دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه تورخم کې له نښتې وروسته پاکستان لاره بنده کړې

په تورخم کې له نښتې وروسته پاکستان لاره بنده کړې

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۴ مه) په تورخم کې د افغان او پاکستاني ساتونکو ترمنځ له نښتې وروسته پاکستان د تورخم لاره بنده کړې چې له کبله یې سلګونه له سوداګري مالونو ډکې لارۍ دواړو خواوو ته بندې پاتې شوي دي.

تراوسه پورې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر یو بل د ډزو په نتیحه کې د مرګ ژوبلو په اړه راپور نه دی ترلاسه شوی.

دا نښته د ماسپښین په یوه بجه پیل شوه خو څرګنده نه ده چې لومړی ډزې چا وکړې.

سره له دې چې دواړو خواوو نښته تایید کړې، هیڅ خوا یې د علت په اړه څه نه دي ویلي. دواړو خواوو له ماشینګڼو او هاوانونو کار اخیستی دی.

په تورخم کې د خیبرپښتونخوا اړوند یوه چارواکي نصرالله خان رسنیو ته ویلي چې د پاکستان د حکومت او پوځ چارواکو له افغان لوري سره خبرې پیل کړي دي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع په تورخم کې نښته تایید کړه او ویې ویل چې د دواړو خواوو چارواکي هڅه کوي چې د هغې دلیل معلوم کړي او پر داسې لارو خبرې وکړي چې بیا دا ډول شخړې تکرار نه شي.

د ارشاد محمد په نوم یوه ځايي پاکستاني افسر فرانس پریس ته ویلي:«افغان ځواکونو په هغه ځای کې پوسته جوړوله چې دواړو خواوو پرې سلا کړې وه چې هلته به هیڅ خوا پوسته نه جوړوي. د پاکستان له لوري له اعتراض وروسته افغان ځواکونو ډزې پیل کړې ورپسې پاکستاني ځواکونو ځوابي ډزې وکړې.»

فرانس پریس ته یوه افغان سرحدي مسوول د نوم د نه ښوولو په شرط تایید کړې چې شخړه د پوستې د جوړولو پر سر رامنځته شوه خو ویې ویل چې لومړی پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې.

نورو لوېدیځو رسنیو د پاکستاني چارواکو په قول ویلي چې لسګونه لارې دواړو خواوو ته انتظار ولاړې دي. د دوی په وینا په لاریو کې له سبزیجاتو رانیولې تر قیمتي ډیرو پورې راز راز تجارتي مالونه بار دي.

دا پېښه څو ورځې وروسته له دې کېږي چې د طالبانو سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ ادعا وکړه چې په افغانستان کې له امریکایانو پاتې شوې وسلې بیلابیلو سختریځو ډلو ته په لاس ورغلي دي.

پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي غړي د افغانستان له خاورې وراوړي او هلته بریدونه کوي خو دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د ترهګرو د اوښتوږ راواوښتو د مخنیوي لپاره یې پر ۹۷ سلنه ډیورند کرښه ازغن سیم نصب کړی دی.

1 COMMENT

  1. په فیسبوک او ټیک ټاک خو همدا ویډیو ګانې اچوي چې د امارت مجاهدینو، زمریانو او اتلانو داسې وکړل هغسې وکړل مګر د یو عیني شاهد له قوله چې پنجابیانو پرې داسې منډې ووهلې چې خړ ګرد یې پریښود. جاهلو چې کوم کار کوئ عواقبو ته یې امادګي ونیسئ د خرو غوندې منډې مه وروهئ چې بیا یې ټول غزولي یاست. هغوی توپونه او ټانکونه ډزوي او تاسو لویه وسله پیکا ده. هسې مو د افغانانو نوم بد کړ او کیدی شي چې بندیان هم شئ ځکه ستاسو مشران خو د پنجاب غلامان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب