څېړندوی عاشق الله اخلاص يار
لنډيز
ایران او سعودي عربستان د منځني ختیځ دوه ستر ځواکمن هېوادونه دي چې په خپلو کې سيالۍ کوي او دوه اړخيزې اړيکې يې ډېرې لوړې ژورې لري. دا دوه هېوادونه د سيمې په کچه يو لړ رقابتونه هم لري چې له امله يې منځنی ختيځ له يو شمير ستونزو سره مخامخ کړی دی، کله چې په ايران کې د ۱۹۷۹ز.کال اسلامي انقلاب بريالی شو له هغې وروسته د واک، امنيت اوسيمه ييزې واکمنۍ لپاره سيالۍ رامنځته شوې، چې دې چارو په بحرين، عراق، لبنان، سوريې او يمن کې نيابتي جګړو ته لاره هواره کړه.
د سعودي عربستان او ايران سيالۍ په ځينو مهمو مواردو راڅرخي لکه: د سني او شيعه په اړه د دوی متضاده ايډيالوژي، د پان عربيزم مسله، لويديځ ته د سعودي ډېر تمايل، د انرژۍ په اړه د سعودي او ايران متضاد سياستونه او په ټوله سيمه د نفوذ لرلو هېلې هغه څه دي چې دغه دوه هېوادونه يې سيال کړي دي. ايران سيمه ييزه واکمني غواړي، په منځني ختيځ کې د امريکا د نفوذ مخه نيسي او په منځني ختيځ کې د شيعه ډلو ملاتړ کوي او له همدې امله فرقه پالنه د دوی د سيمه ييزو پاليسيو لپاره يو مهم تمرکز دی چې دا او ورته نور موضوعات د دوی د کړکيچنو اړيکو لاملونه بلل کيدای شي.
سريزه
د ايران اسلامي انقلاب يا له ۱۹۷۹ز.کال څخه مخکې دوره د ايران او سعودي عربستان په اړيکو کې يوه ښه دوره ګڼل کيږي ځکه په دې دوره کې دغه هېوادونه يو له بل سره همکار وو او اړيکې يې هم دوستانه وې. په منځني ختیځ کې يو وخت د سعودي عربستان او ايران اړیکې دومره ښې وې چې له امله يې د ایران د وخت پاچاه رضاشاه اټکل کړی و چې د سیمه يیزو ښکیلتیاوو لپاره د سعودي له شرایطو سره په بشپړه توګه موافق دی، خو د لوېديځ ګټو په ايران کې کورنۍ ناندرۍ رامنځته کړې چې له امله يې د خميني ډله د رضاشاه له اړيکو پاللو او ساتلو سره موافقه نه وه، ځکه د خميني ډلې نه غوښتل چې له غرب سره دې په لوړه کچه اړيکې و پالي.
ايران له سعودي عربستان سره د هغو شرايطو لاندې چې د لويديځ ګټو ته يې وده ورکوله د رضاشاه په وړاندې خنډونه رامنځته کړل او دا خنډونه په ايران کې د لويديځ پلوه سياستونو پر وړاندې د پاڅون لامل شول چې وروسته په دې هېواد کې په یوه تاریخي انقلاب بدل شول.په هرصورت، د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې دا بې ثباتي دومره ژر نه وه. په لومړي سر کې سعودي عربستان د ایران له انقلاب سره ډېر هوښیار چلند او د هوساینې احساس وکړ ځکه چې اسلام نه یوازې په ایراني ټولنه، بلکې د ایران د اسلامي جمهوریت په حکومت کې هم د اصلي جریان په لور روان شو.
د دې ټولو مواردو په نظر کې نیولو سره سعودي عربستان په سملاسې توګه د ایران نوی تاسیس شوی اسلامي حکومت په رسمیت وپیژاند او د سعودي عربستان پاچا ملک خالد د ایران د انقلاب بنسټګر ایت الله خمیني ته د یو لیک په لېږلو سره د نوي جمهوریت هرکلی وکړ او د همکارۍ د دوام لپاره یې لیوالتیا څرګنده کړه. وروسته له هغې د ایران او سعودي عربستان شرایط ډېر ژر بدل شول، د سعودي سلطنت په وړاندې د ايران حاکم ایت الله خمیني څرګندونې وکړې او دغو څرګندونو د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کړه. د بېلګې په توګه خمیني د سعودي پاچاهي غیر اسلامي وګڼله او په ټول منځني ختیځ کې چې سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي امارات، کویټ، قطر، عراق، سوریه او ځینې نور کوچني هېوادونه پکې شامل وو له نظامونو سره يې مخالفت وکړ.
پر وړاندې يې د دغو هېوادونو ځينو مشرانو د ایران ارمانونه د خپلو هېوادونو لپاره یو ګواښ و باله او فکر یې کاوه چې ایران غواړي په سیمه ییزه کچه انقلاب رامنځته کړي. ایت الله خمیني یو څارنیز کمپاین هم پیل کړ چې موخه یې د منځني ختیځ په پاتې برخو کې د کوچنیو ډلو ترمنځ د اخلاقي، سیاسي او مذهبي یووالي ټینګول وو.
د منځني ختیځ په ټولو هېوادونو کې، ایران د خپل انقلابي کمپاین د اصلي ټکي په توګه سعودي عربستان غوره کړ او د سعودي په دننه کې یې له هغو ډلو سره مرسته پیل کړه چې د سلطنت د حاکمانو په وړاندې يې کار کولای شو، د دې ترڅنګ خميني نورې عامې څرګندونې هم وکړې چې د سعودي د شاهي کورنۍ مشروعیت یې زیانمنوه، په دې وختونو کې د تهران او ریاض تر منځ د کړکیچنو اړیکو خلا نوره هم زیاته شوه او د سعودي عربستان چارواکي د هغه څه له امله سخت په غوسه شول چې دوی یې د “پرچم” په نوم یاد کړي وو. همدا او نور سياستونه وو چې د خميني په دوره کې يې د ايران او سعودي عربستان اړيکې زيانمنې کړې او د دې دوه هېوادونو اړيکې يې له کړکيچ سره مخامخ کړې.په دې څېړنه کې هڅه شوې چې د ايران او سعودي عربستان کړکيچنې اړيکې او لاملونه يې وڅېړو او دا به څرګنده شي چې ياد هېوادونه په کومو برخو کې سيالۍ کوي او د دوی د کړکيچنو اړيکو لاملونه څه دي.
د څېړنې اهميت او مبرميت
سعودي عربستان او ايران د منځني ختيځ دوه ستر ځواکمن هېوادونه دي چې د واک، امنيت او قدرت لپاره په خپلو کې سيالۍ او رقابتونه کوي او له دې سره غواړي چې په سيمه ييزو او نړيوالو سياستونو کې له يوه او بل مخکې شي.
دغه دواړه اسلامي هېوادونه دا هم غواړي چې په نړۍ کې اسلامي مشري ترلاسه کړي چې د همدې او نورو موخو د لاسته راوړو لپاره سعودي عربستان د لوېديځ او ايران بيا د ختيځ لمن نېولې. ايران چې اوس په منځني ختيځ کې يو ځواکمن هېواد دی دا نه غواړي چې امريکا دې په منځني ختيځ کې قدرت ولري او د سعودي له ملاتړه دې برخمنه وي، خو سعودي بيا د ايران د سياستونو مخالف دی چې جنګي ډلې پالي او نيابتي جګړې يې رامنځته کړي دي، له همدې امله اړتيا پيدا شوه چې دغه موضوع و څېړل شي ترڅو معلومه شي چې پر سيمه او په ځانګړې توګه پر افغانستان کومې اغېزې لري.
په ورته مهال اټکل کيږي چې په منځني ختيځ کې د امريکا حضور د سعودي د ګټو لپاره دی چې په دې سره سعودي واکمنان غواړي ځان د امريکا په ملاتړ د ايران له نيابتي جګړو وساتي او هم په سيمه ييزو او نړيوالو سياستونو کې د سعودي رول ښکاره او پر ځای وي، بل خوا د يادو هېوادونو رقابتونو همدې دوه سيالو زبر ځواکونو روس او امريکا ته د دې زمينه برابره کړې چې په دې سيمه کې خپلې ګټې خوندي کړي او د هغوی له دښمنيو څخه نورې ګټې هم په لاس راوړي. دا څېړنه د همدې لپاره ترسره کيږي چې افغانستان ته څه په کار دي او موږ څه ډول کولای شو چې له دخالته يې ځان و ساتو او اغېزو ته يې متوجه و اوسو.
د څېړنې موخې: د دې څېړنې موخه د ايران او سعودي عربستان د اړيکو څېړل دي، چې ولې کړکيچنې او لاملونه يې څه دي؟
د څېړنې پوښتنه: د ايران او سعودي عربستان د نيابتي جګړو او کړکېچنو اړيکو لاملونه او پايله څه ده؟
د څېړنې مېتود: په دې څېړنه کې له تشریحي- تحليلي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې ده.
لومړۍ: د ايران او سعودي عربستان د کړکيچنو اړيکو لاملونه
الف: په سعودي عربستان کې د ۱۹۸۷ز.کال د حج خونړۍ پېښه:د ۱۹۸۷ز.کال د حج د مراسمو پر مهال څو شیعه ډلو د سعودي سلطنت پر ضد مظاهرې وکړې، خو دغه لاريون د سعودي عربستان د حکومت له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ شو. چې په پایله کې یې تر څلورو سو زیات کسان ووژل شول، چې اکثریت یې ایرانیان وو. د ایران په ملاتړ د دې ګډوډۍ په غچ کې د سعودي حکومت ایراني حاجیان له کلنيو حج مراسمو څخه منع کړل او ایرانیانو په تهران کې د سعودي عربستان سفارت ته اور ورته کړ، چې په پایله کې یې یو سعودي چارواکی ووژل شو او تر ۱۹۹۱ز.کال پورې د سعودي عربستان اړیکي له ايران سره پرې شوې.خمیني په ۱۹۸۸ز.کال په یوه وینا کې سعودي عربستان په شیعه ضد سیاستونه تورن کړ او دوی یې د سني اجنټ په توګه ياد کړل او ويلي يې وو چې سعوديان غواړي شيعه ګان له منځه یوسي. (۱)
ب: د ایران – عراق په جګړه کې د سعودي سلطنت رول:
کله چې د ایران- عراق جګړه د (۱۹۸۰- ۱۹۸۸) ز.کلونو په لړ کې رامنځته شوه، د عراق له ولسمشر صدام حسين سره د سعودي عربستان مرستو هم د تهران او رياض اړیکې خرابې کړې. سعودي عربستان د عراق- ايران جګړې پر مهال له عراق سره ډیپلوماټیکي، اقتصادي او پوځي ملاتړ وکړ او د صدام حسين د پوځ د پیاوړتیا لپاره یې څلوېښت ميلیارده ډالره پور هم ورکړ او ترڅنګ يې د امريکامتحده ايالاتو په پرله پسې ډول پر ايران اقتصادي او پوځي بنديزونه ولګول. سعوديانو له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۸۶ز.کلونو پورې يوه بل ډول لاره هم خپله کړه چې په نړيوال بازار کې يې د تېلو عرضه زياته کړه چې په دې سره د تېلو بيه راټيټه شوه.
(۲) د سعودي عربستان دغو پاروونکو اقداماتو د ایران اقتصاد ته سخت زیان واړوه ځکه د تیلو د بیو راټیټېدو له عراق سره د ایران د جګړې په نازکو کلونو کې د ايران عایدات کم کړل چې دا اقتصادي تحرکات د ایران او سعودي عربستان تر منځ په اړیکو کې د جدي درز لامل شول. (۳)
ج: د خلیج د همکارۍ شورا GCC، له ایران سره مقابله:
په ۱۹۸۱ز.کال د ایران- عراق جګړې پر مهال سعودي عربستان د خلیج له نورو شپږو هېوادونو عمان، قطر، کویټ، بحرین او متحده عربي اماراتو سره په ګډه د خلیج د همکارۍ شورا يا Gulf Cooperation Council GCC د ایران ګواښ ته د امنیتي ځواب په توګه جوړه کړه چې د ایران – عراق جګړې د منفي پایلو د مخنیوي لپاره هم یوه کلیدي موخه وه. د GCC په جوړولو سره پر ایران باندې د سعودي فشار زیات شو او د GCC منشور په خپله اډانه کې د ایران په وړاندې هر ډول دښمنانه اراده رد کړه او په روښانه توګه یې یادونه وکړه چې د GCC جوړښت په اصل کې په ټولو برخو کې د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي، ادغام او یو بل سره نښلول دي په ځانګړې توګه د اقتصادي بډاینې او د ټولنې د دفاع لپاره.خو د GCC سیاسي ماهیت هغه وخت څرګند شو کله چې د GCC عمومي منشي عبدالله بشارا په ۱۹۸۲ز.کال کې وویل چې د تسلط او واک لپاره د ایران هیله د سیمې د ثبات لپاره ګواښ دی. له هغه وخت راهیسې د خلیج هېوادونه د GCC له لارې د ایران د سیاسي او ستراتیژیکو هیلو د مخنیوي لپاره په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ په برخه کې فعال رول لوبوي.
د: د لوېدیځ په لور د سعودیانو تمایل:
د ايران او سعودي عربستان تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا یو لامل د ریاض او واشنګټن نږدې اړیکې دي. سعودي عربستان په سیمه کې د ایران د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ او حضور په اړه ډیر محتاط و او دا یې درک کړې وه چې ایران کولای شي په خپلو پولو کې د سعودي عربستان لپاره ستونزې جوړې کړي. له همدې امله امریکا له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې د سعودي عربستان تر ټولو قوي متحد دی او په منځني ختیځ کې یې نږدې اقتصادي او پوځي همکارۍ ساتلې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اړیکي دومره قوي دي چې ان د سعودي عربستان په وړاندیز په خلیج کې زرګونه امریکايي پوځیان ځای پر ځای دي. له بلې خوا ایران د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا له هر ډول لاسوهنې سره سخت مخالف دی، په تېره بیا د ایران او سعودي په مسلو کې، ځکه امریکا د نړۍ په مسلمانو هېوادونو کې په لاسوهنې تورنوي، د ايرانيانو په خبره د ایران لپاره امریکا هغه ځواک دی چې تل یې د مسلمانانو لپاره د بې ثباته کولو سیاستونه لوبولي او د مسلمانو ملتونو تر منځ د نفاق اچولو مسول دی.
ه: د فلسطين په مسله کې د سعودي نه همکاري:
ایران تل پر سعودي عرب نیوکې کوي چې د پان عربي مسلې لکه د فلسطین په اړه یې سترګې پټې کړي. ایراني چارواکي په دې نظر دي چې د سعودي عربستان په مشرۍ عربي هېوادونه د فلسطین د مسئلې په حل کې چې له ډیرې مودې راهیسې د ایران د حکومت لپاره یوه جدي پالیسي وه د حل لپاره لازم کار نه کوي. له بلې خوا سعودي عربستان د ایران حکومت او د ایران استخبارات په فلسطین او لبنان کې د جهادي ډلو لکه د حزب الله په ملاتړ تورنوي چې د ټولې سیمې سولې او امنیت ته يې ګواښ پېښ کړی دی، خو د ایرانیانو په خبره دوی کله نا کله دا کار د خپلو ملي ګټو د پوره کولو لپاره کوي.
(۴) و: په سیاسي ایډیالوژۍ کې د ايران او سعودي اختلاف:
سره له دې چې اسلام د دواړو هېوادونو د کلتور او دیني چارو د بنسټیز اړخ په توګه مطرح دی، خو بیا هم د تهران او ریاض د ایډیالوژۍ تر منځ ځینې لوی اختلافات شته. دغه اسلامي ایډیالوژي اوس پر سیاسي ایډیالوژیو بدلې شوي، په حکومتولۍ او دولتي جوړښت یې اغیز کړی او د دوو مختلفو اسلامي قدرتونو تر منځ یې ایډیالوژیکي اختلافات زیات کړي دي.
ایران په دې اصولو ولاړ دی چې یوه اسلامي فقیه باید د ټولې اسلامي نړۍ سرپرستي ولري. لکه د ایران حکومت چې په مشروع ډول د ایران د انقلاب د بنسټ ایښودونکي ایت الله خمیني تر واک لاندې اداره کيده. په هرصورت دا د ايران خپل نظر دی، خو سعودي عربستان خورا محافظه کار او مذهبي سلطنت دی چې د ایران برعکس په ملي سیستم کې انقلابي بدلونونو ته غاړه نه ږدي او د آل سعود کورنۍ د سعودي حکومت یوازیني مشروع مالکان دي چې د ایرانیانو لپاره په بشپړ ډول د منلو وړ ندي ځکه چې دوی یې غیر قانوني او غیر اسلامي بولي.
(۵) ی: د انرژۍ د پالیسیو رول:
سعودي عربستان او ایران دوه هغه مهم هېوادونه دي چې په نړۍ کې د تیلو ستر تولید لري. دواړه هېوادونه د نفتو د صادرونکو هېوادونو د سازمانOrganization of Petroleum Exporting Countries OPEC بنسټ ایښودونکي غړي دي چې د نفتو لويې زېرمې او د تېلو د تولید تاسیسات لري، خو د ایران او سعودي عربستان د انرژۍ سیاستونه تل متضاد وي. د سعودي عربستان د تېلو زېرمو د تېلو تولید په ۲۰۱۶ ز.کال کې د یوه راپور له مخې نږدې ۱۰،۴۶۰،۷۱۰ (بی بی ایل) په ورځ کې و، چې د ایران د تېلو تولید یوازې ۱۶۴۸،۰۰۰(بی بی ایل) په ورځ کې و.
په دې توګه سعودي عربستان چې د سترو زیرمو درلودونکی هېواد دی او تل يې هڅه کړې تر څو د تېلو نړیوال بازار ته اوږدمهاله نظر ورکړي او د نرخونو منځنۍ کچې ته هڅونه وکړي. برعكس ايران، سعودي عربستان ته د نسبتاً كوچنيو زيرمو په درلودلو سره تل په لنډه موده كې په لوړو بيو تمرکز کوي، څو د خپل ۸۰ ميليونه نفوسو د اړتياوو د پوره كولو لپاره د تېلو له زياتو عايداتو سره مرسته وكړي.
(۶) دويم: په منځني ختيځ کې د ايران او سعودي عربستان د کړکېچنو اړيکو له لاملونو نيابتي جګړې
پر عراق د امریکا له برید وروسته سعودي عربستان او ایران په فعاله توګه د اسلامي نړۍ او منځني ختیځ د سیمې د کنټرول لپاره بوخت دي او دواړه قدرتونه په ځانګړې توګه د عراق، یمن او سوریې په سیاستونو کې لاسوهنه کوي. د مستقيمې مقابلې پر ځای، دواړو هېوادونو د منځني ختيځ په يو شمېر هېوادونو کې د بېلا بېلو ډلو د ملاتړ له لارې د عربي پسرلي د پېښو له لارې د يو بل د کمزوري کولو پر فرصت ډېره تکيه کوي چې دا کړنې د هر يوه په اړه د هر اړخيزې څېړنې له لارې روښانه کېدای شي. له عربي پسرلي مخکې د ایران او سعودي عربستان سیمه ییزې سیالۍ په عمده توګه په عراق، لبنان، فلسطین او بحرین کې ښکیلې وې. عرب پسرلي دغه سيالۍ لا پسې پياوړې کړې او د منځني ختيځ حالات يې پېچلي کړل. له عراق او بحرین وروسته اوس سعودي عربستان او ایران په سوریه او یمن کې هم د قدرت او واک د مبارزې لپاره ښکېل دي.
الف: په عراق کې د ايران او سعودي نيابتي جګړه
ایران یو له هغو مهمو هېوادونو څخه و چې پر عراق باندې د امریکا له یرغل او بیا تر ټولو مهم د صدام حسین د یوې لسیزې د اوږدې مودې سقوط څخه ډېره ګټه پورته کړه. د ایران له انقلاب وروسته او په ځانګړې توګه د صدام حسين په دوره کې د ایران لپاره دا تقریبا ناممکنه وه چې خپل انقلاب عراقي ټولنې ته ور داخل کړي، سره له دې چې د عراق په حکومت کې د شیعه ګانو نفوس په سلو کې پنځه ویشت فیصده و، د امريکا متحده آیالاتو یرغل د عراق دولت چې مشري يې صدام حسين کوله له منځه یوړ او په ګاونډیو هېوادونو کې یې د ایران رول ته وده ورکړه.
(۷) د صدام حسين د حکومت نسکوریدو ایرانیانو ته دا فرصت برابر کړ چې په عراق کې په شیعه واکمنۍ کې خپلې ګټې نورې هم زیاتې کړي چې دوی د صدام حسین په دوره کې نه شول کولای. عراق له ستراتیژیک پلوه د يوه مهم هېواد په توګه هېڅکله د ریاض د پالیسي جوړوونکو له خوا له پامه نه دی غورځول شوی او په هغه هېواد کې د شیعه اکثریت په وده کې د ایران نفوذ ته متمرکز و.ایران په منځني ختیځ کې د خپلو ملي ګټو او ستراتیژیکو موخو لپاره د صدام حسین له نسکورېدو وروسته په عراق کې دننه د شیعه یاغي ډلو ملاتړ پیل کړ چې پدې کړنه کې د متحده ایالاتو له خوا د ممکنه رژیم د نصبولو په وړاندې هڅې هم شاملې وې.
د عراق قضیې د شیعه نفوس اکثریت ایران ته د بغداد د نفوذ لپاره ډېر فرصتونه برابر کړل. له بلې خوا سعودي عربستان په عراق کې داسې کومې هڅې ونکړې لکه په کوم ډول چې ايران ورته راودانګل، اټکل کيږي چې سعودي به په دې وختونو کې د عراق په چارو کې ځکه لاسوهنه نه کوله چې نږدې متحد امريکا خفه نشي او د دوی اوږدې اړيکې زيانمنې نکړي. د ۲۰۱۱ ز.کال په ډسمبر کې له عراق څخه د امریکا له وتلو وروسته دوو لویو پیښو د عراق جیو پولیټیک ته د پام وړ بدلون ورکړ، کورنۍ جګړه او بیا د داعش او ځینو نورو سني ملاتړو یاغي ډلو راڅرګندېدل چې هلته د شیعه ملاتړو ډلو لپاره د ایران د پراخ ملاتړ لامل شو. شیعه جنګي ډلو ته د ایران ملاتړ د ایران لپاره ځینې لویې پایلې په لاس ورکړې چې له امله يې ایرانیان د عراق په کورني او بهرني سیاست کې لویه ونډه لري.
ب: په بحرین کې نيابتي جګړه
په بحرین کې د نفوذ او واک لپاره د ایران غوښتنه په خپل طبیعت کې خورا تاریخي ده، ځکه چې دا یو ډېر کوچنی هېواد دی چې د شيعه اکثریت نفوس يې له ۷۰ تر ۷۵ سلنې پورې رسيږي او د سني الخلیفه کورنۍ لخوا اداره کیږي. له ۱۹۷۰ز.کال مخکې ایران د بحرین پر ټوله جزیره د خپل بشپړ حاکمیت غوښتنه کوله، خو دا ادعا د محمد رضا پهلوي او بریتانیا ترمنځ د شوې معاملې له مخې لغوه شوه.
د ۱۹۷۱ز.کال په وروستیو کې له خلیج څخه د برتانیې له وتلو وروسته دغه کوچنۍ ټاپو تل د سعودي عربستان او ایران د رقابت لپاره مهم ټکی پاتې شوی دی. د بحرین د څېړنې موضوع د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ستراتیژیکې سیالۍ د دوام په برخه کې خورا مهم دی. همدارنګه ياد دواړه هېوادونه په بحرین کې د خپلې سیاسي اجنډا د نصبولو لپاره خورا پراخه سیالي کوي ځکه چې دا ټاپو د سعودي عربستان د امنیت لپاره هم ډېر مهم دی په ځانګړي توګه کوم ځای کې چې د ۲۵ کیلو مترو په اوږدوالي سعودي او بحرين د وصل نقطې لري.
(۸) سربیره پردې د سعودي عربستان امنیتي اندیښنې د دې حقیقت له مخې مشروع کېدای شي چې په هغه هېواد کې د ایران د تسلط په صورت کې دا به ډېر وخت ونه نیسي چې ایران په بیړني حالت کې سعوديانو ته سخت زیان ورسوي ځکه چې له ایران څخه الوتنه یوازې اته دقیقې وخت نيسي څو سعودي ته ورسيږي.(۹)، نو د دغو امنیتي اندیښنو په لرلو سره سعودي عربستان هیڅکله د بحرین په داخلي سیاست او همدارنګه د ایران په څېر د خپلو جیو- سیاسي او جیو ستراتیژیکو موخو په اړه جوړجاړی نه کوي، که جوړ جاړی وکړي امکان لري ګټور ثابت شي.
ولې کله چې د نیابتي جګړو تر چتر لاندې د واک د سیاست خبره راځي نو دلته د سعودي عربستان او ایران داخلي نظرونه بیا توپیر سره لري، ایران د سلطنت په لګښت په ټوله سیمه کې خپل ایډیالوژیکي نفوذ پراخول غواړي چې دا چارې د سعودي پاچاهۍ په وضعیت پورې اړه لري، نو له همدې امله په بحرین کې د خلیفه کورنۍ نسکوریدل به د سعودي ګټو، امنیت او د ټولې سیمې د رهبرۍ لپاره يو ګواښ وي.
(۱۰) همدارنګه د ایران د حکومت له خوا د پټ ملاتړ له لارې څو هڅې وشوې چې يو يې په ۱۹۸۱ز.کال کې يوه ناکامه کودتا وه چې ایران د بحرین د آزادۍ لپاره د اسلامي جبهې ملاتړ وکړ او هڅه یې وکړه چې د هادي المدارسي په مشرۍ شیعه رژیم نصب کړي، خو کار يې ور نه کړ.
سربیره پردې د خلیفه د مشرتابه د نسکورولو په ورته هڅه کې په ۲۰۱۱ز.کال کې د عرب پسرلي په جریان کې د بحرین رژیم په وړاندې لوی لاریونونه پیل شول چې د GCC هېوادونه یې د ال خلیفه په ملاتړ کې مداخلې ته وهڅول.
د بحرین په سیاست کې د داخلي تسلط لپاره د ایران له اوږدې مبارزې سره سره چې حتی د شیعه نفوس اکثریت لري اوس هم د سعودي حکومت د بحرین د سیاست په پريکړو کې له ښه او ژور نفوذ څخه برخمن دی او دا خبره د ډیپلوماټیکو پرېکړو له لارې څرګنده شوې ده.
په ۲۰۱۶ ز.کال کې په تهران کې د سعودي پر سفارت د برید په اعتراض کې د سعودي عربستان د ګامونو په تعقیب د بحرین له خوا له ایران سره اړیکې پرې شوې چې دا د سعودي او بحرين د ملګرتيا يوه ښه بېلګه دی.
ج: په یمن کې نيابتي جګړه
یمن د ۲۰۱۴ز. کال له پاڅون څخه مخکې تل د سعودي تر نفوذ لاندې ژوند کاوه. په یمن کې د ایران او سعودي عربستان تر منځ نیابتي جګړه په ۲۰۱۱ز.کال کې وروسته له هغې زیاته شوه کله چې یمن سیاسي کړکیچ ته لاره هواره کړه او د ولسمشر صالح په وړاندې لاریونونه پیل شول.
تر دې چې خپله حکومت يې د ګوښه کیدو لامل شو او په دې توګه حکومت عبد ربه منصور هادي ته وسپارل شو. د علي عبدالله صالح په مقابل کې منصور هادي عرب پلوه او د حوثیانو ضد شخصيت و چې ایران ته یې یو بل فرصت برابر کړ چې د هادي د حکومت پر ضد له حوثیانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د سعودي عربستان لپاره د حوثي یاغیانو ډلې واک تل د سلطنت امنیت ته یو احتمالي ګواښ و ځکه چې حوثي شیعه ډله ده چې د ایران لخوا يې ملاتړ کېږي او د یمن په خلکو کې شهرت هم لري او له بلې خوا د سعودیانو برعکس ایرانیان تل د حوثي ډلو لوی خواخوږي دي.
(۱۱)دلته د ایران او سعودي عربستان اړیکي هغه مهال سختې ترینګلې شوې کله چې حوثي یاغیانو د ۲۰۱۴ ز.کال په سپټمبر کې د یمن په پلازمینه صنعا برید وکړ او د کودتا له ترسره کېدو وروسته یې د ټول هېواد د نیولو اعلان وکړ. دا په پراخه کچه استدلال کیږي چې لیرې شوي ولسمشر علي عبدالله صالح د ایران په ملاتړ حوثیانو ته د پام وړ ملاتړ چمتو کړی و. سعودي عربستان د صنعا د محاصرې په ترڅ کې له حوثي یاغیانو سره د دوی د اشتعال او غیرقانوني ملاتړ له امله په غوسه شو، خو په یمن کې د حوثي یاغیانو له خوا رامنځته شوی ګواښ د سعوديانو لپاره د اندیښنې وړ او جدي لامل و، ځکه چې سعودي له یمن سره اوږده پوله لري او د سعودي امنیت ته د هر ډول احتمالي زیان اټکل ترې کېده، خو تر دې وړاندې د ۲۰۱۵ز.کال په مارچ کې د سعودي عربستان تر نظارت لاندې یو ایتلاف رامنځته شو چې د حوثیانو له خوا د پولې هاخوا د کوم مهم ګواښ سره مقابله وکړي ځکه چې دوی په دې سیمه کې د ایران له مخ په ودې نفوذ څخه ویره درلوده. په دغه ایتلاف کې شاوخوا ۳۹ غړي هېوادونه دي چې ځینې یې سرتیري ورکوي او نورو یې د الوتکو او کښتیو په ګډون د لوژستیکي او مالي مرستو ژمنه کړې.
اسلامي ایتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې په خاصه توګه د صعده په ولایت کې د حوثي یاغیانو پر موخو بریدونه کوي او حوثي یاغیان د سعودي عربستان پر پوستو بریدونه کوي. دې نیابتي جګړې ځایي بې وزلو خلکو ته ډیر زیان رسولی او د یمن لپاره د ځواک مبارزه لا هم روانه ده. (۱۲)
د: په سوریه کې نيابتي جګړه
په سوریه کې کورنۍ جګړه د سوریې د رژیم پر ضد د سوریې د سیمه ییزو خلکو له پاڅون سره پیل شوې ده، خو اوس د سیمې او نړۍ د قدرتونو لپاره د لوبې په ډګر بدله شوې. د سوریې جګړه یوازې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ نيابتي شخړو ته نده منصوبه، بلکې په سوریه کې د جګړې ځینې داخلي اړخونه هم شته. (۱۳)اوس ایران او سعودي عربستان دواړو د یو بل د ستراتیژیکو شتمنیو د مخنیوي لپاره د داخلي نیابتي جنګیالیو په ځپلو سره خپلو اجنډاو ته وده ورکړې، هغه ډلې چې د سوریې د جګړې د پرمخ بیولو مسوولیت پر غاړه لري. ویل کیږي چې د دغو سیالو قدرتونو له خوا یې ملاتړ کېږي. په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې د ډېرو نورو شخړو په څېر د سوریې جګړه یوازې د دوو اړخونو ترمنځ په جګړې پورې محدوده نه ده، لکه په یمن، عراق او بحرین کې د ایران او سعودي عربستان سيالۍ، بلکې د سوريې په شخړه کې ښکېلې مهمې خواوې اوس د نړۍ قدرتونو ته پراخې شوې دي، د امريکا، روسيې او ترکيې په ګډون د يو مهم لوبغاړي په توګه د سوريې په پوله کې د مطلوبو عناصرو د ملاتړ او مخالفت لپاره خپل ماموريتونه ترسره کوي، ډیری وختونه ویل کیږي چې “زما د دښمن دښمن زما ملګری دی” مګر په حقیقت کې دا خبره د سوريې په جګړه کې نه پلې کيږي. (۱۴)په سوريه کې شخړه یوازې د کردانو له امله ده، چې د سوریې او ترکیې پر پوله ترکیې ته جدي ګواښ پېښوي او خپله کردان وايي، چې دوی نه د حکومت او نه هم د مخالفینو ملاتړ کوي، بلکې د ترکیې او اسلامي دولت پر ضد جنګېږي.
په ورته وخت کې د ترکیې پوځ هم له سوریې سره پر پوله له اسلامي دولت سره جګړه کوي. دا په دې معنا ده چې اسلامي دولت د ترکیې دښمن دی . ترکان هم په سوریه کې د کردانو د مشهور محافظت واحد (YPG) ملیشې د منع شوي کردستان کارګر ګوند (PKK) توسیع ګڼي چې له لسیزو راهیسې د ترکیې له پوځ سره جګړه کوي. په ورته ډول اسلامي دولت د بشارالاسد له رژیم سره جګړه کوي او غواړي چې د سوریې حکومت نسکور کړي، خو په ورته وخت کې دا له هغه یاغیانو ډلو سره هم په تاوتریخوالی سره مخالفت کوي چې هلته د سوریې له پوځ سره جنګیږي، خو بیا هم هغه دوه لوی ګوندونه چې د نیابتي جګړې تر چتر لاندې او د اسلامي دولت پر ضد د جګړې په بڼه د یو بل پر وړاندې په پټه جګړه کوي امریکا او روسیه دي چې هر یو یې په ترتیب سره د سوریې په خاوره کې د ایران او سعودي عربستان ملاتړ کوي.
(۱۵)همدارنګه د بشارالاسد رژیم د ایرانیانو پراخ ملاتړ کوونکی او په سیمه کې د ایران نږدې متحد دی. په سوریه کې د ایرانیانو ښکیلتیا هم د ستراتیژیکو ګټو د لینز له لارې لیدل کیدای شي ځکه چې سوریه د لبنان حزب الله ته د ایراني وسلو د لېږد مرکزي ترانزیټ ځای هم دی.
له بلې خوا سعودي عربستان په سوریه کې ایراني موخو ته په منځني ختیځ کې د خپلو ګټو لپاره د ښکاره ګواښ په سترګه ګوري او همدا لامل دی چې سعودي عربستان په سوریه کې د ایران مداخله نه شي منلی چې اکثریت یې سني دي.
(۱۶) سعودي عربستان د بشارالاسد د رژیم پر ضد د هغو یاغیانو ملاتړ کوي چې نه یوازې دا چې د سوریې او ایران اتحاد له منځه یوسي، بلکې د منځني ختیځ په دغه ستراتیژیک مهم هېواد کې د ایران د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په وړاندې د هغوی ملاتړ لا زیات کړي.
ایران د سوریې په شخړه کې خپل رول مشروع ګڼي او پر ریاض یې غږ کړی چې د سوریې له جګړې څخه دې لیرې پاتې شي لکه څنګه چې په ۲۰۱۶ ز.کال کې د لوی درستیز مرستیال برید جنرال مسعود جزایري د سعودي عربستان د دې اقدام په غبرګون کې چې دې هېواد ته یې د نورو الوتکو د استولو غوښتنه کړې وه.ترکیې په سوریه کې د اسلامي دولت پر ضد خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی و او ويلي يې و چې موږ به په یقین سره اجازه ورنکړو چې په سوریه کې وضعیت هغه ډول پرمخ ولاړ شي چې یاغیان یې غواړي او موږ به په ټاکلي وخت کې اړین اقدامات ترسره کړو (۱۷) د سوریې جګړه وروسته له هغې په نړیواله شخړه بدله شوه چې د ایران او سعودي عربستان په ګډون د نړۍ د نورو قدرتونو ګڼ ګوندونه پکې ښکېل شول. په سوريه کې پرله پسې جګړه ييز وضعیت زیربناوې تقریباً ویجاړې کړي او دولت په یوه جګړه ځپلي ښار بدل شوی او په میلیونونو زیانمن شوی ولس له خپلو هېوادونو بهر د مهاجرینو په توګه پناه اخیستې ده.
د سوریې له کورنۍ جګړې وروسته او په سوریه کې د روانې جګړې له امله رامنځته شوې ویجاړتیا د سوریې ټولنې ته نه جبران کېدونکی زیان رسولی چې عادي حالت ته په راستنيدو به په لسیزو، لسيزو وخت ونيسي. د دې ټولو شخړو له هر اړخیزې مطالعې وروسته له بده مرغه دا معلومه شوه چې د ترهګرۍ ضد جګړه د داعش او نورو ترهګرو سازمانونو د احتمالي ګواښ پر وړاندې له جدي اقداماتو پرته د سیالو قدرتونو تر منځ په جګړه بدل شوی دی.
پايله
ايران او سعودي عربستان هڅې کوي چې اسلامي مشري ترلاسه کړي او په منځني ختيځ کې ځان واک ته ورسوي، د دې واک د ترلاسه کولو لپاره سعودي عربستان امريکا ته زمينه برابره کړې چې په منځني ختيځ کې نظامي اډې ولري او د يوه فشار په توګه يې و کاروي، دا چې ايران له امريکا سره د مخامخ جګړې توان نه لري، نو د منځني ختيځ په هېوادونو کې يې نيابتي جنګي ډلې رامنځته کړي چې په دې سره يې سعودي عربستان، د منځني ختيځ نورو هېوادونو او امريکا ته سرخوږی پيدا کړی دی، خو د دې اخوا چې امريکا په منځني ختيځ کې نظامي حضور لري او د سعودي عربستان له ملاتړ برخمن دی د سعودي له ګټو پرته خپلې ګټې لټوي او له دې سيمې څخه نهايي ګټه اخلي چې ټولو اسيايي هېوادونو په ځانګړې توګه عربي هېوادونو او بيا چين، روسيې او ايران ته په اقتصادي، سياسي او نورو برخو کې خطرونه متوجه کړي دي.
امريکا غواړي له دې سيمې او اډو څخه اسيايي هېوادونه تر خپل کنټرول لاندې و نيسي او هغه څه وکړي چې د امريکا ګټې تضمينوي. دا څېړنه په ګوته کوي چې که د ايران او سعودي عربستان سيالۍ او دوښمنۍ جريان پيدا کړي نه تنها په دې دوه هېوادونو، بلکې د سيمې پر نورو هېوادونو به يې هم اغېزې پريوځې او د نړۍ نورو هېوادونو ته به زمينې برابرې شي چې لومړۍ په دې دوه هېوادونو کې اختلافات لا ژور شي او د سيمې په نورو هېوادونو کې به د جګړو اورونه بل شي چې ګټې به يې بل چاته ورسيږي. د بېلګې په توګه يادونه کوو کله چې د ايران او سعودي عربستان ستونزې را ولاړې شوې دي ورځ تر بلې يې زياتوالی پيدا کړی چې همدا زياتوالی د بل چا په اشارو شوی دی، په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه اسلامي دي او مسلمان وګړي لري بايد دواړو خواوو خپلې ستونزې په اسلامي چوکاټ کې حل کړې وای.
له څېړنې دا هم معلوميږي چې ځينې هېوادونه دا غواړي چې جګړه د مسلمانانو منځ ته يوسي او د مسلمانانو ترمنځ جګړه روانه وساتي چې ښه بيلګه يې د سني او شيعه جګړې دي، نو په همدې اساس دواړو خواوو ته په کار دي چې دا او ورته نور موضوعات درک کړي او جګړې نور د مسلمانانو له منځه بهر کړي او اجازه ور نه کړي چې نور مسلمانان د جګړو قربانيان شي.
که ايران او يا هم سعودي عربستان غواړي چې د اسلامي نړۍ مشري او يا په منځني ختيځ کې د امنيت واک ترلاسه کړي له هغو لارو چارو دې کار واخلي چې نورو هېوادونو ته د سر درد جوړ نه کړي او نه هم اسلام او اسلامي ارزښتونه زيانمن کړي، د دې دوه هېوادونو د ناسمو اړيکو له امله امريکا په منځني ختيځ کې خپل ځان ځای کړی چې د اسيا هرې سيمې ته په کمو امکاناتو ځان رسولی شي، افغانستان هم د دې دوه هېوادونو د ناسمو اړيکو تر اغېزو لاندې راغلی چې په ۲۰۰۱ز.کال کې امريکا له همدې اډو څخه پر افغانستان يرغل وکړ او د اسلامي امارت لومړنۍ حکومت يې و پرځاوه چې په پايله کې يې زرګونه افغانان شهيدان او افغانستان ته نور ډېر درانده زيانونه واوښتل.
مأخذونه
- Menashri, David, Iran: Doctrine and Reality in the Iran-Iraq War page 42-57, Palgrave Macmillan, London 1989. Access link: https://link.springer.com/chapter/10.1007/978-1-349-20050-44
- Okruhlik, Gwenn, Saudi Arabian‐Iranian Relations: External Rapprochement and Internal Consolidation. Middle East Policy, 10(2), page 113-125, 2003. Access link: https://onlinelibrary.wiley.com/doi/10.1111/1475-4967.00110
- Furtig, Henner, Conflict and cooperation in the Persian Gulf: The interregional order and US policy. The Middle East Journal, 61(4), page 627-640, 2007. Access link: https://www.researchgate.net/publication/263759053_Conflict_and_Cooperation_in_the_Persian_Gulf_The_Interregional_Order_and_US_Policy
- Wehrey F, Karasik, T.W. Nader, A. Ghez, J.J & Hansell, L. Saudi-Iranian relations since the fall of Saddam: Rivalry, cooperation, and implications for US Policy. Rand Corporation, 2009.
- سيد محمد حسيني، احسانه محمد، هویت، قدرت، امنیت (( جمهوري اسلامی ایران و عربستان سعودي))، سال دوازدهم، شماره 42 ، بهار 1397، لينک دسترسي: https://www.sid.ir/paper/507986/fa
- دوست محمدی، احمد و رجبی، محمد (( عربستان سعودی و تهدید امنیتی جمهوری اسلامی ایران)) ، فصلنامه ۱۹۸۳، دوره 19 ، شماره 1، لينک دسترسي: https://www.sid.ir/paper/955297/fa
- Shahram Chubin, Iran’s power in context. Survival, 51(1), page 165-190, 2009. Access link: https://www.tandfonline.com/doi/abs/10.1080/00396330902749772
- Mabon, S, after years of proxy war, Saudi Arabia and Iran are finally squaring up in the open. The Independent , January 5, 2016.
- Cordesman, A. H. Bahrain, Oman, Qatar, and the Uae: Challenges of Security, Csis Middle East Dynamic Net Assessment 1997.
- Downs, K, A theoretical analysis of the Saudi-Iranian rivalry in Bahrain. Journal of Politics & International Studies, 08. 13. 2012. Access link: https://www.semanticscholar.org/paper/A-Theoretical-Analysis-of-the-Saudi-Iranian-Rivalry-Downs/150ae5d18ebbdb76b06a16c541f0e7d79dbb6500
- نجات، سیدعلی، موسوی، سید راضیه و صارمی، محمدرضا (( راهبرد عربستان سعودی و جمهوری اسلامی ایران در قبال بحران یمن)) ، فصلنامه مطالعات روابط بینالملل، سال نهم ، ۱۳۹۵ ، شماره ۳۳ ، لينک دسترسی، https://www.sid.ir/FileServer/JF/6014213953304
- دوست محمدی، احمد و رجبی، محمد (( عربستان سعودی و تهدید امنیتی جمهوری اسلامی ایران)) ، فصلنامه سیاست، دوره ۴۸ ، شماره ۴، ۱۳۹۷، ص ۱۹- ۲۱ ، لينک دسترسی: https://www.sid.ir/paper/955297/fa#downloadbottom
- Christopher Phillips, The battle for Syria: international rivalry in the new Middle East, Yale University Press 2016. Access link: https://www.jstor.org/stable/j.ctv1k03s4j
- اخوان کاظمي، بهرام، (( واګرایی ها و همګرایی ها در روابط ايران و عربستان سعودي)) ، فصلنامه مطالعات خاور ميانه، سال هفتم، شماره ۲
- يزدانی، عنايت الله، حسين زاده و سيد سعيد، (( رويکرد سياست خارجی عربستان سعودي و امريکا در قبال بحران يمن ۲۰۱۱ – ۲۰۱۵))، فصلنامه سياست دوره ۴۸، شماره ۴، ص ۷۵ – ۹۲، لينک دسترسی: https://www.sid.ir/paper/950302/fa
- محسن رستمی ، عبدالرضا فرجیراد، لیلا مدبر، ایرج شاهوردی، (( سناریوهای سیاسی متأثر از روابط خارجی ایران و عربستان پس از تحولات منطقه عربی)) ، فصلنامه مطالعات دفاعی استراتژيك، سال هفدهم، شماره 76 ، تابستان ۱۳۹۸، ص ۱۸۴- ۱۶۳ ، لينک دسترسی: https://www.magiran.com/paper/2038642/
- Barrans, T, Turkey-Iran relations: pragmatic economics & the ideological ceiling to strategic relations 2016. Access link: https://papers.ssrn.com/sol3/papers.cfm?abstract_id=2719980