Homeخبرونهد جاپان سفیر: د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې د طالبانو...

د جاپان سفیر: د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې د طالبانو پر غوښتنو جدي بحث کوو

تاند: (سې شنبه، د وږي ۱۳ مه )  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاډا سره کتلي.

د متقي دفتر وایي، په دې لیدنه کې تاکاشي اوکاډا په افغانستان کې د رامنځته شوی امنیت، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اقتصادي ودې په برخو کې د طالبانو لاسته راوړنې د پام وړ وبللې.

نوموړي د کابل واکمن رژیم سره د اړيکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د جاپان حکومت ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړه او د افغانستان په اړه يې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲مې غونډې په اړه مالومات وړاندې کړل.

د جاپان سفير زياته کړه، چې د طالبانو پر غوښتنو به په ياده غونډه کې جدي بحث وکړي.

سرچينې همدارنګه وويل چې نړېوال طالب رژيم سره د اقلیم بدلون، د اوبو مدیریت، تاریخي اثارو او روغتیا په برخو کې همکاري ته لېواله دي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي، د راتلونکي وخت لپاره د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډېپلوماتیکو اړیکو پراختیا او د اقتصادي فرصتونو څخه د ګټورې استفادې لپاره موخې ټاکلې دي.

متقي زياته کړه، چې د دوی او نړېوالې ټولنې ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو نه تهدید، د امنیت ټينګښت او نورو برخو کې ډېر موضوعات حل شوي دي او اوس د تعامل لپاره يوه ښه د اعتماد فضا رامنځ ته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...