ جوړوي؛ خو داسې نه چې څنگه يې غواړي يا پهداسې شرايطو كې چې خپله يې غوره كړيدي؛ بلكې په وركړلشويو شرايطو كې ـ چې د تېر وخت ميراث دى او خپله انسانان د هغه له شرايطو سره په مستقيمه توگه ښكېل دي ـ د ټولو تېرو نسلونو د دودونو بار په ټول وزن او دروندوالي سره لكه ډاروونكی كابوس يا اژدها د ژونديو په مغزو درندېږي.“
يوه بله خبره هم را يادوو چې د ولس له جمعي ارادۍ سره تړاو لري:
”د ټولنيز ناخبريشعور له تعريف نه جوتېږي چې فرد او په واقعيت كې ټولنه په معمول ډول د ټولنيز ناخبري شعور له موجوده نفوذه د خپلو چلندونو او سلوكونو پر بنياد خبرتيا نهلري. د نړۍليد رېښې تر زياته اندازې د شخصي او جمعي ناخوداگاه نه خړوبېږي. پردې بنسټ ناخبريشعور د يوې ډلي يا د يو ملت او يا د يو نژاد د ميراثي بېلگو او يا ”زړبېلگو“ (اركيټايپونو) دنني موندنه او احساس هم دى چې پهخپله د حاكم ټولنيز حالت پر مهال د هغې ډلې يا ملت او يا نژاد محصول دی. د دې دوو سطوحو توپير ساده كار ځکه نهدى چې هر يو يې پر بل اغېز لري او د وخت په تېرېدو معاصره فرهنگي لايه يا پرده په موروثي جمعي ناخوداگاه بدلېږي.“٣٠ مخ ولوديمير والتر اوداينيك .يونگ وسياست .”انديشه ها سياسي واجتماعي كارل گوستاويونگ. ترجمه عليرضا طيب . نشر نې . ١٣٨٨چاپ دوم
اوس د همدې شننې پر بنیاد پي. ټي. ایم ته راځو:
په پښتنو كې هم د استبداد، مغلوالي، گرگينوالي، انگريزوالي او منطقهيي اسراييلوالي (پاكستانیتوب) پرضد عصيان او را پاڅېدنگ د يو فرد او يو كس كار نهدى؛ دا د پښتنو په قومي لاشعور كې ويده پرته ايديا ده چې ولسونو ته معرفت وركوي او د تاريخي جبر لهمخې يې راپاڅېدلو ته هڅوي. په اوسنيو شرايطو كې د ځوان نسل را ټولېدل د پي. ټي. ايم پر شاوخوا له هغه فكره عبارت دى چې ورځ تر بلې په ماديقوت بدلېږي. دا ماديقوت، به د تاريخي جبر يا ډيټرمينزم پر اساس خپل رسالت سر ته رسوي. ما د منظور پښتين څو بيانيې اورېدلي دي. ما ته يې روښان راياد كړ چې مخالفينو يې ډول ـ ډول تورونه پرې ولگول؛ خو د روښان پير په ټولو اثارو كې يوه بده خبره هم د اخوند دروېزه په تړاو نهشته؛ بلكې هغه پهخپل رسالت پسې تللی دی. ځېني په ناسمپوهاوي سره وايي چې د روښان مبارزه د هغه وخت د تحريك د ختمېدو سره پاى ته ورسېده او ناكامه شوه؛ خو زه وايم، د پښتو اداب او د پښتنو فرهنگ غوړېدا او د پښتو ژبه روښانيانو له دوزخه راوويسته او د جنت يا د خيرالبيان ژبه يې كړه. پاچاخان باندې كلونه ـ كلونه تورونه ولگول شول. ان تر دې چې هندو ورته وويل شول او لا ويل كېږي ؛ خو هېڅوك د پاچاخان په ويناوو كې يوه منفي او بده خبره ـ چې له اخلاقي موازينو سره په ټكر كې وي ـ د هغه د مخالفانو په تړاو څوك نهشي موندلی. منظور سره لهدې چې ډېر ځوان رهبر دى؛ خو ان له اوسه د هغه معنوي اثر پر ځوان نسل ډېر جوت دى. دا يواځینی جريان دى چې د پښتون ولس د تاريخي غوښتنو او هويت د بسيا كولو لپاره مبارزه كوي. دا د يو كاروان حيثيت لري. دا كاروان نه په افراطيت بندېدلي شي او نه د توپ او زندان په وسيله؛ بلكي منزل ته به رسېږي. مشهوره خبره ده وايي: ”كله چې مفكوره په خلكو كې نفوذ وكړي؛ په ماديقوت بدلېږي.“ دلته دغه مفكوره د قامولۍ او پښتونولي مفكوره ده او د پي. ټي. اېم دنده گرځېدلې ده.
پاى