Homeخبرونهایزرور: داعش خراسان په افغانستان کې کمزوری شوی، خو سیمه‌ییزې شبکې یې...

ایزرور: داعش خراسان په افغانستان کې کمزوری شوی، خو سیمه‌ییزې شبکې یې لا هم فعالې دي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲ مه) داعش خراسان په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د عملیاتو له امله تر فشار لاندې راغلی او د افغان چارواکو په وینا، د دې ډلې ګڼ مرکزونه له منځه تللي دي. خو  «آبزرور» څېړنیز بنسټ خبرداری ورکوي چې د داعش سیمه‌ییزې شبکې لا هم فعالې دي او دا ډله د خپلو عملیاتي وړتیاوو د ساتلو لپاره نور یوازې پر جغرافیایي قلمرو متکي نه ده.

د دغه بنسټ د ارزونې له مخې، داعش خراسان د غیرمتمرکز جوړښت، سیمه‌ییزو شبکو او ډیجیټلي وسایلو په کارولو توانېدلی چې خپل ګواښ له افغانستان څخه بهر هم وساتي. دا ډله د دې پر ځای چې له افغانستان څخه خپل کسان د بریدونو سیمو ته ولېږدوي، له سیمه‌ییزو شبکو څخه د ځايي کسانو د جذب، روزنې او فعالولو لپاره کار اخلي.

په افغانستان کې کمزوري، په سیمه کې پراختیا

داعش خراسان چې په ۲۰۱۵ کال کې رامنځته شو، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د عملیاتو له امله د پام وړ کمزوری شوی او عملیاتي وړتیا او سیمه‌ییز حضور یې کم شوی دی. طالبانو له ۲۰۲۲ کال راهیسې د دې ډلې پر وړاندې پراخ عملیات کړي او د دوی د چارواکو په وینا، د داعش خراسان ګڼ مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

خو په افغانستان کې د داعش کمزوري کېدل د دې ډلې د فعالیتونو د پای ته رسېدو په معنا نه دي. داعش خراسان اوس تر ډېره پر سیمه‌ییزو او له پولو هاخوا شبکو تکیه کوي.

دې ډلې په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې په منځنۍ او جنوبي اسیا کې له موجودو شبکو څخه د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره استفاده وکړي. په ۲۰۲۴ کال کې د مسکو د کروکوس سټي د کنسرټ‌ پر سالون برید، چې داعش خراسان ته منسوب شو، د افغانستان‌ له پولو بهر د دې ډلې د ګواښ مهمه بېلګه وه.

د ملګرو ملتونو راپورونو هم له افغانستان څخه بهر د داعش خراسان د ګواښ پر پراخېدو ټینګار کړی دی. د دې ډلې ډیجیټلي تبلیغاتو هم په بېلابېلو هېوادونو کې له پلویانو او نویو احتمالي غړو سره د اړیکو زمینه پراخه کړې ده.

په همدې لړ کې، په ترکیه او پاکستان کې د داعش خراسان د اړوندو کسانو نیول او په اروپا کې د ترهګرۍ ضد عملیات ښيي چې که څه هم دا ډله په افغانستان کې کمزورې شوې، خو اړوندې شبکې یې له هېواده بهر لا هم فعالیت لري.

ولې داعش خراسان له قلمرو پرته هم خطرناک دی؟

د آبزرور بنسټ په وینا، د داعش خراسان غیرمتمرکز جوړښت د دې ډلې د دوام له مهمو عواملو څخه دی. د هغو ډلو پر خلاف چې پر یوه مشخص جغرافیایي مرکز متکي وي، داعش خراسان کولای شي په بېلابېلو سیمو کې خپل عملیاتي مرکزونه جوړ او فعال کړي.

له همدې امله، که طالبان په افغانستان کې د دې ډلې پاتې مرکزونه نور هم کمزوري کړي، دا په اتومات ډول په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د داعش اړوندې شبکې له منځه نه وړي.

دغه ځانګړتیا د داعش خراسان پر وړاندې مبارزه هم ستونزمنوي؛ ځکه د مشرانو له منځه وړل یا د یوې مشخصې سیمې پاکول، حتمي نه ده چې د دې ډلې سیمه‌ییزې شبکې او خپرې شوې وړې ډلې هم له منځه یوسي.

د انټرنېټ په فضا کې جګړه

د داعش خراسان د ستراتیژۍ بله مهمه برخه له انټرنېټ څخه په پراخه پیمانه کار اخیستل دي. دا ډله له ټولنیزو شبکو او پیغام‌رسوونکو څخه د تبلیغ، د غړو د جذب او د خپلو پیغامونو د خپرولو لپاره استفاده کوي.

د آبزرور بنسټ په وینا، داعش خراسان پر جغرافیایي محدودیتونو سربېره د پلان جوړونې، لوژستیک، د کسانو د جذب او عملیاتي همغږۍ لپاره پر انترنېټ تکیه کوي او له ډیجیټلي فضا څخه د خپلو بریدونو د ښودلو او د یوې نړیوالې شبکې د انځور وړاندې کولو لپاره هم کار اخلي.

دا تګلاره داعش خراسان ته اجازه ورکوي چې له پراخ جغرافیایي قلمرو پرته، په بېلابېلو هېوادونو کې احتمالي پلویان او نوي غړي جذب کړي.

د طالبانو او سیمې امنیتي ننګونه

آبزرور بنسټ ټینګار کړی چې د داعش خراسان دوامدار فعالیتونه یوازې د طالبانو لپاره امنیتي ننګونه نه ده، بلکې د منځنۍ اسیا، پاکستان، ایران، هند او حتی اروپايي هېوادونو لپاره هم د اندېښنې وړ دي.

دغه بنسټ وايي طالبانو له ۲۰۲۲ کال راهیسې د داعش خراسان پر وړاندې پراخ عملیات کړي او په افغانستان کې یې د دې ډلې وړتیاوې کمې کړې دي؛ خو د دې ډلې د بریدونو او له پولو هاخوا د شبکو دوام ښيي چې په افغانستان کې د داعش کمزوري کېدل د دې ګواښ د بشپړ له منځه تلو معنا نه لري.

دا وضعیت د سیمې هېوادونه له یوې ستونزمنې وضعې سره مخامخ کوي؛ له یوې خوا د داعش خراسان د ګډ ګواښ پر وړاندې امنیتي همکارۍ ته اړتیا ده او له بلې خوا ډېری دا هېوادونه لا هم د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني.

آبزرور بنسټ همداراز ویلي چې د پولو هاخوا ترهګرو ډلو پر وړاندې د یوه منسجم سیمه‌ییز میکانیزم نشتوالی دغو ډلو ته فرصت ورکولی شي چې د سیمې د هېوادونو له امنیتي تشو ګټه واخلي.

له همدې امله، په افغانستان کې د داعش خراسان د حضور کمېدل باید د دې ډلې د ګواښ پای ونه ګڼل شي؛ ځکه غیرمتمرکز جوړښت او له پولو هاخوا شبکې یې داعش خراسان له یوه عمدتاً افغانستان‌محور ګواښ څخه پر یوه سیمه‌ییز او نړیوال امنیتي ګواښ بدل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شطرنج | لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه...