شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+زړه که مازغه | ډاکټر محمدعيسي ستانکزی

زړه که مازغه | ډاکټر محمدعيسي ستانکزی

څه موده وړاندې له خپلې مېرمنې نتکۍ سره ناست وم. دې په ټويټر يا اوسني x کې يو سپېس اوريده. بحث په دې و چې مونږ فکر، مينه او بل هر کار په مازغو کوو خو ولې د زړه خبره کوو. لکه وايو زړه مې پر خوږ شو، په زړه کې مې راتېر شو، زړه مې پر ېربايلود …. ايا زړه يوازې يوه ټوټه غوښه ده که نه.

دغه بحث ما ته هم په زړه پورې و او له ځان سره مې وويل ممکن اوس هم وي داسې کسان چې فکر کوي هر څه په زړه کې پيښيږي او يا زمونږ شعور او روان زمونږ له مازغو بيل بل چېرته موقعيت لري.

 

د مازغو په هکله نن سبا پراخې څيړنې کيږي.

په ۱۸۶۲ ميلادي کال کې يوه آمريکايي (ايډوين سميت) د پاپيروس يو کاغذ وموند.له دې پنځوس کاله وروسته لرغونپوهانو دغه کاغذ و لوست او جوته شوه چې په پاپيروس د مازغو اناتومي تشريح شوې وه. له میلاده درې زره کاله مخکې مصریان په دې پوهيدل چې که د مازغو ښی لوری تاوان وویني د بدن کيڼ لوري ته تاوان رسيږي.

له میلاده کابو څلورسوه کاله مخکې ډيموکريتوس وويل چې مازغو مهم دي او د فکر کولو او لياقت مرکز دی. دی لومړنی کس و چې وېې ويل فکر په مازغو کې دی.

اوس چې پرمختللي وسايل رامنځته شوي دا خبره ټول مني او ثابته شوې خبره ده چې فکر.احساس،مينه، کرکه او منطق ټول په مازغو کې دي او له زړه سره هيڅ تړاو نه لري .زړه يوازې وينه پمپوي او بس خو ولې مونږ لا هم زړه يادوو.

هيپوکراتس يا سقراط چې د ډاکټر زوي و د ديموکريت څيړنې ته دوام ورکړ او  په عملي څيړنو سره غوښتل کيسه نوره هم وسپړي.

ويل کيږي د زړه خبره لومړی اپلانون مطرح کړه.

هغه له میلاده ۴۲۷کاله مخې وويل فکر په مازغو کې دی خو روح او روان درې برخې لري . عقل او منطق تر ټولو لوړ دي چې په مازغو کې دي چې ټول بدن کنټرولوي خو د روان او روح معنوي يا اخلاقي  برخه  په زړه کې موقعيت لري.

ارسطو چې مخکښ بيولوجيست و او يوازې په ژويو ېې څيړنې کړې وې وويل چې مازغه د احساس او حرکت په کنټرول کي هيڅ رول نه لري او دا د زړه دندې دي.

دا کارډيو سنتريک يا زړه محوره نظريه ده .هغه وويل چې  زړه د عاطفې، شوق او عقل اصلي مرکز دی.

ده ويل  مازغه له خاورې او اوبو جوړ دي چې د بدن د سړيدا دنده لري.

يونانيانو په ټول کې د زړه د مرکزيت نظريه ونه منله. خو په اروپا کې رنسانس په طب کې هم روښانتيا رامنځته کړه.

 

له رنسانس سره د مازغو دنده هم نوره روښانه شوه.

ليونارډو ډاوينچي په کابو درې سوه مړيو اتوپسي وکړه او تر یوزرو پنځه سوو زيات اناتوميک انځورونه ېې وکښل.

د رېنې دکارت د فلسفې له برکته رواني او جسمي ستونزې هم سره بيلې شوې.

له دې وروسته د روان او جسمي ناروغۍ سره جلا شوې او د رواني يا اروايي ناروغانو درملنه هم پيل شوه.

اوس د اعصابو علم پراخ دی او ډيرې برخې لري لکه عصبي اناتومي ، عصبي فزیولوژی ،عصبي کيميا، …

عصبي ساينس له ذهني سايکولوجۍ سره  يو ځاي  ذهني عصبي ساينس رامنځتهرشو. له ټولو پرمختګونو سره سره لا هم د مازغو په برخه کې ډيرې خبرې روښانه نه دي.

 

  نن سبا دا خبره بيخي روښانه شوي چې دا هر څه په مازغو کيږي.په ورستيو پنځوسو کلونو کې د نفروساينس يا د عصبي ساينس علم پوره وده وکړه.

اوس ټول په دې خبره يوه خوله دي چې په مازغو کې د عصبي حجرو تر منځ د سيګنالونو د حرکت او عصبي کيمياوي موادو(نيفروترانسميتر) په مرسته احساسات ،عواطف، لياقت او احساسات رامنځته کيږي.

اوسنی انسان په شعور يا (Consciousness) پسې ګرځي.

 د نني علم مهمه پوښتنه دا ده چې شعور د مازغو په کومه برخه کې پروت دی او له مرګ وروسته له شعور سره څه پيښيږي.

پخواني انسان ډ روح او روان لټون کاوه خو ننی انسان په شعور پسې ګرځي چې چېرته دی.

يوه نظريه دا هم مطرح  شوې چې که انسان د مازغو د ټولو عصبي حجرو او لارو نقشه جوړه کړاي شي او په دې بريالی شي چې د مازغو دغو  ميلياردونو زيګنالونو لارې انځور کړي نو په دې به پوه شئ چې شعورچيرته پروت دی.

دغه کار به ډير وخت ونيسي خو هيله ده چې تر هغه وخته زمونږ د نجونو پر مخ د تعليم بندې دروازې خلاصي شي او د ايمل پسرلي په وينا امر ثاني شوی وئ.

7 COMMENTS

  1. علمی او ګټوره لیکنه ده. کور ودان.
    دا چی په عام محضر او عام تعبیر کی ” زړه ” د مینی او کرکی او تصمیم د مرکز پتوګه پیژندل سویدی علت ئی ممکن دا وی چی ” زړه ” د ژوند او حرکت اصلی منبع ده ( د مغزو په شمول د بدن هر غړی ته بنسټیز او مهم لوژستیکی خدمات د زړه پواسطه رسول کیږی ) ضمناً د مغزو جوړښت یو پیچلی او د اسرارو څخه ډک یو جوړښت دی نو د ناز یا نزاکت له مخی ” زړه ” د ” مغز ” د نماینده پتوګه پیژندل سویدی کنې هر څوک پوهیږی چی د تعقل او تفکر اصلی مرکز په مغز کی پروت دی او زړه یو سمبولیک شاه دی ( په حقیقت کی زړه د مغز معاش منظوروی او مغز اجراآت کوی او د فردی او اجتماعی ژوند د ټینګښت او پائښت لپاره تلاښ کوی ).

    • سلام
      زما تبصره درې برخې لری :
      الف -شخصی برخه: هغه داچې محترم داکتر دخپلې میرمنی نوم اګاهانه لیکلی چې اخلاقا دغه نوم ښایسته بریښی په داسې حال کې چې له بده مرغه یو نظام چې ځان ته اسلامی وایي دبشپړ ې کتلی او نفوس(ښځو) حقوق نقضوی ایا دادزره مسئولیت دی او که د مازغو ؟
      ب- دلیکنې په پای کې دپسرلی خبره: چې لیکوال نښه ډیره سمه ویشتلې حیف !ددې مظلوم ولس په برخلیک باندې چې دپوهنې دروازې ور باندې تړل کیږی .
      ج- اسلامی جهان بینی؛ سوره رعد ۲۸ الا بذکرالله تطمئن القلوب. ختم الله علی قلوبهم ۱۵ بقره.
      فاقم وجهک الذین حنیفا فطرة الله فطرةالناس علیها لاتبدیل لخلق الله ذلک الذین اتقم ولکن اکثرالناس لایعلمون سوره روم ۳۰
      په سیانس کې ټول اتصالات، ترکیب، لارې٬ حمل او نقل٫ بدلون، سایکل. بنیادی ساینتیفیک اړخ، input او output به الکترونیکی ، فزیکی، شیمیایی، اوبیو لوژیکی لحاظ دیوه فرمانروا قیادت اوځواک ارادی مومنتم رامنخ ته کوی. دا د دولس صفره رقم نیورونو کار اوبار دی. داسمه ده چې څېړونکو په دې هکله ژورې کتنې او پلټنې کړی خو بحث دحکمت لویه برخه لری اوډیراسباب او عوامل

  2. سلامونه
    محترم ورور غ.حضرت خان ډیر ښه وضاحت ورکړی. د دکتور صیب م. عيسی س.ز. څخه هم مڼنه له ښې علمي لیکنې شکه ېې.
    په قران کریم او احادیثو کې قلب ډیر یاد شوی ؛ البته عقل،فکر، علم هم په دوهم جمع شخص مخاطب شوي!افلا تعقلون،تعلمون، ټتفکرون …: خو د روح په اصلیت تر اوسه څوک نه پوهیږي ،که نه د موت یا فوت چاره به ې کړې وای!!!
    ځينې مریضانو به د معدې درد ته هم دلدردي ویلې!!
    — او ډاکټر صیب! دلیکنې آخرو کې دې (نفروساینس ) او (نفرو ترانسمیټر )لیکلي؟. زه د ګُردې په فکر لاړم! ( Nephro-)
    فکر کوم زمونږ اوتاسو په ساینټفیک طب کې نفرو د کلیه یا ګردې لپاره کارول کیږي. او اعصابو لپاره (نیورو یا نیرو..+) کاروو.(Neuro-)
    -که څه هم دومره مهمه سهوه نه وه ، خو په اشاره کښې ې فکر کووم نوي لوستونکو ته بې ګټې نه وه!!!!!!.
    له توjه مڼنه

  3. محترم ستانکزی صاحب ښه څیړنه بیان کړیده او زما ګران وروڼو چي اکثراََ علمی او مفیدی تبصری یی زموږ تنده خړوبوی په عمر او قلم مو برکات ۰
    که څه هم د مسئلی دِ بحث حق وروڼو تر ډیره اداء کړی خو دومره اضافه کوم چي د زړه بحث لپاره دِ مفسرینو او هم دِ امام غزالی او نورو معتبرو علماوو دِ امت ته ، مراجعه ضروری بولم او نهایی نتیجه یی د تاند له لاری ټولو سره شریکول ښه ارزښتمنه تحفه بولم ټول اهل علم ته ۰

  4. محترم ډاکټر صاحب السلام علیکم:
    ستاسی مقاله می ولوستله ډیر ښه ساینسی تحقیق دی ښه معلومات په کي لیکل شویدی اګر چه زه نه کوم عالم دین اونه دعصری علومو کومه ډیګری لرم خو بیا هم ستا په اجازه یونقد کوم ۰
    تاسی په خپل تحقیق کی ټول غیر مادی صفتونه چی په حواسو نه حس کیږی ولی اثرات یی مونږ هر لحظه حس کوو لکه مینه عقل شعور حسد ریا تکبرو غیره ټول دزرګونو کلونو پخوانیو تر اوسنیو فیلسوفانو اوساینسدانانو دنظریاتو په اساس دمغز یا دماغ محصول ګڼلی دی ۰
    مګراسلام مونږ ته داوایی چه داتول په زړه پوری اړه لری په قران کی په ډیرو مواردو کی دزړه یادونه شوی ده کله دنرم اوکله دسخت زړه لکه څنګه چه تاسی زړه دغوښی یوه ټوټه یاده کړی چی صرف وینه وجودته پمپ کوی داخبره په خپل ځای بالکل صحیح ده په دی مورد ک دحضرت محمد ص يوحدیث دی چی وایی (دانسان په وجود کی دغوښی یوه ټوټه ده کله چه داسالمه وی ټول بدن به سالم وی خوکله چی دا فاسده شی ټول بدن ورسره فاسد شی) په ساینس او طب کی چی د مادی سره سروکارلری دی ته فزیکی بیولوژیکی اوکیمیاوی فساد ویل کیږی خو په روحانی لحاط دی ته روحانی فساد ویل کیږی چه هغه پورته ذکرشوه۰
    یوډیرساده مثال یی وایم په یو مملکت کی یو مشر پاچا؛ رييس جمهور یا امپراتوروی دا ډیر وزیران ؛ قاضیان اوپارلما ن لری ولی داعدام دحکم د تطبیق اخری فیصله دهیواد مشرکوی استخباراتی ؛ امنیتی ؛ اوفوځی دستګاوی ددماغ وظیفه اجراکوی معلومات راغونډوی تحیلیل اوتجزیه یی کوی د اعدام نظر په ورکوی ولی اخری فیصلّه پاچا یا رییس جمهور کوی دغه حیثیت دزړه هم دی په عامه محاوره کی وایی چی زړه پاچادی ددی احساس تاسی پخله کولای شي د وجود اعضا او دماغ دی یو غلط کار ته هڅوی ولی په اخر وخت کی سلیم زړه بنده ته وایی چی ددی کارنه تیرشه ولو که تا په دماغ کی دهغی پوره پلان جوړ کړی وی ۰
    د انسان دپیدایش نه تر اوسه ډیرو ساینس پوهانو اوفیلسوفانو په دی تحقیق کړی دی چی روح څه شی دی تر اوسه هیخ نتیجی ته نه دی رسیدلی اونه به یی پیداکړی ولی اسلام ورته په یوه جمله کی ځواب کړیده(وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا )الاسرا ۸۵
    که تاسی په دی باره د قران معتبرو تفاسیرو ته مراجعه وکړی کیدی شی ډیر ژر نتیجی ته ورسیږی په درنښت

  5. سلامونه
    محمود دزړه ناروغه ده او يوه روغ زړه ته اړتيالري او احمد د موټر په ټکر کي داسي ټپي شوي چي مري ، د زړه ماهران د احمد په اجازه چي علاج يي نه کيږي دهغه زړه د محمود دناروغه زړه پر ځاي امپلاتت کوي.
    داحمد او محمود دوه مختلف انسانان دي او مختلف عادتونه ترز د تفکر ………….هغه شی چي د احمد خوښيدو د محمود نه خوښيږي او او او خو د احمد زړه د محمود په وجود کي کار کوي خپله فيزکي دنده په مخ بيايي ليکن محمود همهغه شخص ده په کړو او ترز د تفکر حس او شعور کي کوم توپير نه راځي
    نور نو ستاسو خوښه چي څه نتيجه دزړه اومازغو د روح شعور مينه ………. په منځ پلټي.

  6. داکتر صاحب ستانکزی ستاسو د علمی څیړنې څخه ډیره مننه , ستاسو په لیکنه کی یو ډیر ارزښتمند ټکی زما په سترګو ولږید چی د یو افغان په توګه ډیر دخوښې احساس راته پیدا شو هغه دا چی تاسو پخپله لیکنه کی زمونږ ورینداره دهغې په نوم سره یاد کړی , په داسی حال کی چی له بده مرغه زمونږ اکثره لوستی افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه افغانان د دغه لوړ انسانی ارزښت په احمیت هیڅ نه پوهیږی . په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب