Home+د افغانستان سیاسي تېروتنې او ګردجن راتلونکی

د افغانستان سیاسي تېروتنې او ګردجن راتلونکی

سردارولي الکوزی

افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې تل یې د استعمار پر ضد جګړه کړې ده. افغانانو په اوږدو جګړو کې د ځان او مال په قربانیو خپلواکۍ ته لاره هواره کړې او د جګړې په ډګر کې یې بریاوې ترلاسه کړې دي. له انګرېزانو سره درې جګړې، چې افغانانو پکې د جګړې په ډګر کې بریا خپله کړه، د دې خاورې د مقاومت څرګند مثالونه دي. وروسته د شوروي اتحاد ماتې او له افغانستان څخه د هغه د وتلو په بهیر کې هم افغانستان مهم رول درلود. وروستۍ شل کلنه جګړه هم له امریکا او ناټو سره وه چې په پای کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.

خو د هرې جګړې تر پای وروسته یوه مهمه پوښتنه راولاړېږي: ولې افغانان په جګړه کې بریالي کېږي، خو د جګړې له پای وروسته د سیاست او حکومتولۍ په ډګر کې خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکوي؟

زما په اند، د دې ستونزې یوه مهمه برخه دا ده چې موږ افغانان په سیاسي لحاظ لا تر اوسه پیاوړي بنسټونه نه لرو. له بده مرغه، د جګړو له پای وروسته قدرت ډېری وخت د هغو ډلو او کسانو لاس ته لوېدلی چې یا یې ډېر سخت دریځ غوره کړی او یا یې له ټولنې او دودیزو ارزښتونو څخه ډېر لرې، افراطي ازاد فکر وړاندې کړی دی. په تېرو پنځو لسیزو کې زموږ د حکومتونو سیاسي سیاستونه تر ډېره د همدې دوو افراطونو تر اغېز لاندې پاتې شوي دي: چا ډېره ازادي غوښتې او چا بیا ډېر سخت دریځ غوره کړی. دواړه حالتونه زموږ د ټولنې له جوړښت، کلتور او واقعیتونو سره ستونزې پیدا کوي.

تر کومه ځایه چې زه پوهېږم او له مشرانو مې اورېدلي، زموږ ملي او ټولنیز کلتور ځانګړي دودونه لري. زموږ ټولنه له بېلابېلو قومونو، سیمو او ژبو سره سره په عمومي ډول د ژوند د دوو بېلابېلو چاپېریالونو تر اغېز لاندې ده: کلیوالي او ښاري ژوند.

کلیوالي ټولنه تر ډېره ساده او دودیز ژوند لري. په ډېرو کلیو کې قومي او محلي مشران او جرګې شته چې د خلکو ډېرې ستونزې د همدې جرګو له لارې حل او فصل کېږي. د دولت او رسمي قانون پر ځای، دودیزو اصولو او ټولنیزو اړیکو ته ډېره پاملرنه کېږي. په دې ټولنه کې دین او عنعنوي ارزښتونه د خلکو په ژوند کې مهم ځای لري.

بل لور ته، ښاري ټولنه له دولت، قانون، رسمي ادارو، تعلیم او عصري اقتصادي ژوند سره ډېره تړلې ده. ښاري خلک عموماً د فردي او ټولنیزو ازادیو پراخ چاپېریال غواړي او د ښځو د زده‌کړې، کار او ټولنیز مشارکت په اړه نسبتاً ازاد نظر لري.

ښايي څوک ووایي چې د کلی او ښار ترمنځ دا توپیر طبیعي دی او په ډېرو هېوادونو کې هم شته. زما په اند، ستونزه یوازې په توپیر کې نه ده؛ اصلي ستونزه هغه وخت رامنځته کېږي چې دا ټولنیز توپیر په سیاسي شخړه او د قدرت په جګړه بدل شي.

افغانستان کې سیاست او حکومتولي تر ډېره د نارینه‌وو په لاس کې پاتې شوې ده. له همدې امله، کله چې ښاري قشر قدرت ته رسېدلی، ځینې وخت یې داسې اصلاحات او ازادۍ راوړې دي چې د کلیوالو خلکو لپاره یې منل ستونزمن وو. برعکس، کله چې کلیوالي او ډېر محافظه‌کار قشرونه واک ته رسېدلي، بیا یې داسې سخت دریځونه غوره کړي چې د ښارونو د خلکو لپاره د منلو وړ نه وو.

په همدې ډول، ټولنیز واټن ورو ورو په سیاسي واټن بدل شوی او سیاسي واټن بیا په شخړه او جګړه اوښتی دی.

دا ستونزه یوازې د افغانستان ځانګړنه نه ده. اروپايي هېوادونو هم د تاریخ په اوږدو کې د کلیوالي او ښاري، مذهبي او غیرمذهبي، محافظه‌کار او ازاد فکره ډلو ترمنځ سختې شخړې تجربه کړې دي. خو هغوی ورو ورو د علم، تعلیم، اقتصادي پرمختګ، قانون او بنسټونو په مرسته دغه واټنونه کم کړل. کلی او ښار یې د ګډ اقتصادي او ټولنیز نظام برخې وګرځول.

که نن د ډېرو اروپايي هېوادونو وضعیت وګورو، د کار، تعلیم، روغتیا او نورو خدمتونو ډېری زمینه‌سازي یوازې په ښارونو کې نه ده شوې، بلکې کلیوالي سیمې هم د پرمختګ له فرصتونو برخمنې دي. کله چې په کلیو کې کار، تعلیم او اقتصادي فعالیت موجود وي، د خلکو ژوند هم باثباته کېږي او له ښارونو سره یې واټن کمېږي.

نو پوښتنه دا ده: ولې زموږ سیاسي مشران له همدې تجربو څخه ګټه نه اخلي؟ ولې لومړی ملت‌جوړونه نه کوي او بیا د حکومت د جوړښت او سیاسي واک پر سر بحث نه کوي؟

دا ناشونې ده چې په یوه شپه د ټول ملت فکر بدل شي. د ټولنې بدلون وخت، تعلیم، اقتصادي فرصتونه، قانون او دوامدارې ادارې غواړي. که موږ رښتیا غواړو چې افغانستان له جګړو څخه ووځي، باید لومړی هغه ټولنیز او اقتصادي شرایط رامنځته کړو چې خلک یو بل ته نږدې کړي.

زما په اند، اوسنی نظام هم باید له تېرو تجربو څخه درس واخلي. که نظام داسې سخت دریځ سیاستونه او کړنې تعقیب کړي چې د ټولنې د یوې برخې لپاره د منلو وړ وي، خو د بلې برخې له ارزښتونو او غوښتنو سره ټکر ولري، نو د ټولنې واټنونه به نور هم زیات شي.

که د اصلاح لپاره پر وخت او ژر عملي ګامونه وانخیستل شي، راتلونکې شخړه ښايي له تېرو جګړو څخه لا خطرناکه وي. حتی دا وېره هم شته چې د اوږدو سیاسي او ټولنیزو اختلافاتو په پایله کې هېواد له جدي تجزیه‌کوونکو خطرونو سره مخ شي.

لیکوال چې کله داسې لیکنه کوي، موخه یې د هېواد د ښه راتلونکي لپاره د ستونزو په ګوته کول او مشرانو ته د نیمګړتیاوو یادونه وي، نه دا چې د کوم ځانګړي سیاسي مشارکت یا شخصي موقف لپاره تبلیغ وکړي.

اوسنی حکومت باید تعلیم ته زمینه برابره کړي. تعلیم یوازې د فرد د پرمختګ وسیله نه ده؛ بلکې د ملت‌جوړونې، سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره هم بنسټیز اهمیت لري. د تعلیم پراختیا کولای شي د کلیوالو او ښاري خلکو ترمنځ واټن کم کړي، د خلکو ترمنځ متقابل درک زیات کړي او د ټولنې لپاره د ګډ راتلونکي زمینه برابره کړي.

نړۍ د سیاسي زغم، خبرو اترو او د اختلافونو د سوله‌ییز حل تجربه لري. که موږ هم د خپل کلتور او ټولنیزو واقعیتونو په درک کولو سره تعلیم، اقتصادي پرمختګ، سیاسي زغم او ټولنیز تفاهم ته لومړیتوب ورکړو، کولای شو د جګړې پر ځای د ثبات لاره خپله کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...