Homeخبرونهاقتصادي خبرونهټولګټو وزارت: زمري میاشت کې پر رېللار تر ۷۰۴ زره مټریک ټنو...

ټولګټو وزارت: زمري میاشت کې پر رېللار تر ۷۰۴ زره مټریک ټنو ډېر انتقالات شوي

تاند/ شنبه د وږي ـ سنبلې ۷مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره زمري میاشت کې یې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات کړي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دغه انتقالات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف ـ هرات له لارو شوي دي.

د وزارت معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۳ زره او ۷۵۱ ټنه ګاز لرونکې نوشابې هم صادرې شوې دي.

د ټولګټو وزارت ویلي، چې د لا ډېرو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې هڅې روانې دي.

اقتصاد پوهان وایي، د اقتصادي ارزښت له پلوه، د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۷۰۴ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه توکو انتقال د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د پام وړ پرمختګ بلل کېږي.

دوی زیاتوي رېل‌پټلۍ د اوږده واټن پر مهال د مالونو د انتقال لګښت راکموي، د لویو محمولاتو د لېږد ظرفیت لوړوي او افغانستان له سیمه‌ییزو بازارونو او د منځنۍ اسیا، ایران او نورو هېوادونو له ترانزیټي شبکو سره نښلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...