دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+متین یې مړ کړ | دوکتور لعل پاچا ازمون 

متین یې مړ کړ | دوکتور لعل پاچا ازمون 

د ملکنډ د سرتوتي وی، له ناچاپ یونلیکه

لکه د لرګي یو وړوکی صندوق په یوه تڼۍ پکې سره بښنه رڼا وموسېده، پر مخ یې یوه ګردۍ وړه او  ترڅنګ یې لویه توره دانه وه، په وړې دانې مې غوږ تاو کړ، د رڼا صندوق لکه مار وپرشېده، بیا مې دا غټه دانه له غوږه ونیوه، و مې زغلوله را ومې زغلوله، یو دم شرنګاری شو، ببۍ ( مور) ژر را پاڅېده:

ـ لکه چې دا دې هم له ادو باده وغورځوله، یو شی هم در ته نه ټینګېږي.

د ببۍ مخ شېبه په شېبه سورکېده او د سترګو په کونجونو کې یې برګ برګ راکتل:

ـ شیطان را ته وايي چې اوس دې دا مخ په څپېړو شین کړم.

بلا وه او برکت یې نه، ببۍ د شیطان و نه منل، له ځانه سره بنګېده:

ـ ښه که اوس دې پلار راشي او وګوري چې دا صندوق پرشېږي، څه به ور ته وایو. ستا له لاسه خو یو شی هم جوړ پاتې نشو.

زه ترې لږ وړاندې ولاړم،

ـ ببۍ!

ببۍ غوسې رااخستې وه:

ـ ببۍ دې په مرګ ستړې شې، ته لا ببۍ هم وی.

ببۍ په بسم الله د غټې دانی غوږ تاو کړ، دې سره یو دم کړنګ شو، ببۍ ټوپ کړه، له کړنګ سره دا غږ راووت:

اوس یې سین ته غورځوینه

جاړي (ژاړي) باجوړ جنکۍ متین یې مړ کړ

ببۍ ترهېدلې ولاړه وه، دې سندرې ته له خندا شنه شوه:

ـ متین دې خدای ورک کې(کړي)، ما نه خو یې کړنګاري زړه بوټ ویست.

سندرې د خیال په ټال وزنګوله، ور ته له خیاله کوږه وږه ولاړه وه، زنه یې د ښيي لاس په ګوتو کې ټینګه نیولې وه، ښه وو، زه ترې هېر شوم، سندره چې څنګه خلاصه شوه، نو د رباب نغمه شروع شوه، نغمې هم د ببۍ د زړه تارونه ترنګول، دې  پسې ټونګ ټونګ ټونګ شو، ورپسې دا غږ را ووت:

وخت د ماښام اوبه بجې

پام وکړئ ددې ساعت خبرونوته…

له دې اعلان سره مې کاکا (پلار) په وره را ننوت، له ببۍ نه وار پار خطا شو، پر ما یې سترګې را وایستې:

ـ ما در ته نه ویل چې دې سره کار مه لره.

کاکا سترګې ټېغې ټېغې را وایستې:

ـ هلکه بیا دې راډیو چالانه کړې، ته په خبره نه پوهېږې!

زه د وړې کوټې بر کونج ته ورسېدم، کاکا څپېړه را واچوله خو ښه وو، لاس یې را و نه رسېد. ما سره دېوال ته ونیو. ببۍ له کاکا نه زیاته په غوسه وه، د دې لپاره چې د کاکا له غوسې او څپېړې خلاص شم، چغې مې کړې او په سلګیو شوم، کاکا ویل:

ـ مه سونګږه، خوله چې اوس ده وینې او اوښکې ګډې وډې روانې کړم، ته لا سونګه ږې.

سونګاري او سلګیو د کاکا له څپېړو خلاص کړم.

کله چې لږ را بوتکی شوم، نو دغه سندره مې بیا د راډیو له لارې واورېده، د کاکا غوسه او د ببۍ تصویر را ته نېغ سترګو ته ودرېد، اوس مې کاکا راباندې غوسه نه کوي، اوس مې پوښتنو ته ځواب وايي، ور نه مې پوښتنه وکړه:

ـ کاکا!

ـ وایه

ـ دا متین څوک دی؟

ـ کوم متین؟

ـ دا نه دی چې په راډیو کې وئ

د کاکا سندره ښه زده وه، خو هسې زه یې ازمېیلم:

ـ دغه نه ده، اوس یې سین ته غورځوینه …

د کاکا برېت چې پر شونډو را خواره شوي وو، ورو یې په خیالولو ګوتو له شونډو پورته کړه.

ـ هر شي ته دې پام وي!

ـ دا سندره ډېره پخوانۍ ده.

خوله کې مې را جوړه کړه چې راځه هغه کیسه ور ته وکړه، بیا مې له ځانه سره وویل:

کاکا خو چې هر څومره ښاري شي، بیا هم د کلي رګ پکې دی، داسې نه چې په ببۍ اوس راباندې کړي چې تا لا هغه وخت سندرې ویلې، ببۍ هم له ورایه را ته اشاره وکړه چې خوله ونیسم، ترې تېر شوم.

کاکا پر مخ را خور تور کاکل څنډ واهه، ځان یې را ته کم نه راوست، ایله یې همدومره وویل چې:

ـ د باجوړ و.

ما بیا وپوښت:

ـ باجوړ څه شی دی.

هغه موسکی شو:

ـ باجوړ څه شی دی، نه. د ځای نوم دی!

ـ د کوم ځای

کاکا زنه پورته کړه:

ـ هغه ځای!

ـ هغه کوم ځای؟

دې سره د کاکا پر تندي لیکې جوړې شوې.

ما خوله ونیو، ځان سره مې وویل: هسې نه چې درنه څپېړه در واچوي، پوښتنه پاتې شوه، کله چې د خوشحال خان چرګۍ ( لېسه) ته راغلم، دا نو ۱۳۶۱لمریز کال و، کاکا هم په کور نه و، یو ښوونکی و، د هغه نوم باجوړی و، ما ترې یوه ورځ زړه نازړه پوښتنه وکړه چې استاده! باجوړ چېرته دی، هغه موسکی شو:

ـ مخامخ در ته ولاړ دی.

زه چرت کې شوم چې مخامخ خو را ته سړی ولاړ دی! دا سړی باجوړ دی؟ که څنګه؟!

کاکا خو د زنې په اشاره دومره پوه کړی وم چې باجوړ هغلته دی، هغلته خو یې ځای ښوده، نه سړی. بیا له ده سره هغه پېژني هم نه.

ښوونکي را کتل چې زه په چرت کې ډوب یم. بیا یې را ته وویل:

ـ وهلکه لعل پاچا باجوړ دې پیدا کړ؟!

اوس ور ته څه ووایم! هغه بیا وپوښتلم:

ـ څنګه چرت وهې تا ته ویمه، باجوړ دې پیدا کړ. د دې لپاره چې ځان ترې خلاص کړم، نو ور ته مې وویل:

ـ هو

د هغه شونډې موسکا وتخنولې:

 ـ چېرته دی؟

ما همده ته اشاره وکړه:

ـ دا ته یې کنه؟!

هغه په کړس کړس وخندل:

ـ زه څنګه یم؟

ـ خو تا ویل چې مخامخ در ته ولاړ دی!

ـ نو اوس به تا ته زه هره خبره کوم، ته یې منې؟!

ـ زه به یې خامخا منم ، ته مې ښوونکی یې.

هغه د زاړه پتلانه په جبونو کې لاسونه کېښودل، ما ویل ځه که خیر وي، سړی غوسه نه دی، په ټولګي کې تاو راتاو شو، بېرته راغی او زما سر ته ودرېد:

ـ هلکه! ته د کوم ځای یې؟

ـ صاحب! زه د ننګرهار

ـ پوهېږم د ننګرهار یې؟ خو ننګرهار کې د کوم ځای یې؟

دی څه پوهېده زه د ننګرهار یم؟!

ـ تا ته وایم، وهلکه! دا ټېغې ګډې وډې سترګې دې وخورې!

د ټېغې ګډې ودې سترګې کیسې ته یې بوتلم، ورپېدم. ده را ته ښکته پورته وکتل:

ـ مه پرېږه! څه خورم خو دې نه؟ پوښتنه مې در نه کوله

ما …ل …م ص … ا .. ح… ب

ـ دا رپېېږې ولې؟ وایه څه وایې؟

دې سره مې کنډ کنډ اوښکې پر مخ را ورغړېدې.

ـ څه خبره ده وهلکه! لکه د ښځو ژاړې!

زه سلګو نیولی وم، ټولګیوالو هم راپورې خندل، ښوونکي په هیبت ناک غږ :

ـ کېنه خدای دې خوار کړه، ښځه خو نه یې چې ژاړې!

زما سلګۍ نه درېدې، ګرېوان مې به اوښکو لوند کړ، ښوونکي بیا راغږ کړ:

ـ پاکه که (کړه) پوزه دې پاکه که! ته هم ځان ته هلک وای؟! مور به دې هم خوشحاله وي چې ما زوی راوړی دی! داسې ښکاري چې د جنۍ په وار شوی یې! نور و نه سونګېږې!

ما سر په مېز کېښود، ښوونکي را سره تر څنګ ناست ټولګیوال ته وویل:

ـ په دې هلک څه وشوو؟!

ـ نه پوهېږم صاحب؟!

ـ دا خو پخوا دومره بېغیرته نه و؟!

ـ هو صاحب!

ما د دوی خبرې اورېدې، په همدې اورېدو اورېدو کې سلګو د مور پر زنګانه وزنګولم چې را پاڅېدم، ټولګی تش تور و، هیڅوک نه وو چې زما د اوښکو کیسه یې اورېدی وای، درد مې پرزړه هماغسې بوغمه ولاړ و او خپله تنهايي مې ژړله…

د درد دغه کیسه مې ښي لاس ته نږدې د مخ له پرهر او د سترګې له کږوالي ښکاري، دا کیسه مې د ترکستان په میرو ورکه یونلیک کې لیکلې ده، بیا پرې ستاسې سترګې نه راډکوم. پرېږده چې اوس مې د درد دغه کیسه د زړه په پاڼو همداسې لیک وي، ګوندې بیا یو څوک را پیدا شي، د زړه تارونه مې وترنګوي او د درد ددغې شېبې جل وهلي تورې د خپلو لېمو په اوبو خړوب کړي.

باجوړ د درد هغې شېبې ته بوتلم، د متین د سندرې شور مې د زړه پردې غږولې چې ورپسې د بلې سندرې سندریز تار را وغځېد:

متین په تور کې کلابند دی  مړ به شینه

میاه ګله دا دې لا بله، متین به څوک وي؟ پلار خو مې له دې معلوماتو عاجز و، د ښوونکیو هم چندان خوند نه و. دې سندرې سره مې هم د زړه تار وتړل شو، کله ناکله به مې دا سندره هم له ځانه سره ویله، ببۍ به را ته غوږ نیولی و چې زوی یې هغه دی په مغزو کې ښه دی، بله سندره یې زده کړه.

ببۍ مې که د مولیانو له ځالې را الوتې وه، خو بابا مې پرې د تورو ټکو مزه نه وڅکلې، ګنې هغه خو د رود د زاړه کلي امام و. د هغه له خپلې خولې نه مې دا ترنم ډېر اورېده چې:

سبق د مدرسې وئ (وايي) لپاره یې د پیسې وئ

جنت کې بي (به یې) ځی (ځای) نه يي (وي)  دوزخ کې به غوټې وئ

اوس چې فکر کوم، د بابا زړه مې له دې سبقه موړ و، ګنې امامت پسې یې تر لواړګي او تیرا هم سر وتی و. تیاره یې نه خوښېده، دده پلار او زما غور بابا ملا دل شاه هم په خټه او سټه د شینوارو د صندوق سیمې خان او ملا و، سوداګري یې کوله، ادی را ته کیسه کوله چې غور بابا دې یو موټی سړی و، خو ډېر ایمانداره و، شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړې وه، سوداګري یې کوله، هلته غلو پازات ( په عذاب) کړی و، له صندوقه  د هسکې مېنې لکړۍ ته را کډه شوی و، دلته یې هم له غلو نه ښه ورځ و نه لیده، میرانو ته کډه په سر شو، میران ډېر ښه خلک وو، دده پیره یې کوله، له هغه ځایه بیا مزینې ته راکډه شو، هغه خپل زوی ( زما بابا) ته وصیت کړی و چې د مدرسې ششپولي او شانزدا پلي ته به نه کېنې، کار به کوې، که نور هېڅ نه وي، ځمکه مې در ته اخستې خوله تویه کړه، خو د بل درګا ته به لاس نه غځوې. د بابا مې په کار چندان خوند نه و، امامت یې کاوه، خو د کورو کلي کاسې ته په تمه نه کېناست، خپله یې ګټله او څټله.

ادې مې هم په پټي غره وه، مسته ګرځېده، د عمر تر پایه یې ما ته نکلونه کول، کیسې او متلونه یې را ته ویل، ټپې او سروکي یې را ته ویل، ډېر څه مې ترې لیکلې دي، ادې مې بیا د شپولې د ملایانو له کلي وه، لورانې یې هم ترې کمې نه وې. د دوی په غوږونو کې مترنم غږونه دېره وو، د پلار ونیکه له موسیقیته ډکو غږونو یې د زړه تارونه ترنګولي وو. د ژوند ښکلا یې د زړه په پردو کې ځاله کړې وه، نو ببۍ به مې کله ناکله ځان سره بنګېده، زما غږ به یې چې واورېد، نو هم به وغوړېده. له خندا به را ته شنه ولاړه وه، وا زما زوی څومره ښه غږ لري. څنګه ښې سندرې یې زده کړې دي، شابسې زویه!

د ببۍ دې شابسي ساه راکړه او اد ادب په وره یې ننه ایستم.

لسم ټولګي کې وم چې په هغو سندرو پسې یوه بله سندره د پېښور راډیو په څپو کې مې په مټې خوارۍ  واورېده:

لاړ شه باجوړ ته کمیس تور ما ته راوړئ   تازه تازه ګلونه درې څلور ما ته راوړه

ببۍ مې دا سندره واورېده، له خیاله کږه وږه شوه:

ـ تا دا سندره سمه وویلې! دلته یو پاړسیوان و، هغه غلطه ویلې وه.

ـ هغه څنګه ویلې وه، ما ته خو زده وه خو ببۍ مې معلوموله

ـ هغه داسې ویلې وه:

لاړ شه ننګرهار ته کمیس تور ما ته …

ننګرهار نه دی، ما مې له مور نه دا ستا همداسې اورېدې وه لکه دا اوس چې تا وویلې.

2 COMMENTS

  1. په همدغو اوتو بوتو یې لا بیا دکتورا هم اخستی، اخر د مطلب او محتوا ډک یو مضمون خو ولیکه چې څوک ترې څه کټه واخلی. ستا په لیکنه خو سر تر پایه څوک نه پوهیږی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب