شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد مسابقې د تنظیموونکو د ناسمو معلوماتو له کبله افغانستان له اسیايي...

د مسابقې د تنظیموونکو د ناسمو معلوماتو له کبله افغانستان له اسیايي جامه ووت

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۱۴ مه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی جنتن تروټ وايي چې دی او ټیم یې له دې نه و خبر کړای شوي چې له ۳۷ اور او یوه توپ وروسته هم که افغان لوبډلې د سریلانکا له لوري د ۲۹۲ منډو ټاکل شوی هدف پوره کړی وای، بل پړاو ته د وتلو چانس درلود.

د ۳۷ اور په پای کې افغانستان د ۸ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۲۸۹ منډې کړې وې چې د دې معنا دا وه چې په یوه توپ یې باید ۳ منډې کړې وای.

له همدې کبله افغان لوبغاړي د دې پر ځای چې په احتیاط لوبه وکړي او یو – یو رنز واخلي د څلوریزې یا شپږیزې هڅه وکړه او په نتیجه کې یې افغانستان دا ګټلې لوبه وبایلله.

له سیالۍ وروسته د افغانستان لوبډلې ته وویل شول چې که له ۳۷ اور او ۲ توپونو وروسته یې ۲۹۳ منډې کړې وای، یا یې له ۳۷ اور او درېیم توپه وروسته یې ۲۹۴ منډې، یا له ۳۷ اور او ۵ توپونو وروسته یې ۲۹۵ منډې کړې وای، یا هم له ۳۸ اور وروسته یې ۲۹۶ او یا یې هم له ۳۸ اور او ۱ توپه وروسته یې ۲۹۷ منډې کړې وای، تر سریلانکا یې امتیازونه لوړېدل او د اسیايي کپ بل پړاو ته یې لاره موندله.

له مسابقې وروسته د افغانستان روزونکي ښاغلي تروټ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د لوبې تنظیموونکو د د ګټلو لپاره د منډو د دقیق شمېر په اړه معلومات سم نه و ورکړي.

ده زیاته کړه:«دا محاسبه موږ ته بیخي نه وه اعلان شوې. څه چې موږ ته ویل شوي و دا و چې که مو په ۳۷ اور او ۱ توپ وګټله، بل پړاو ته وځو کنې که لوبه ه وګټوهم کوم ځای نه نیسي. موږ ته نه و ویل شوي چې په ۳۸ اور کې هم د بري په صورت کې بل پړاو ته تللی شو.»

د افغانستان د ټیم شنونکی محسن شیخ وايي چې د مسابقې مسوولانو ورته ویلي وو چې که په ۳۷ اور او ۱ توپ هدف ته ورسیدو، بل پړاو ته وځو، کنې که لوبه وګټو هم بې ګټې ده.

ده نن سهار پر خپله ایکسپاڼه ولیکل:«موږ ته د لوبې د تنظیموونکو او لوبڅارانو له لوري په زغرده وویل شول چې له ۳۷ اور او ۱ توپه وروسته که مو هدف پوره کړ، لوبه به وګټئ خو بل پړاو ته نه شئ تللی.

په دې توګه دا مسابقه، چې افغانستان نسبتاً په اسانه ګټلی شوای، په اسانه د یوې تیروتنې په خاطر وبایلله او د اسیايي جام له سیالیو ووت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب