Homeخبرونهد خبریالانو مرکز: طالبانو ۳ بندي خبریالان خوشې کړل

د خبریالانو مرکز: طالبانو ۳ بندي خبریالان خوشې کړل

تاند: (یکشنبه، د وږي ۱۱ مه )  پرطالبانو د افغان خبریالانو د پرله پسې نیونو له امله تر نیوکو وروسته، د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له زندانونو د ۳ خبریالانو د نیولو خبر ورکړی.

دغه مرکز پر خپلې اېکس شبکې لیکلي، چې په پکتیا کې د آریانانیوز خبریال حبیب الله سراب او په کونړ کې ازاد خبریال پرویز څرګند له درې اونیو وروسته او په اروزګان کې د ملي تلويزيون خبريال همدرد له لسو ورځو بند وروسته خوشې شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو خبریالانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او د یوه خبریال او یو بل رسنیز کارکوونکي چې لا هم د طالبانو له خوا بندیان دي، د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو د دغو خبریالانو د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې دوی تر ۶۵ پورې کسان د خبریالۍ د کارونو له امله نیولي دي.

طالبان د بیان ازادۍ پر پراخ نقض هم تورن دي، خو دوی خبریالان ګرموي او وایي د بیان ازادۍ ته د شریعت په چوکاټ کې درناوي ته قایل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...