Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: له ۴۲ زرو څخه زیاتو افغانانو روغتیايي خدمتونه...

د روغتیا نړیوال سازمان: له ۴۲ زرو څخه زیاتو افغانانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

تاند/ دوشنبه د سنبلې – وږي ۲مه/ د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د افغانستان څانګې ویلي چې له ۴۲ زرو څخه زیاتو افغانانو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

دغه سازمان نن (دوشنبه، د سنبلې ۲مه) په اېکس کې لیکلي چې یادو کسانو ته په زیان‌ لیدونکو ټولنو کې د افغانستان د بشري مرستو په ملاتړ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې نږدې ۸ زره خوارځواکي ماشومان هم درملنه شوي او د ناروغیو د څارنې سیستم د دې لپاره پیاوړی شوی چې ناروغۍ په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او د هغوی د خپرېدو مخه ونیول شي.

دا روغتیايي خدمتونه په داسې حال کې وړاندې کېږي چې د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، لا هم روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

بل لورته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، ګرځنده روغتیايي ټیمونه یې د افغانستان د بشري مرستو صندوق په ملاتړ د هېواد په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه رسوي.

اوچا زیاتوي چې د روغتیايي سکټور لپاره د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د یادې ادارې په وینا تر دې دمه له یادې اندازې ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي او دغه سکټور یوازې ۳۷ سلنې تمویل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...