Homeخبرونهلغمان کې د ګاز ډبې چاودنې ۱۴ تنه ټپیان کړي

لغمان کې د ګاز ډبې چاودنې ۱۴ تنه ټپیان کړي

تاند/شنبه د وږي ـ سنبلې ۷مه/ د لغمان سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د یوې ریکشا د ګاز ډبې د چاودنې له امله د مهترلام ښار کې ۱۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

لغمان کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند عبدالمالک نیازي ویلي، دغه پېښه پرون جمعه مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د مهترلام ښار له ګڼې ګوڼې ډکه رحماني څلورلاره کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، ټپیان پر وخت د مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

د روغتون مسوولانو هم ویلي، چې یو شمېر ټپیان له لومړنۍ درملنې وروسته له روغتون رخصت شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا اعدام ودروئ!

ډایلاګ: نانا پاټیکر- ژباړه: غني حسن تاسو نن ټول راغلي یاست، چي زما د مرګ ننداره وکړئ!  اوس به ما په دار وځړوي؛ ژبه به...