یکشنبه, مې 12, 2024
Home+الزایمر (د عقل زوال) ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې

الزایمر (د عقل زوال) ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې

ژباړه: داکتر محمد نسیم همیم

نه یوازې دا چې لاتر اوسه د الزایمر (هېره) ناروغۍ د درملنې لپاره کوم جادویي درمل نه دي کشف شوي له بده مرغه له څیړنو ثابته شوې چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کومې بنسټېزې لارې چارې هم نه دي موندل شوي، خو له یوشمیر تجربو څخه معلومه شوې چې د لاندې ټکيو په پام کې نیول مو په ناروغۍ باندې د اخته کېدو خطر کمولی شي.

۱: د وینې نارمل فشار :

هڅه وکړئ چې د وینې لوړ فشار مو د سالم خوارک او ورزش په واسطه کنترول کړئ، که بیا مو هم د وینې فشار لوړ و د معالج ډاکتر په مشوره درمل واخلئ. د وینې فشار نارمل ساتل مو په الزایمر ناروغۍ باندی د اخته کیدو خطر را کموي.

۲: مناسب خوارک:

هڅه وکړئ چې په خوارک کې مو له ډېرو خوږو، غوړو او مالګې څخه ډډه وکړئ، او د دې ترڅنګ خپل ورځني خوارک کې مو توت، مڼه، اینځر  او د دې ترڅنګ تیره چاکلېټ، قهوه، کافین او دارچین ته هم ځای ورکړی.

۳: مناسب وزن:

په پاخه عمر کې مناسب وزن لرل کولای شي چې په الزایمر ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر مو راکم کړي

۴: جسمی ورزش کول:

هره ورځ نیم ساعت جسمي ورزش مو د الزایمر خطر کموي.

۵: ذهني ورزش:

هره ورځ مطالعه وکړئ، نوي شیان زده کړئ، د کتاب مطالعه کول مو په الزایمر باندې د اخته کیدو خطر راکموي.

۶: سګرت څکول پریږدئ:

سګرت څکول نه یوازې دا چې د سږو د سرطان سبب ګیږي ستاسو په مغز باندې هم ناوړه تاثیرات لرلای شي. د روغتیا نړیوال سازمان د موندنو پر بنسټ د الزایمر ناروغانو ۱۴ سلنه یې هغه دي چې ستګرټ یې څکول او یا د سګرټ له دود سره مخامخ ول.

۷: په کافي اندازه ویټامین B12, D, اوویتامین E  واخلئ:

پورته یاد شوي ویتامینونه د درک، حافظې او حواسو په کنترول کې مهمه ونډه لري.

۸: د وینې لوړ شکر:

د وینې لوړ شکر مو نه یوازې دا چې په مغز باندې بد تاثیر لري په الزایمر باندې د اخته کېدو خطر مو هم زیاتوي ، هڅه وکړئ چې ټولې هغه لارې چارې په کار واچوی چې له ستاسو سره د وینې د شکر په کنترول کې مرسته کوي.

1 COMMENT

  1. سلامونه ،
    تر کومه ځایه چې زه تجربه لرم، د زړو ښځو او سړیانو سره د نورو انسانانو خبرې کول او ټولنیزې اړيکې ساتل یا ټینګول هم د هیرجنتوب ناروغۍ په مخنيوي کې د ملاحظې وړ رول لري. آن که ټیلفونی خبرې وي!!.
    مڼنه./ بروکسل د سپټمبر ۴مه=د صفر ۱۹=د سنبلې یا وږي ۱۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب