چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهحقاني د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته؛ د نجونو د زده کړې...

حقاني د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته؛ د نجونو د زده کړې ستونزه حلوو، حوصله وکړئ

تاند: (سې شنبه، د وږي ۱۳ مه )  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته ویلي، چې د نجونو د زده کړو د ستونزې د حل هڅه کوي.

هغه له دغه پلاوي غوښتي، چې په دې برخه کې دې حوصله وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په دې اړه لیکلي:« حقاني دغه راز زياته کړه، چې تعليم د مسلمانانو شريکه اړتيا ده او له راغلي هيات څخه يې وغوښتل، چې دې برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلي، ځکه د نجونو تعلیم زموږ د ټولنې اړتیا ده چې له شرايطو سره سم به دغه ستونزه هوارېږي».

نوموړي زیاته کړې، دوی چې په کومه بڼه نړۍ ته تشرېح شوي، هسې نه بلکې په خبره يې له خير او تعامل څخه ډک خلک دي.

 دغه او یو شمېر نور طالب چارواکي د واکمنۍ په دوه کلنه موده کې یې بیا- بیا ورته څرګندونې کوي، خو خلک نیوکه لري چې طالب مشران یوازې خبرې کوي، خو عمل کې د نجونو د زده کړو په اړه هېڅ کوم مثبت ګام نه اخلي.

د دوی له بیا واکمنیدو سره، افغان نجونې او ښځینه د ښوونځي له شپږم ټولګي څخه د پورته  زده کړو اجازه نه لري.

دا موضوع د طالبانو او نړیوالې ټولنې د تعامل پر وړاندې یو لوی خنډ ګرځيدلی.

4 COMMENTS

  1. ټالبان نه غواړي چې دوی د افغانستان د واکمنانو او مشرانو په صفت د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شي . له همدې امله دوی خپله افغانانو ، نړیوالو او خصوصا اسلامي هېوادونو ته داسې پلمې په لاس ورکوي چې د دوی کمپله ژر ورټوله کړي .
    د نجونو د زده کړو مخنیوي ، کار نااهلکه او بېسواده ملایانو او چړیانو ته په لاس ورکول ، د ملت سرمایه لکه کانونه په ارزانه بیه لیلامول ، له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پرېکول او نور .

  2. درنو افغانانو🇦🇫 په دې کی هیڅ شک نشته چی د چټلستان پنجابی نظام د افغانانو په ګډ کور افغانستان کی د هر. ډول سیاسی. تظام تر سیورې لاندې په هیڅ صورت د یو پیاوړی سیاسی نظام او په ځانګړې توګه په ځان بسیا شتمن افغانستان په جوړښت کی د خپل بی تاریخه او غلا شوی پیوندي ملک کی د مقبوظه افغانستان په شلیدو سره د لوی افغانستان جوړښت حتمی وینی , نو دوی زمونږ په هیواد کی د خپلې غلامی ګړې په واسطه د هر ډول نظام له جوړښت څخه په زغرده مخنوی کوی د دوه کالو را په دې خوا د ښونځیو تړل , د 🇦🇫 ملی بیرغ نسکورول او د افغانانو دټولو ملی ارزښتونو له مینځه وړل او داسی. … ټول د پنجابی ریاست هغه پروژه ده چی دوی هم خپله تباهې په زغاستی سره ګوری

  3. جاهله غلامه قاتله غیری حقانی تاسی او د تاسی نورو خیټورو خچنو قاتلو ږیرو له خوا پدی دو کالونو کښی بغاری وهل کیږی چی ً حوصله وکړۍ د جلکیو او میرمنو موضوع حل کوو ٍ ، تاسی غلامانو پدی دو کالونو کښی جلکۍ د مکتبونو څخه محرومی کړی دی او میرمنی مو کورونو کښی زندانی کړی دی ایا تاسی قدیانی کفار بیا هم ځانونه افغانان او مسلمانان شمیرۍ نه قطعآ نه تاسی د پنجابی پاکستان له خوا د غلیسی امریکا ډالرو باندی د جلکیو ، میرمنو ، هلکانو او ناریناو بی سوادی او بیکاری ساتلو ته تربیه شوی یاستۍ دا ملی خائینی وظیفی عملی کولو ته تاسی دی دو کالونو کښی د درواغو بغاری وهۍ او دا بغاری به نوره هم د تاسو قاتلو له خوا دوام ولری !!!
    د تاسو محوه کول د پاک افغانستان څخه د هری صادقی افغانی او هر صادق افغان ایمانی او وجدانی وظیفه دی او د تاسو ګډو بادارو له خوا په هدایت سره د نورو تښتیدلو چورکوونکیو غلامو قاتلانو د تاسو سره ددوباره یو ځای کیدو بغاری وهی افغان غیرتی ملت د تاسو دواړو قاتلو غلامانو څخه د افغانستان خاوره باید پاکه کړی !!!!!!

  4. زورواکو ستاسو مشکل څه شي دی چي د جلکيو د زده کړي لاري مو تړلي ، مهرباني وکړي دا خپل مشکل له اولس سره شريک کړي که تاسي رښتين ياسته نو رښتيا وواياست چي موږ نجنو ته د زدکړي اجازه نه ورکوو. افغان اولس او ټوله نړي په د پوه ده چي تاسي درواغ واياست او هيڅ داسي دليل نشته چي ستاسو د نه کړني دفاع وکړي.
    د مدرسو د پرانستلو لپاره هيڅ قيودات نشته چي هلته د اسلامي علومو زده کيږي او مکتبونو کي برسيره د بشريت د ابتدايي زدکړو اسلامي زدکړي هم کيږي لکه قران شريف، دنيات او تفسير تدريس کيږي نو که تاسي رښتيا په اسلام او قران عقيده لري نو نجي ولي نه پريږدي چي اسلامي زدکړي وکوي؟.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب