یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د طالبانو د لوی درستیز غبرګون؛ د زور پر وړاندې...

پاکستان ته د طالبانو د لوی درستیز غبرګون؛ د زور پر وړاندې به مو زور وکاروو

تاند: (یکشنبه، د وږي ۱۱ مه )  د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په یوه مرکه کې د پاکستان د پوځي چارواکو هغه خبرداري ته غبرګون وښود، چې ویلي که د افغانستان له خاورې د دوی پر وړاندې خطرونه پای ته ونه رسیږي، د مخنیوي لپاره به یې له زوره کار واخلي.

نوموړي په دغه مرکه کې وویل، چې افغان خاوره د هېچا پر وړاندې خطر نه دی او په دې اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې بې اساسه دي.

د طالبانو لوی درستیز دا هم وویل، چې دوی تر ۱۸۰ زرو پورې د خپلې اردو شمېر رسولی او تر ۲۰۰ زرو تنو یې رسول غواړي.

مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم پاکستان ته په غبرګون کې ویلي وو، چې د ګواښونو پر ځای دې په خبرو ورسره خپلې اندېښنې حل کړي.

پاکستاني چارواکي بیا- بیا ادعا کوي چې د افغانستان په خاوره کې د دوی د حکومت مخالفې ډلې پناه ځایونه لري، خو د طالبانو چارواکي دا تورونه بې بنسټه بولي.

3 COMMENTS

  1. طالبان باید خپل افغانیت ثابت کړی او ملت ته ملت ته په اسلامی ماحول کښی دخپل ژوند حق ورکړی د علم دروازی دی د خپول خویندو او ورونو پرانیزی هغه څه چی قران او حدیث وای په هماغه اساس دی داسلامی چوکات داخل کښی د ښځو حقوق ورکړی او هغه کس چی په سوری کښې پټ ده خلکو ته دی ښکاره کړی چی واقعاً افغان ده بیا پاکستان دا خبره نشی کولی افغان ملت به په خالی لاس دې دال خورو ته ځواب ورکړی ولی افسوس چی طالب د ملت ملاتړ له لاسه ورکړی

    • 🇦🇫 په اوسنی طالبی نظام کی د ټغر لاندې پنجابی لاسونه په پوره بر لاسی سره هڅه لری چی د افغانانو په ګډ کور کی سیاسی پایښت رانشی او افغانان په خپو ونه دریږی , چټلیستان په دې ښه پوهیږی چی د انجونو د ښونځیو په پرانستلو سره اوسنی نظام په نړی والې ټولنې کی پیژندل کیږی او افغانان په خپو ؤدریږی نو کله چی په ځان بسیا افغانستان رامینځ ته شو نو د لوی افغانستان جوړښت حتمی کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب