تاند/ دوشنبه د سنبلې – وږي ۲مه/ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، ګرځنده روغتیايي ټیمونه یې د افغانستان د بشري مرستو صندوق په ملاتړ د هېواد په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه رسوي.
اوچا زیاتوي چې د روغتیايي سکټور لپاره د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د یادې ادارې په وینا تر دې دمه له یادې اندازې ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي او دغه سکټور یوازې ۳۷ سلنې تمویل شوی دی.
په افغانستان کې روغتیايي وضعیت لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
د روغتیايي مرکزونو کم امکانات، د مسلکي کارکوونکو کمښت، اقتصادي ستونزې او د درملو لوړې بیې هغه عوامل دي چې د خلکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی اغېزمنوي، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې.
روغتیاپالان د دې وضعیت د ښه کېدو لپاره د روغتیايي مرکزونو پیاوړتیا، د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو ملاتړ، د درملو برابرول او د عامې روغتیا په برخه کې دوامدارې مرستې اړینې بولي.